ارماګډون جګړه

لیڪوال: مستغفر الحنفي

ارماګډون هغه جګړه ده چې قیامت ته به نږدې وخت ڪې پیښیږي. په یادې جګړې مسلمانان، یهودان او عیسویان درې واړه باور لري.
د مسلمانانو په باور دا هغه جګړه ده چې د اســلام د غلبې سبب به ڪیږي او د اسلام آخري خلیفه حضرت مهدي رضی الله عنه به ښڪاره ڪیږي، د یهــودانو په باور دا هغه جګړه ده چې نتیجه کې به یی لوی اسرائیل جوړیږي، نور انسان به د جګړې جریان کې یا هلاکیږي یا به دومره ضعیف کیږي چې د یهودو غلامي ته به اړ ڪیږي او بیا به د یهودو مسیحا ظهور ڪوي چې موږ یې مسیح الدجال بولو. د عیسویانو په باور دا د خیر او شر جګړه ده چې مسیح به له آسمان څخه ځمکې ته را ڪوز شي او عیسویان به د حضرت عیسی علیه السلام په ملګرتیا جګړه ترسره کړي فتحه به حاصله کړي… دا بیا د عیسویانو عقیده ده د یادې جګړې په هڪله. تاسې به وایئ د جګړې د ګټونڪي باره ڪې د درې واړه دینونو ترمنځ دومره لوی توپیر ولې؟ د دې ځواب ڪې باید ووایو چې دا توپیر ندی بلڪې اصلي خبره داده کوم وخت چې حضرت عیسی علیه السلام ژوندی ؤ، دین یی حق ؤ، هغه وخت حضرت عیسی علیه السلام ویلي ؤ، چې حق به بریالی کیږي، نو عیسویان، خو اوس هم ځانونو ته د حق په سترګه ګوري دوی وايي چې موږ بریالي کیږي.
په همدې ډول یهودو ته خپلو پیغمبرانو ویلي چې حق به بریالی کیږي هغه وخت، خو یهودیت حق ؤ، نو دوی خو اوس هم خپل دین ته د حق په سترګه ګوري دوی وايي چې موږ به بریالي کیږو. اصلي خبره داده چې وروستی حق دین اسلام دی، او په مسلمانانو کې به هغه ډله بریالی کیږي چې په حق اوستواره او ثابت قدمه ولاړه وي.
ارماگډون جګړه دوه برخې لري لومړۍ برخه یې د پخواني فارس(شرقي بلاڪ، لڪه ایران ،روسیه) او پخواني روم(غربي بلاک، لڪه اروپایي هیوادونه او امریڪا) ترمینځ وي، ویل ڪیږي چې لومړۍ جګړې کې به مسلمانان عرب هم له رومیانو سره متحد وي لکه اوس چې عرب هیوادونه له امریکا سره د همکارۍ تړونونه لري، یادې جګړې کې به شرقي بلاک ماته خوري مسلمانان او رومیان به کامیابه ڪیږي، په دوهمه برخه کې به بیا د مسلمانانو او رومیانو ترمنځ جګړه نښلي هغه ڪې به رومیان ماته خوري د یادې جگړې په هڪله ڪه څه هم روایتونه مختلف دي، خو دې ټولو ڪې یوه خبره مشترکه ده چې دا به خورا ستره ورانونڪې، خوني او فیصله ڪوونڪې جګړه وي…!
دا جګړه به شام ڪې پیښیږي ډېر علماء په دې باور دي چې د جګړې مرکزیت به فلسطین او سوریه وي. ویل ڪیږي چې یادې جګړې ته به له ختیځ څخه یو ډله د مسلمانانو ڪومکي لښکر راځي، د هغو علایم کتابونو ښودلي چې مشران به یې صحرايي غوندې خلک وي تور او سپین پټڪي به په سر کوي دوی به د شام یا هم اوسني فلسطین طرف ته د جګړې لپاره یو لښڪر ولیږي چې په نتیجه کې به دا لښڪر فاتح او بریالی شي، ځینې علماء په دې باور دي چې دا به د افغانستان اسلامي امارت مجاهدین وي.
