د قربانۍ نصاب او مسائل

د تولوخخه وراندی یوتحفه نبوی وراندی کوم چی عبارت دی له:السلام علیکم ورحمته الله وبرکاتو.خدای دی وکری چی روغ اوجوریاستی .
پوشتنه:زماپلار(6)ورونه دی.هریویی بیل دی.اوهریو تره می  170000یا 200000پوری قرض لری زماپلار هم170000کلداروپوری قرض لری.او زه پخپله 50000کلداری ماش(تنخواه)لرم او زه غوارم چی خپلی نیا(دپلارمور)ته می قربانی ونیسم صحیح ده چی ترونه می سره دپلارمی قرض داره دی خوکه هغوی وغواری دا قرض خلاصه وای هم شی خوهغوی په خپلوپیسو خپل کارونه پرمخ بوزی مثلا:یوتره می زان ته په 30000 کلداری موبایل اخیستی نو که قرض خلاصه ول غواری نوپدی قیمت بیه موبایل دی سه کوی ولی ارزان بیه نه اخلی.
لنده دا چی په دنیا کی هیسوک هم بی قرضه نه شته البته خو زه اوس دموره وس لرم چی نیا ته قربانی و نیسم
که په تفصیل سره مو جواب راکر شه به وی.
خدای دی اجرونه درکری

مسافر ناصري

————————————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : قرباني په هغه چا باندې واجب ده چې مالک نصاب وي يعنې د ۵۹۵ ګرامو سپينو زرو برابر قيمت د ضرورت څخه علاوه پيسی ، د استوګن ځای ، اضافي لباس او اضافي سامان ولري .

د زکات او قربانۍ د نصاب تر مينځ دا فرق دی چې د قربانۍ د نصاب د پاره هغه څه هم نصاف بلل کيږي چې په هغه کې زکات نه کيږي لکه د کور اضافي سامان ، د استوګنې څخه علاوه بل کور ، د کور د پاره اخيستل شوي موټر و غيره .

و شرائطها الاسلام و الاقامة و اليسار ( اليسار بان ملک مائتی درهم او عرضا يساويها غير مسکنه و ثياب اللبس او متاع نحتاجه ) الذی يتلق به وجوب صدقة الفطر ( الدرالمختار ۶ / ۳۱۲ – کفايت المفتي ج ۸ ص ۱۷۳ ) .

او بل دا چې د زکات د نصاب د پاره د کال پوره کيدل شرط دي مګر د قربانۍ د نصاب د پاره د کال پوره کيدل شرط نه دي بلکي که څوک د اختر په ورځ مالک نصاب وګرځي قرباني ورباندې واجبه ده ( فقه مُيسر مولانا شفيق الرحمن ندوي ص ۱۸۱ ) .

دوهم : او که څو وروڼه شريکان وي او د دوی مشترک مال دومره قيمت ولري چې د قرضې ادا کولو نه پس د هر يوه حصه د نصاب برابر وي نو په هغوی کې پر بالغانو قرباني واجب ده او په نابالغانو واجبه نه ده . او په چا چې واجب وي نو په هر يوه به واجب وي داسې نه شي کيدای چې مثلاً څلور وروڼه په يوه قربانۍ کې شريک شي بلکې په کومو چې واجب وي هغه به هر يو ځانته قرباني کوي يا پسه ، وزه او يا د غوا او اوښ په اومه حصه کې به شريکيږي .

تجب علی حر المسلم مقيم موسر يسار الفطر عن نفسه لا عن طفله (الدرمختار ج ۶ ص ۳۱۵ ) .

تجب شاة او سبع بدنة هی الابل و البقر سميت به لضخامتحا ( الدرالمختار ج ۶ ص ۱۳۵– کفايت المفتي ج ۸ ص ۱۷۴ )

دريم : قرباني به هر مالک نصاب واله د خپل طرف نه کوي ، په هغه باندې د بل کس پلار ، ورور ، کاکا ، نيا وغيره قرباني واجب نه ده مګر که په خپله خوښ د کوم قريب د پاره قرباني وکړي ثواب لري

تجب علی حر المسلم مقيم موسر عن نفسه ( الدرالمختار ج ۶ ص ۳۱۵ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

د قربانۍ نور تفصيل او مسائل دلته وګورئ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً