په روژه کې نسوار او چيلم سګريټ څکول څه حکم لري ؟

السلام علیکم! هیله ده، چې روغ او جوړ به وی. زه یوه پوښتنه لرم هغه داسې چې: په روژه کې نسوار اچول څنګه دي؟ روژه ورباندې ماتیږي؟ ما دلته یو کس سره بحث وکړ هغه ویل، چې نه پرې ماتیږي. ستاسو د ځواب په هیله. شاولی ضياء

په نسوارو باندی روژه ماتیږی اوکنه؟
حکمت الله له کابل څخه:
په څيلم څکولو باندې روژه ماتيږي او که نه – عبدالله
ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په نسوارو ، چليم او سګريټ څکولو سره روژه ماتيږي .

محمود الفتاوي ليکي :

نسوار روژه ماتوي ځکه په هغه کې د جذب قوت ده که چيرې هغه يو غير معتاد شخص په خوله کې واچوي ګنګس کيږي ، نو معلوم شول چې هغه له خولې څخه دماغ ته جذبږي او همدارنګه د حل کيدو وروسته حلق ته رسیږي.

په چيلم څکولو سره روژه ماتيږي (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۲۹۲ ) .

کما فی الشامی و به علم حکم شرب الدخان و نظمه شر نبلالی فی شرحه : و يمنع من بيع الدخان و شربة و شاربه و الصوم لا شک يفطر و يلزم الکفارة .. نافعاً کذا دافعاً شهوات بطن .

همدارنګه په نسوارو باندې روژه ماتيږي (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۲۹۳ )

کما فی الشامی : يمنع بيع الدخان و شربة و شاربه و الصوم لا شک يفطر :

و جاء في الفتاوی الاسلام سوال جواب و اللجنة الدائمة رقم الفتوی (152586) :

الشمة مفسدة للصوم ، لأنها إذا وضُعت في الفم ، فإنها تتحلل وتدخل منها أجزاء إلى الجوف مع الريق .
وقد سئل علماء اللجنة الدائمة :
ما حكم شرب مادة الشمة عامة ، وما حكم من يتعاطاها في نهار رمضان خاصة ، وهل هي تفطر الصائم في نهار رمضان ؟ مع العلم أن بعض سكان تهامة قحطان يستخدم الشمة في نهار رمضان ويدعون أنها لا تفطر .
فأجابوا : ” الشمة مادة خبيثة ؛ لأنها مركبة من مواد خبيثة محرمة ، واستعمالها من الصائم مع ما فيه من الإثم يبطل صومه كسائر استعمال المواد المفطرة .
وبالله التوفيق ، وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم “انتهى” .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 117 times, 1 visits today)