د اسلامي لارښود چلونکو ته ! اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
زه ډير خلک وينم چې په بيړه لمونځ کوي خصوصاً د دواړو سجدو په مينځ جلسه صحي نه ادا کوي د چرګ د ټونګې په شان سجده کوي د داسې لمانځه حکم څه دی مهرباني وکړئ په دليل ځواب راکړئ – مننه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د دواړو سجدو ترمينځ ناسته يا جلسه د امام مالک ، امام شافعي او مام احمد په نزد فرض ده د لمانځه رکن بلل کيږي ، د احنافو څخه د امام ابوسف په نزد فرض ده ، د امام ابوحنيفه په نزد سنت او د متخرينو احنافو لکه ابن عابدين او نورو په نزد واجب ده .
په دليل د دغه حديث شريف چې بی بی عايشه رضی الله عنها له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې : « كان النّبيّ صلى الله عليه وسلم إذا رفع رأسه من السّجدة لم يسجد حتّى يستوي جالساً »
يعنې کله به چې نبی کريم صلی الله عليه وسلم د سجدې څخه سر پورته کړ تر هغه پورې يې بله سجده نه کوله څو کيناستلو او بدن به يې ښه تکرر ونيولو .
خلاصه : د جلسې حکم د متخرينو احنافو په نزد واجب دی کله چې واجب قصداً ترک شي لمونځ فاسد دی ، کوم کسان چې د چرک د ټونګي په شان لمونځ کوي لمونځ نه صحي کيږي ځکه جلسه او قومه واجب او د ارکان په اطمنان او سکون ادا کول واجب دي د واجب په سهواً ترک کولو باندې سجده سهوه لازميږي او په قصداً ترک کولو يې لمونځ فاسديږي .
جاء فی موسوعة الفقهية (هئيت کبار علماء اسلام ) :
الجلوس بين السّجدتين :
ذهب المالكيّة ، والشّافعيّة ، والحنابلة إلى أنّه ركن ، لما روت عائشة رضي الله تعالى عنها قالت : « كان النّبيّ صلى الله عليه وسلم إذا رفع رأسه من السّجدة لم يسجد حتّى يستوي جالساً » . وقال أبو يوسف من الحنفيّة بفرضيّته .
وهو سنّة عند الحنفيّة في المشهور من المذهب ، وروي وجوبه . يقول ابن عابدين : وهو الموافق للأدلّة ، وعليه الكمال بن الهمام ومن بعده من المتأخّرين . (الموسوعة الفقهية )
و الله اعلم
آن لاين اسلامي لارښود