الحمد لله رب العالمین والصلوت و السلام علی سیدالمرسلین
اما بعد :اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
سوال : اگر امام به وقت شروع کردن نماز دست های خود با گوشها گرفته نیت میخواند و تکبیر تحریمه وقتیکه دست ها را زیر ناف بسته میکند میخواند ، وقتیکه به رکوع میرود تکبیر درحالت رکوع میخواند ، سمیع الله لمن حمیده در حالت استادن میخواند وایضا تکبیر در حالت سجده میخواند .
تکبیر قسمتی ان ( الله ) به اواز بلند و ( اکبر ) خفیه میخواند .
لطفا فتوا بدهید که امامت شان چطور خواهد بود .
والسلام – عبدالله خان
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول- تکبير تحريمه د لمانځه رکن دی ، د تکبير تحريمه پرته لمونځ نه صحي کيږي ، د لمانځه شروع له تکبير تحريمه څخه کيږي ، لمونځ کوونکی به نيت کوي ، قبلې ته به ځان مخامخ کړي تر غوږونو پورې د لاسونو پورته کولو سره سم به (الله اکبر) ووايي .
داسې چې لاسونه پورته کړي او بيا خپل لاسونه تر نامه لاندې ونيسي او بيا تکبير وايي صحی نه دی ځکه د لمانځه پيل په تکبير تحريمه (الله اکبر) سره کيږي .
«مِفْتَاحُ الصَّلاةِ الطُّهُورُ ، وَتَحْرِيمُهَا التَّكْبِيرُ ، وَتَحْلِيلُهَا التَّسْلِيمُ » (حديث صحيح ).
۲- په رکوع او سجده کې د انتقالات تکبرونه د انتقال پر مهال لوستل کيږي نه په رکوع او يا قومه کې ، کله چې له قيام څخه رکوع ته ځي دغه مهال به (الله اکبر) وايي . او کله چې د قومې څخه سجدې ته ځي دغه مهال به تکبير (الله اکبر ) وايي نه دا چې په رکوع او سجده کې تکبير له تسبيح سره يو ځای کړي .
او ددې علت بيړه ده او داسې لمونځ د ترتيب او طمانيه پرته لمونځ دی ، د ارکانو په ادا کولو کې ترتيب او طمانيه واجب دی او د هغه قصداً ترک کولو سره لمونځ نه صحي کيږي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله