د ديني او دنيوي تعليم تر منځ توازن :

اسلام د انسان لپاره د دنيوي او آخروي ژوند خير او نيمکرغي غواړي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ ۖ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا…][1]

ژباړه : کومه شتمني چې الله تاته درکړې ده، په هغې سره د آخرت د کور جوړولو فکر وکړه او له دنيا څخه هم خپله برخه مه هيروه.

او الله سبحانه وتعالی فرمايي:[رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ][2].

ژباړه: ای زمونږ ربه! مونږ ته هم د دنيا او هم د آخرت ښېګني را په برخه کړه او مونږ د اور له عذابه وساته.

په هر مؤمن باندې دومره ديني علم حاصلول فرض دي چې خپل ځان، خپل رب او د دين ضروري احکام و پيژني ځکه چې د علم پرته انسان حتی خپل رب (جل جلاله) نشي پيژندلای [فَٱعْلَمْ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا ٱللَّهُ]، د انسان د پيدايښت اصلي مقصد د الله تعالی عبادت دی (د اسلامي شريعت په رڼا کې ژوند تيرول)، د ديني تعليم څخه مطلب د عبادت د طريقې د شريعت د حلال او حرام احکامو پيژندل دي.

اسلام د افراط او تفريط څخه پاک دین دی :

په اسلام کې زيادت او کمی دواړه هلاکت دی .

کمی دا چې د دين احکام پيښودل شي، په هغه عمل ونه کړ شي لکه: ضروري شرعي علم حاصلول .

متأسفانه نن زمان ډيرو کسانو په دنيوي علم کې ماسټرۍ او دوکتوراوې اخيستې وي خو د شريعت له ضروري علم څخه باکل ناخبره او غافله وي.

بل لورې ته بايد له افراط څخه ځان وساتو داسې چې د دنيا له ضروري علومو څخه غافله او پسمانه وو .

د دين او دنيا صلاح په دواړو علومو کې ده .

کچيرې د دين په تعليم او د دين په رسولو کې غفلت وشي ټولنه به په جهل باندې مبتلاء شي له شرعې احکامو به غافله وي او بلاخره به ټولنه په فساد او بې امني کې مبتلاء وي.

کچيرې د دنيا په ضروري تعليم کې غفلت وشي ټولنه به مو له معاصرې تنالوژۍ څخه بې برخې د پرديو به احتياج او يا به هميشه د نورو تر اقتصادي، سياسي او نظامي تأثير لاندې وو.

آن لاين اسلامي لارښود- قافله دعوت



[1] – سوره القصص:۷۷.

[2] – سوره البقره :۲۰۱.

(Visited 229 times, 1 visits today)