په هر صورت جګړه ڪه هرڅومره خوني، زوروه او ورانونکې وي بیا هم زموږ په ګټه ده ځکه نتیجه کې به یی حق(اسلام) غالب شي.
نو خبر مې تر دې ڪوله فرضاً ڪچېرته اللهﷻ د اسلام آخره بریا د اسلامي امارت د مجاهدینو په قسمت لیکلې وي نو موږ باید په یو شي پوی شو چې دا بریاوې داسې په مفته نه حاصلیږي. دا بریاوې د هر چا ڪار هم ندی، دا بریاوې یواځې رجال حاصلولی شي ډېر زیات کار، صداقت او امانت داري غواړي.
ڪچیرته موږ غواړو چې واقعاً دغسې بریاوې زموږ په برخه شي تر هر څه مخڪې باید تقواء ته په ڪامله معنا توجه وکړو له هغه وروسته باید له نظام سره په پوره صداقت او امانت داري خدمت وکړو. د نړۍ مسلمانان لڪه څومره چې موږ فڪر ڪؤ له هغه څخه زیاته توقوع موږ څخه لري.
د افغانستان اسلامي امارت په نړۍ ڪې یواځنۍ اسلامي نظام دی، ڪه دې نظام ڪې څوڪ په اخلاص خدمت وڪړي حقیقت ڪې یې اسلام ته خدمت وڪړ ڪه چا د افغانستان اسلامي امارت سره خیانت وکړ حقیقت ڪې یې اسلام سره خیانت وڪړ.
د افغانستان اسلامي امارت ڪې مسؤلیت اخیستل یو امتیاز ندی بلڪې دا هغه مسؤلیت دی ڪچېرته خدایﷻ مڪړه چا څخه خیانت په کې وشو نو حساب به یې یو په زر ورڅخه اخیستل ڪیږي.
د استاذ امین محمد جمال الدین په نامه یو مصري عالم په خپل ڪتاب ارماګډون ڪې لیڪلي《د شام جڪړې ته چې ڪوم ڪومڪې لښڪر له ختیځ څخه راځي هغه به د افغان طالبانو ملګري وي.》له دې سربېره نور هم زیات علماء د نړۍ وضیعت، شرایطو او حالاتو ته په ڪتو وايي چې د ارماګډون ټول ابتدايي علایم او مقدمات برابر دي.
اوسمهال چې نړۍ په شرقي بلاڪ/ غربي بلاڪ وېشل شوې، امریڪا غواړي اسرائیلو څخه نړیوال قدرت جوړ ڪړي، اسرائیل غواړي لوی اسرائیل جوړ ڪړي او شرقي بلاڪ(ایران/روسیه) بیا د خپلو شخصي گټو په اساس غواړي د لوی اسرائیلو جوړېدو او د غرب د نفوذ مقال ڪې خنډ واقع شي. په سوریه ڪې د امریڪایانو/اسرائیلو/ترکانو او مقابل ڪې یې د ایران او رؤسیې مداخلې دا ټول هغه څه دي چې د ارماګډون جگړې پیلامه ترسیموي.
دا وه د ارماګډون جگړې لنډه پېژاندنه، ڪه څوڪ تفصیلي معلومات غواړي د الاذهر پوهنتون استاذ امین محمد جمال الدین د ارماګډون په نوم یو ڪتاب لیکلی هغه مطالعه ڪړئ، یا هم د نعیم ابن حماد رحمه الله ڪتاب الفتن مطالعه کړی له دغه سربېره نور هم زیات ڪتابونه دیادې جگړې اړوند لیڪل شوي دي.

وماعلینا الاالبلاغ…!

(Visited 12 times, 1 visits today)