د اسلامي امارت نړیوال رسالت؛ د اسلامي امت په تاج کې د امېدونو ملغلرې

کله چې په ۲۱مه پېړۍ کې د سیاست او واکمنۍ مډرن نظریات له سخت فکري او اخلاقي انحطاط سره مخ شول، د افغانستان د دنګو غرو له څوکو څخه یو نوی، مګر د تاریخ په ريښو سمبال غږ پورته شو. نن ورځ نړۍ یوازې د یوې نوې جغرافیې د فتحې شاهده نه ده، بلکې د یو داسې تمدني بدلون ننداره کوي چې د یو نیم ملیارده مسلمانانو د عزت د بیا راژوندي کولو ادعا لري. په افغانستان کې د ناټو له نظامي ماتې وروسته، د اسلامي امارت د واکمنۍ تحکیم د نړۍ د مظلومو مسلمانانو په تنديو کې د هیلو هغه ملغلرې وځلولې، چې له پیړیو راهیسې د استعمار تر خاورو لاندې پټې وې. مګر دلته یوه لویه او تاریخي پوښتنه راپیدا کیږي: ایا اسلامي امارت به وتوانېدلی شي د معاصر بشریت په وړاندې د اسلامي عدالت او رښتیني اقتدار داسې بې‌سارې بېلګه وړاندې کړي چې نړۍ یې د خپل برخلیک ژغورونکې وګڼي؟
ددې پوښتنې ځواب کې ویلای شو چې هو اسلامي امارت کولای شي؛ هغه داسې چې اسلامي امارت د افغانستان په داخل کې له ځانه د “اسوۀ حسنه” یا د یوې داسې پاکې او عادلانه حکومتولۍ ماډل جوړ کړي چې د خلفای راشدینو د عالي سیرت معاصره هینداره وي. کله چې په یو نظام کې د حضرت عمر (رض) غوندې قاطع عدالت، د حضرت ابوبکر (رض) غوندې صداقت او امانتداري حاکمه شي، نو د هغه نظام مقناطیسي کشش یوازې د هیواد تر پولو محدود نه پاتې کیږي، بلکې په ټوله نړۍ کې د انسانیت جذبې او ولولې راپارولی شي. د نن ورځې موضوع مو دا دی چې څرنګه اسلامي امارت کولای شي د مډرنې نړۍ د ناکامو ماډلونو په وړاندې، د پیاوړي اقتصاد، رښتیني امنیت او الهي عدالت یو داسې نړیوال بېلګه وړاندې کړي، چې هر ولس او د نړۍ هر مظلوم انسان د خپل زړه په تلوسه کې، کټ مټ د داسې یو نظام غوښتنه له خپلې ټولنې څخه وکړي. دا چې څنګه اسلامي امارت په دې توانېدلی شي ځینې اړینو اقداماتو څخه موږ په لاندې ډول یادونه کوو:
مسلمانو وروڼو! زموږ رسالت نړۍ ته د اسلام رسول او په نړۍ کې د اسلامي نظام حاکمیت دی هغه څه چې نن یې نړۍ له نشتون سره مخ ده. نن ورځ نړۍ ته د زور په وسیله د اسلام حکومتولۍ رسول ډېر سخت برېښي ځکه په زرګونو خنډونو لاره کې شتون لري، نو د دې لپاره چې یو نوی راټوکېدلی اسلامي نظام له یوې سیمه ییزې واکمنۍ څخه په نړیوالې فکري الګو او “اسوه حسنه” بدل شي، یوازې شعارونه او بیانیې کافي نه دي؛ بلکې د تاریخ د تګلاري بدلول لپاره هراړخیزو، مډرنو او په عین حال کې د خلفای راشدینوؓ په اصولو سمبالو عملي ګامونو ته اړتیا لري. هغه مهال کله چې نړۍ د کابل حکومت ته ګوري، هغوی به د ثبات او عدالت داسې بېلګه مومي، چې په مډرنه نړۍ کې د نورو نظامونو د پاتې راتلو خلا ډکولای شي. د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره ځینې اساسي ابعاد شتون لري چې کولای شي اسلامي امارت د بشریت د تندې د خړوبولو په مرکز بدل کړي:

۱ـ د بې‌تبعیضه او شفاف عدالت پلي کول (عمري عدالت پلی کول): په معاصره نړۍ کې تر ټولو لویه ستونزه د قانون دوه ګونی چلند او د ځواکمنو په ګټه د عدالت قرباني کول دي. که چيرې اسلامي امارت د حضرت عمر فاروق (رض) هغه اصول په عمل کې جاري وساتي چیرته چې د واکمن او عام وګړي ترمنځ په محکمه کې هیڅ توپیر نه و، نو دا به د نړۍ د انسانانو لپاره تر ټولو لوی مقناطیس وګرځي. د عامه بیت المال په مصرفولو کې بشپړه روڼتیا، د فساد او بډو (رشوت) په وړاندې قاطع دریځ، او هر افغان ته د هغه د حقونو بې‌له ځنډه رسول، هغه څه دي چې د غربي ډیموکراسۍ د درواغجن عدالت رنګ کمرنګه کوي او د نړۍ ولسونه د داسې یو نظام غوښتنې ته هڅوي.
۲ـ د ټولګډونه پرمختګ او ټولنیز امنیت خوندي کول: د خلافت راشدِه په پېر کې حکومت د هر فرد د ژوند، مال او عزت ساتونکی و. اسلامي امارت د داسې یو ماډل په وړاندې کولو سره چې په هغه کې مېرمنې، لږه کۍ، فقیران او بې‌وزله طبقه د خوندیتوب او اقتصادي ثبات احساس وکړي، کولای شي د نړۍ پام ځان ته واړوي. کله چې په یوه ټولنه کې د سوالګرو او محتاجو کچه راټیټه شي، د کار زمینه برابره شي، او د اسلامي پوهې ترڅنګ د معاصرو علومو او ټیکنالوژۍ په رڼا کې د هیواد د ځوانانو استعدادونه وځلیږي، نو نړیواله ټولنه به په خپله اعتراف وکړي چې اسلامي نظام د پرمختګ او مدنیت تر ټولو غوره ضامن دی.
۳ـ د یوه باوقاره او مستقل بهرني سیاست تمثیل: یو نړیوال ماډل نظام باید د پردیو له فکري، سیاسي او اقتصادي اسارت څخه بشپړ پاک وي. اسلامي امارت د خپلو ملي او اسلامي ګټو پر بنسټ داسې متوازن او قوي تعامل ته اړتیا لري چې په هغه کې د اسلامي امت د داعیې ملاتړ د ډیپلوماسۍ په لومړیتوبونو کې وي. کله چې نړۍ وګوري چې دا نظام د زبرځواکونو د فشارونو په وړاندې د خپلو اصولو معامله نه کوي، مګر په عین وخت کې له نړۍ سره د عقلانیت، سولې او دوه اړخیزه درناوي پر بنسټ چلند کوي، نو د نړۍ مسلمانان به ورته د خپل معنوي تکیه ګاه په توګه وګوري.
۴ـ د ټولنې د پرمختګ بېساری انډول وړاندې کول: په نړۍ کې نظامونو د ټولنې د پرمختګ او دیني/اخلاقي اصولو ترمنځ د تعادل انډول ورک کړی دی. ځینې نظامونه دي چې ټکنالوژیک پرمختګ ته یې توجه کړې، خو په اخلاقي لحاظ یې ټولنې بلکل له سقوط سره مخ کړې دي، د هغو نظامونو برعکس د اسلام مبارک دین سیاسي نظام هغه نظام دی چې د معاصر چټک ټکنالوژیک پرمختګ ترڅنګ یې ددیني او اخلاقي اصولو د ساتنې هنر هم مسلمانانو ته ښودلی دی. په همدې اساس ویلی شو چې د اسلام د سیاسي نظام په واقعي تطبیق او پلي کېدو سره موږ کولای شو چې نړۍ په ډېره لږه موده کې یو داسې پرمختللی نظام وړاندې کړو چې له ټکنالوژیک پرمختګ سره سره یې خپل دیني او اخلاقي بعد هم تر لوړ حد پورې ساتلي وي.
۵ـ له حکمت او مصلحت څخه عدالت او اصولو ته ترجیح ورکول: اسلامي امارت او سمهال د ځینو شرایطو لمخې په ځینو مسایلو کې حکمت ته ترجیح ورکوي، خو کله کله حکمت او مصلحت د فساد لپاره زمنیه سازي هم کولای شي په همدې اساس که موږ وغواړو چې د نړۍ لپاره یوه واقعي اسو‌ه حسنه نظام جوړ کړو نو باید عدالت ته په حکمت او مصلحت ترجیح ورکړو.
۶ـ د دیني او عصري علومو نصاب یو ځای کول: د اسلام مبارک دین په اوایلو کې د علومو ویش نه وو، د نبي کریمﷺ په دور کې د عصري او دیني علومو وېش نه وو، هغه مهال به چې هرچا هر علم زده کاوو هدف به یې د اللهﷻ رضا حاصلول وو، که به چا جنګي فنون او ټکنالوژی زده کوله یا هم د کفارو ژبې او لیک لوست د ټولو هدف د اسلام مبارک دین پرمختګ وو. مګر اوسمهال موږ علوم په دوه برخه وېشلي چې عصري علوم خلک د دونیا لاسته راوړلو لپاره زده کوي دیني علوم د دین د پرمختګ لپاره، دغه وېشنه ددې باعث شوې چې اسلامي نړۍ تر ټولو شاته پاتې حالت ته ورسیږي. نو دد غو مشکلاتو د حل لپاره باید دیني او عصري نصاب بېرته یو کړو او ټولو علومو څخه د زده کړې هدف د اسلام مبارک دین پرمختګ او رضا هدف وګرځوو ترڅو د بېساري دیني او عصري پرمختګ په حاصلولو سره زموږ نظام نړۍ ته اسوه حسنه وګرځي.
۷ـ د حکومت ولۍ ټول دار او مدار د اللهﷻد رضا لپاره ګرځول: اللهﷻپه قرانکریم کې فرمايي «قُلۡ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحۡيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ» ژباړه ووايه: زما لمونځ، زما د عبادت ټول مراسم، زما ژوند او زما مرګ، هر څه د کائیناتو د پالونکي الله (ج) له پاره دي؛ زموږ د حکومت دارۍ دار او مدار باید دغه آیت شریف وي کچېرته د هیواد، نظام، خلکو او یا هره برخه کې که عصري یا دیني پرمختګ کیږي هدف باید صرف د اللهﷻ د رضا ترلاسه کول وي.
له پورتنیو مواردو څخه سربېره نور هم زیات موارد شتون لري چې اسلامي امارت باید نړۍ د اسوه حسنه په توګه خپل ښکلی نظام وړاندې کړي، خو د بحث د اوږدوالي له وجهې یې له یادونې څخه تېرېږو. په عموم کې دُمره ویلای شو چې د اسلامي امارت د نړیوال کېدلو لپاره ډېر چانسونه شتون لري چې د هغو په واسطه موږ کولی شو اسلامي امارت څخه داسې یو نظام جوړ کړو چې د نړۍ خلک په خپلو هیوادونو کې د داسې نظام د جوړېدو تقاضا وکړي. مګر دغسې یو ریښتینۍ او معاصر اسلامي نظام رامنځته کول په آسانۍ سره نشي کېدلای بلکې ددې اقداماتو لپاره باید لومړۍ د خپلو نفسونو غوښتنې بلکل تر پښو لاندې او هرڅه کې د زړه له تل څخه اسلام او شریعت ته ترجیح ورکړو، په دوهم قدم کې له آرام او غفلت څخه بلکل لاس واخلو او د خپل دغه اسلامي هدف د ساتلو او نړیوال کولو لپاره شپه ورځ په دیني او عصري برخه کې اعداد وکړو چې ترڅو وتوانیږو یو واقعي اسلامي نظام جوړ او نړۍ ته د نظامونو برخه کې اسوه حسنه وړاندې کړو.
د تلپاتې اسلامي امارت په هیله
وماعلینا الالبلاغ…

مستغفر الحنفي
سنة: ۱۴۴۸/۱/۲۳ من هجرة اشرف المرسلینﷺ

(Visited 13 times, 1 visits today)