په لمانځه کې خشوع د لمانځه حقيقت او جوهر دی ، د خشوع معنی په لمانځه کې د قرآئت ، تسبيح او دعا ويلو پر مهال د زړه حضور او د اندامونو سکون دی .
او په لمانځه کې خشوع افضلترين عبادت او د نجات وسيله ده ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : [قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ • الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ} (المؤمنون).
او د چا په لمانځه کې چې خشوع وي هغه به د عبادت او ايمان په خوند پوه شي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل : “وجعلت قرة عيني في الصلاة”(النسائي 3940).
د «قرة العين» معنی :خوشحالي ، سعادت او د عبادت سره مينه او د هغه څخه خوند او لذت اخيستل دي .
د خشوع فضيلت
https://dawat610.com/archives/8800
د خشوع اسباب
https://dawat610.com/archives/8791
آن لاين اسلامي لارښود
(Visited 31 times, 1 visits today)
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله