بعض ديني عالمان ليكي هغه أعمال يا مراسم جه د إسلامي أحكامو ضد نه وي بدعة حسنه دى لكه شل ركعة تراويح په جماعت سره جه عمر (رض) يي حكم كرى په داسى حال كى جه ديني أحكام خو د نبي صلي الله عليه وسلم په مبارك ژوند كى مكمل شوي وو٠نو كه د مبارك ميلاد محفل دقران ختم أو د سيرت مضامينو ته وقف شي حرج يي كوم دى؟
عبيد الله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د بدعت حسنه په اړه د فتاوی علماء البلدالحرام قول راجح او د احتياط څخه ډک دی چې ليکي :
بدعت که ښه (حسنه) يا بد (سيئه ) وي ګناه ده ، بدعت هر هغه عمل دی چې د ثواب او عبادت په نيت تر سره شي خو په اړه يې په قرآن او سنتو کې څه اصل نه وي بدعت بلل کيږي ، مګر هغه امور او د وسائلو اختراعات چې د انسان په ژوند کې مينځته راځي د خير د پاره وي مباح دي .
شل رکعته تراويح د خلفاء راشدينو سنت دي جناب حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په هغه باندې حکم کړی دی او نورو صحابه کرامو ور سره موافقت کړی دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې زما سنت او د خلفاء راشدينو سنت ټينګ ونيسئ .
د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د احاديثو په استدلال -چې فرمايي: «عَلَيكُم بِسُنَّتي وَ سُنَّةِ الخُلَفاءِ الرّاشِدينَ المَهدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيها بِالنَّواجِذِ، وَ إيّاكُم وَ الأُمُورَ المُحدَثاتِ»: [2]
(زما په طريقه او په طريقه د خلفای راشدينو منګولې ونيښلوی او هغه ټينګ ونيسئ او له نويو امورو څخه پرهيز وکړﺉ )
هغه عبادت چې د الله تعالی د حکم مطابق نه وي او له پيغمبرصلی الله عليه وسلم او خلفاؤ نه ثابت نه وي بدعت بلل کيږي
د ميلاد لمانځنې د پاره شل رکعته تراويح نشي دليل کيدای ، شل رکعته تراويح د خلفاء راشدينو سنت دي ، مګر ميلاد لمانځل بدعت دی ، ځکه دا عمل نه صحابؤ کړی ، نه تابعينو ، نه تبع تابعينو او نه هم د مذاهبو امامانو کړی دی ، دا عمل د شپږم قرن اختراع ده چې مرجع يې شعيه بلل کيږي له هغوی څخه نقل شوی دي .
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارک سيرت ، کردار او اعمالو ياد د مسلمان د ۲۴ ساعته ژوند سره تړلی دی د هغه حق په ټول کال کې په يوه ورځ غونډه جوړولو ، او سيرت بيانولو نه ادا کيږي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
[2]احمد (4/126)، ابو داود(4607)، الترمذي (2676) ، و ابن ماجه (42، 43)، او ابن حبان په «صحيح» (5)، حاكم 1/174-177(3298- 333)