په ظروف کرايي کې زکات شته ؟

آنلاين اسلامي لارښود چلونکو ته ! اسلام عليکم ور حمة الله وبرکاة

آيا په ظروف کرايي د کرايي د پاره د خوراک سامانونه کوم چې په کرايه خلکو ته ورکول کيږي زکات شته او که نه ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ظروف کرايي کې زکات نشته ځکه دا د کار او کسب وسايل دي د بيع او تجارت د پاره نه دي د کار او کسب په وسائلو باندې زکات نشته .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ  كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ] (رسول الله صلی الله عليه وسلم به مونږ ته د زکات په ورکولو امر کولو د هغه څه چې د تجارت دپاره به ساتل کيدل ) (ابوداود،طبراني ،بيهقي )

وليس فی دورالسکنی ،وثياب البدن …. وسلاح الاستعمال زکوة لانها مشغولة بالحاجة الاصلية (الهدايه کتاب زکاة ۲۸۶/۱ ) . (کفايت المفتي ج ۴ ص۲۵۶ ) .

مګر د ظروف کرايي په آمد باندې زکات شته که چيرې د ظروف کرايي آمد او کرايه دومره شي چې د زکات نصاب ته ورسيږي کال ورباندې تير شي په دغه آمد او پيسو کې زکات فرض دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً