په اوسنی عصر (زمانه) کښی پر نارینه مسلمان باندی په څو کلنی کښی روژه فرض کیږی؟
نورمحمد د ارزګان ولایت د ترینکوټ ښار څخ
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
بلوغ هغه سن دی چې په هغه سن کې انسان د اسلامې شريعت له نظر مکلف بلل کيږي
د بلوغ علايم په لاندې ډول دي :
۱- د نارينه او ښځينه د پاره احتلام کيدل ( په شهوت سره انزال ) .
۲- د شرمګا د ويښانو شنه کيدل
۳- په ښځو کې د حيض ښکاره کيدل.
د بلوغ سن :
د بلوغ په سن د فقهاؤ کرامو تر مينځ اختلاف نظر دی .
صاحبينو امام يوسف حنفي امام محمد حنفي ، امام شافعی او امام احمد په نزد د بلوغ سن پنځلس کاله دی
جاء فی موسوعة الفقهية : فيرى الشّافعيّة ، والحنابلة ، وأبو يوسف ومحمّد من الحنفيّة : أنّ البلوغ بالسّنّ يكون بتمام خمس عشرة سنةً قمريّةً للذّكر والأنثى ، كما صرّح الشّافعيّة بأنّها تحديديّة ، لخبر ابن عمر { عرضت على النّبيّ صلى الله عليه وسلم يوم أحدٍ ، وأنا ابن أربع عشرة سنةً فلم يجزني ، ولم يرني بلغت ، وعرضت عليه يوم الخندق وأنا ابن خمس عشرة سنةً فأجازني ، ورآني بلغت }
او د امام ابوحنيفه په نزد د هلک لپاره ۱۸ کاله او نجلۍ لپاره ۱۷ کاله دی .
مګر که ددې سن څخه مخکې د بلوغ نښې ښکاره شي نو بالغ شميرل کيږي .
جاء فی موسوعة الفقهية :
ويرى أبو حنيفة : أنّ البلوغ بالسّنّ للغلام هو بلوغه ثماني عشرة سنةً ، والجارية سبع عشرة سنةً لقوله تعالى : { ولا تقربوا مال اليتيم إلاّ بالّتي هي أحسن حتّى يبلغ أشدّه } قال ابن عبّاسٍ رضي الله عنه : الأشدّ ثماني عشرة سنةً . وهي أقلّ ما قيل فيه ، فأخذ به احتياطاً ، هذا أشدّ الصّبيّ ، والأنثى أسرع بلوغاً فنقصت سنةً .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود