د اسلامي نکاح لمانځل په بې شرمۍ او خرافاتو

۱- بې شرمه موسيقي :

په ننيو هوټلونو کې موسيقي په داسې ځناورۍ او بې شرمه مستۍ سره رواج لري چې حتی دوه کسان يو د بل آواز هم نه اروي ، د خپلوانو او ملګرو تر مينځ د احوال پرسۍ هيڅ موقع نه وي ، د ډمانو د پاره لاوسپيرونه په لوړ آواز لګېدلي وي او د دين نه ناخبره ځوانان ورته رقصيږي د نکاح محفل د يوې بې حيا رقصخاني شکل لري چې هيڅ اخلاق او انسانيت پکې نه وي ځکه داسې د ځناورۍ حالت يې برابر کړی وي چې خلک یوازې د ډمانو او رقصانو سيل وکړي او پخپلو کې هيڅ خبرې ونه کړي ځکه که خبرې کوي هم نو يو د بل آواز نه اروي .

او يا هم په کورونو دغه شان محافل برابروي چې بيا د دوی د وحشت او ځناورۍ له لاسه ډيرې کورنۍ له خوبه وتلي وي او هغوی دوی ته بد رد او ښيراوي کوي .

۲- تبذير ( په حرامو کې د مال مصرفول) :

په اسلامي شريعت کې تبذير حرام سخته ګناه ده چې په قرآنکريم کې تبذير کوونکي د شيطان وروڼه ښودل شوي دي [إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُواْ إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ ]

يعنې په حرامو کې د مال مصرفوونکي په معنوي لحاظ د شيطان ملګري ، هم فکره او هم لارې دي چې شيطان هم خلک حرامو ته بولې او دا کسان هم خپل مال مصرفوي او خلک په ګناه اخته کوي .

په دې محافيلو کې د ډمانو اجرت ورکول د لنډغرو اتڼ چيانو نازول او د فلمبردارۍ اجرت ورکول تبذير بلل کيږي .

۳- اصراف : معلومه خبره ده چې د نکاح په ځنو محافلو کې بې حده اصراف روان دی ،په داسې حال کې چې په ټولنه کې مو زياته بې وزلي ده .

۴- تصويرونه او فلمبردارۍ :

د نکاح په محافلو او خصوصاً هوټلونو کې د نارينه او ښځو ، ډمانو او اتڼ چيانو تصويرونه او فلمبردارۍ تر سره کيږي چې دا عمل يې تر ټولو ستر منکر او فحشاء ده ځکه ددې فلمونو څوک ضمانت کولای شي؟ چې نورو خلکو ته به نه رسيږي چې وروسته دا د يوه فلم په حيث کارول کيږي ، د نامحرمو نارينه او ښځو سيل به پکې کيږي ، په داسې شان چې يو کس به يې له خپل ناموس نه خبر نه وي خو د ده د ښځې فلمونه به په نورو کورونو کې کتل کيږي .

داسې هم ويل کيږي چې اوس مهال د ځنو ودونو د محافلو فلمونه آزاد بازار ته راوتلي دي چې دا ډير ستر او اعظيم فساد دی .

او هغه کسانو ته چې غواړي په خلکو کې بې شرمي منکرات او فحشاء خواره کړي د سخت دردوونکي عذاب خبرداری ورکړ شوی دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : [إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ ][1].

ژباړه : کوم کسان چه غواړي د مسلمانانو په ډله کې فحشآء خوره کړي شته دغو (کسانو ) ته په دنيا او آخرت کې سخت دردوکی عذاب .

۵- بې حجابي :

په دغو محفلونو کې خصوصاً هوټلونو کې ځنې ښځې نيمه بربنډې او سر لوچې وي .

او همدارنګه د ودونو په هوټلونو کې يا د محارمو پرته نورو ځايونو کې د جامو بدلول .

رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه مې اوريدلی چې فرمايل یې: « أَيُّمَا امرَأَةٍ وَضَعَت ثِيَابَهَا فِي غَيرِ بَيتِ زَوجِهَا فَقَد ‏هَتَكَت ‏سِترَ مَا بَينَهَا وَبَينَ اللَّه »[2] .

يعنې: هرې ښځې چې د خاوند د کور نه بغير بل ځای خپلې جامې ويستلې يقيناً هغې د خپل ځان او الله پاک تر منځ پرده څيرې کړی ده.

۶- د اسلامي شريعت د عظيم حکم پيمالول :

اکثره خلک په داسې فاسدو محافلو کې لمونځ نه کوي ځکه دا د شيطان مجلس او محفل وي چې د الله تعالی ياد بالکل په کې نه وي نو داسې شيطاني محافل په ضعيف الايمانه خلکو ژر تأثير کوي هغوی خپل ستر څښتن له ياده باسي او لمونځ نه کوي ، د شرابي په څير په خپله مستۍ کې ډوب وي .

ای افسوس چې اسلامي نکاح په بې شرمۍ او جاهليت بدرګه کيږي !!!

و ما علينا الا بلاغ

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – سوره النور:۱۹ .

[2] – صحيح أخرجه الترمذي وابن ماجه.

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً