په کور کې د سپي ، تصويرونو او مجسمو ساتل

اول : په کور کې بې ضرورته د سپي ساتل منع دي:

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :«مَنْ أَمْسَكَ كَلْبًا فَإِنَّهُ يَنْقُصُ كُلَّ يَوْمٍ مِنْ عَمَلِهِ قِيرَاطٌ إِلاَّ كَلْبَ حَرْثٍ أَوْ مَاشِيَةٍ» وعـنه  في رواية: «إِلاَّ كَلْبَ غَنَمٍ أَوْ حَرْثٍ أَوْ صَيْدٍ»([1]).

ژباړه: هر چا چې سپی وساتلو د هغه کس د هرې ورځې له اعمالو څخه يو قراط کميږي مګر د کرهنې د فصل ساتلو ،د کورنيو ځناورو نيولو او په بل روايت کې راغلي مګر دا چې د کرهنې د فصل ساتلو ، دام نيولو او يا د ښکار د پاره وي .

وقال النووي رحمه الله :

” أَنَّهُ يَحْرُم اِقْتِنَاء الْكَلْب بِغَيْرِ حَاجَة , وَيَجُوز اِقْتِنَاؤُهُ لِلصَّيْدِ وَلِلزَّرْعِ وَلِلْمَاشِيَةِ . والأصح : أنه يجوز اقتناء الكلب لحفظ البيوت ، قِيَاسًا عَلَى الثَّلَاثَة المذكورة في الحديث ، عَمَلًا بِالْعِلَّةِ الْمَفْهُومَة مِنْ الْأَحَادِيث ، وَهِيَ الْحَاجَة”

(بې ضرورته په کور کې د سپي ساتل حرام دي ، او د ښکار ، زراعت او ځناورو نيولو د پاره جايز دی ، او د کور حفاظت هم قياس دی په دريو ذکر شویو شيانو کوم چې حاجت دی ) .

د حرمنيو عالم ابن عُثَيمِين ليکي : د ضرورت په وخت کې د کور د حفاظت او چوکدارۍ د پاره په هغه صورت کې جايز دی چې کور يې له

ښار يا کلي څخه وتلی وي او يا په صحرا کې وي .

او په کوم کور کې چې سپی وي هغه کور ته ملائکې نه ننوځي ، په حديث شريف راغلي :«لَا تَدْخُلُ الْمَلَائِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلَا صُورَةٌ» ([2] ).

يعنې: هغه کور ته ملائکې نه ننوځي په کوم کې چې سپی او تصاوير وي .

او کوم کس چې په کور کې بې ضرورته سپی ساتي او محبت ور سره لري مچي کوي يې او په غيږ کې نيسي نو دا عمل د کافر قوم سره تشبح ده ځکه چې دا کار د کافرانو له عاداتو څخه يو عادت دی .

«من تشبه بقوم فهو منهم» د حديث شريف په وعيد کې شامل دی.

د سپي لاړې او پسخورده د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد نجس ده .

دوهم : په کور کې د ساه لرونکو تصويرونو ځړول او مجسمو ساتل حرام دي  .

په حديث شريف راغلی : « يَا عَائِشَةُ، أَشَدُّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الَّذِينَ يُضَاهُئونَ بِخَلْقِ اللَّهِ » ([3]).

ژباړه: ای عايشې ! د قيامت په ورځ له خلکو څخه سخترين عذاب هغو کسانو ته ورکول کيږي چې دوی کوښښ کوي د الله تعالی د خلقت په مثل شی جوړ کړي  .

کوم کور کې چې مجسمې وي هغه کور ته ملائکې نه ننوځې ، ځکه دا د کافران سره مشابح عمل دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي: «لا تدخل الملائكة بيتا فيه

تصاوير أو تماثيل»([4]).

يعنې : په کوم کور کې چې تصاوير او مجسمې وي هغه کور ته پريښتې نه ننوځي .

د نجونو د نانځکو په اړه د فقهاؤ اختلاف دی ځنې وايي دا په مجسمو کې نه راځي او ځنې وايي دا هم په مجسمو کې شامليږي . فتاوی المحمودي حنفي پلاستکي نانځکې هم په مجسمو کې داخلې کړي دي ([5]).

د ساه لرونکو تصويرونو او مجسمو بيع او تجارت کول حرام دي ځکه د اسلامي شريعت عامه قاعده ده کوم شی چې حرام وي د هغه بيع او تجارت هم حرام وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – رواه البخاري :۲۳۲۲ .

[2] – رواه البخاري ۳۲۲۵ و مسلم ۲۱۰۶ .

[3] – رواه البخاري و مسلم .

[4] – رواه مسلم ۲۱۱۲ .

[5] – فتاوی المحمودي حنفي ۳/۲۱ .

(Visited 136 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. رحمت الله شاکر

    زموږ زینی وروڼه د خپلو مردګانو لکه پلار ورور او یا داسی نورو اقراباوو عکسونه په خونو کی رازوړندوی او یا یی په جیب کی ورسره ګرزوی دا سنګه عمل دی ایا مرده ته خو به په دی عمل سره تکلیف نه وی ؟؟؟؟
    ————————
    ځواب :د ضرورت پرته د ساه لرونکو تصويرونو ځړول او په جيب کې ګرځول جواز نلري ، ضرورت لکه تذکره ، پاسپورت او نور .

اترك تعليقاً