السلام علیکم
محترمو زماپوښتنه دا ده که یو څوک د خپل مال زکات خپل خسر ته ورکړی پداسی حال کی چه خسر یی معلم وی او زمکه لری خو د وچکالی په وجه یی اقتصادی وضیعیت ښه نوی، زما پوښتنه دا ده چه دیته د زکات اخیستل روا دی او که نه او د رزکات ورکوونکی زکات کیږی او که نه.
په درناوي – اباسين
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
خپل مور او پلار ،نيکه اونيا او دينه پورته غور نيکه غره نيا .
– خپل زوی ،لور ،نمسی نمسۍ او تر هغه لاندی .
– ښځه خپل خاوند ته او خاوند خپلی ښځی ته زکات نشی ورکولای .
د پورته ذکر شويو خپلوانو څخه علاوه نورو ټولو خپلوانو ته هغه که د پلارګنۍ څخه وي او که د خسرګنۍ نه وي زکات ورکول جايز دي په شرط ددې چې د زکات مستحق وي يعنې مالک نصاب نه وي .
خپل خسر چې فقير او بې وسه وي مالک نصاب نه وي هغه ته د زکات ورکول جايز دي .
فتاوي دارالعلوم ديوبند
و الله اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله
تاسو درنو او محترمو ته السلام علیکم.
زما پوښتنه د زکات په هکله ده. زموږ د مشری خور خاوند تقریبا ۷ کاله د ملک نه بهر وو، که څه هم نور لیورونه، خواښی او خسر یی ټول په یوه کور کی ورسره اوسیدل خو زموږ خور او د هغی ۶ ماشومانو ته یی غیر له ۳ وخته ډوډی نور هغسی چی لازم وو پام نه کوی. چون د ماشومانو کالی، روغ رنځور او نوری ستوځی زموږ د خورکی د غاړی وی، نو مجبوره وه چی زموږ څخه مرسته و غواړی. هغه وو چی زموږ مشر ورور به د نور کمک تر څنګ زکات هم زموږ خور ته ورکوی. یوه خبره دا هم ده چی، زموږ د خور شرعی حق اوس هم زموږ سره دی، مطلب موږ تر اوسه د دنیا ویش ندی کړی. خبره مو ځکه په تفصیل ولیکل چی تاسو ته مسله ښه واضح سی او جواب هم ښه دقیق راکړی.
نو سوال دادی چی، زموږ غاړی د دی زکات په ورکړی سره خلاصی دی او که نه؟
ځواب
https://dawat610.com/archives/5871