په ودونو کې نا روا دودونه او بدعتونه

۱- د نا محرمو او بيګانه ښځو په مينځ کې د زوم درول ، ناوی او زوم يو ځای دروي يا هغه پر يوه تخت کښينوي په داسې حال کې چې نا محرمې ښځې هم سره را ټولې وي .

۲- په ځنو سيمو کې دا رواج دی چې ناوی ته د زوم د کور مشر ور وستل تر څو هغه ته بوټ ور پښو کړې يا د هغه پر سر شال اچول ددې د پاره چې بيا د ناوی تابع شي .

۳- د ناوی موټر ، اوښ يا سورلۍ ته د چرک يا پسه حلالول او بيا هغه د حيوان په وينه سره کول او دا وينه مبارکه ګڼل .

اصلاً د نکاح د شکر ادا لپاره همدا وليمه کفايت کوي ، بيا هم که د الله تعالی د نعمت د شکرانې لپاره کوم حيوان ذبحه شي باک نلري ، مګر که ددې لپاره حيوان ذبحه کوي چې ناوې مبارکه شي ، ضرر دفع شي او د حيوان په وينه باندې سورلي سره کوي دا شرکي عقائد دي واجب ترک دي.

۴- د واده په دريمه د کور کلی ښځو او خلکو ته د دريمې يا تخت جمعی په نوم ډوډۍ کول .

۵- د نکاح د تړلو پر مهال د پردي سړی د ناوی له لخوا د پلار نيول او بيا هغه په درواغو د هغې په لکونو مهر مقرروي چې يوه روپۍ هم ناوی ته د مهر په توګه نه ورکول کيږي ، او دغه د درواغو پلار پخپله خوښه په داسې حال يو د بل په نوم بخښې چې يوه روپۍ هم په لاس کې نه لري ، دا ټول په اسلامي شريعت پوري ملنډې وهل ، بدعت او د ناوی د حقوقو پيمالول دي .

۶- په ودونو کې د ساز او سرود ، رقاصو او ډمو نڅول ، پر هغوی باندې روپۍ شيندل ، او په دې نا روا عمل خرچ کول د اسلامي شريعت خلاف عمل دی .

۷- په ودونو کې بې ځايه ډزې کول چې له يوې خوا اسراف او بل پلوه خطر دی .

۸- د محرم په مياشت کې واده منحوس او نا روا ګڼل .

۹- د واده د پاره د ځنو مياشتو او يا ورځو غوره او نيکمرغه ګڼل او په ځنو وختونو کې بد کڼل .

۱۰- ناوی نغري يا تنور ته بول .

۱۱- په ناوی باندې ميخ ټکوهل ( تر څو هغه په کور کې ميخ او ثابت قمه وي ) .

۱۲- د ناوی د پاره پخپل پلو پورې ګاڼۍ غوټه کول .

ټول اسرائيلي ، د اسلام نه مخکې د جاهليت زماني بودائي او زردشتي کړنې او بدعات دي چې ټول واجب ترک دي[1] .

[1] – نا روا دودونه او بدعتونه ص ۵۸-۵۹ .

(Visited 210 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. الله مو کامیابه او بریالی لرهريا،هیله ده چی هرمسلمان دغه لیکه نورو مسلمانانوته ورسوی.

اترك تعليقاً