مود لمانځل په لاندې دلائلو بدعت دی
اول – د مولود لمانځل له جناب رسول الله صلی الله عليه څخه عملاً ، قولاً او تقريراً نه دی ثابت شوی او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم زمونږ لپاره قدوه او امام دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ … ]([1]) .
ژباړه : او هغه څه چې رسول يې تاسې درکوئ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ .
او الله سبحانه وتعالی فرمايي : [لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ …] ([2]).
ژباړه: یقینًا چې تاسو لپاره د الله په رسول كې ډېره ښه بېلګه او اقتدا ده.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو ردّ» ([3])
دوهم – د مود لمانځل له خلفاء راشدينو او صحابه کرامو څخه نه دي ثابت شوي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : عليكم بسنتي و سنة الخلفاء الراشدين المهدين من بعدي ([4])
دريم – د مود لمانځل اهل بدعت رواج کړی دي چې لومړي رواج کوونکي يې فاطميون ، عبيدون دي کوم چې په شپږم هجري قرن يې رواج کړی او هغه يې په درواغو بی بی فاطمه رضی الله عنها منسوب کړی دی، چې هيڅ حقيقت نلري([5])
څلورم – د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم سره محبت د هغه اتباع ده نه دا چې په ټول کال د هغه يوه ورځ مولود لمانځي او بيا د محبت ادعا کوي ، محبت خو د هغه متابعت کول دي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ..] (آل عمران :۳۱) .
ژباړه : (اى نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ.
مفتي اعظم احناف کفايت الله رحمه الله په کفايت المفتي کې ليکي :
د ميلاد نبي د مجالسو مروج شکل چې د شپي قيام کوي نعتونه وايي ، او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د پيدايښ ياد کوي بدعت دی ځکه داسې مجلس جوړول او دا ډول د شپې قيام نه د صحابو په زمانه کې وو، نه د تابعينو او نه هم د تبع تابعينو په وخت کې ددې هيڅ وجود نه وو او نه هم په شريعت کې ددې څه ثبوت شته «ان عمل المولود بدعة لم يقل و لم يفله رسول الله صلی الله عليه وسلم و الخفاء ، و الائمه»کذا في الشرعية ص ۱۶۴ ).([6])
فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي :
ميلاد نبي بدعت دی او هغه خلک چې وايي مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت بيانوو آيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم په امت باندې صرف دغه حق دی چې په ټول کال کې د هغه صرف يو ورځ هغه هم نماشي ذکر يا د درواغو او رښتيا رسالو په بيانولو وشي او بس ، ای افسوس د مسلمانانو فرض خو دا دي چې ټوله ورځ يي رسول الله صلی الله عليه وسلم په ياد وي ځکه مسلمان ته خو ټوله ورځ د قرانکريم او سنتو احکام او ارشادات متوجه دي ، په عباداتو ، معاملاتو ، اخلاقو کې د هغوی صلی الله عليه وسلم ارشادات عملي کول دي ([7]) .
همدارنګه فتاوي علماء البدالحرام ليکي :
جشن ميلاد بدعت دی ځکه چې په خيرالقرون کې ددې هيڅ ثبوت نشته
ځنې علماء وايي دا جشن د لومړي ځل د پاره په څلورم قرن کې د اهل تشيع فاطمي ډلې لخوا مينځ ته راغی چې ځنو د دين څخه نا خبرو اهل
سنت د هغوی تقليد وکړ او وروسته دغه بدعت په خلکو کې خپور شو .
په اسلامي مسئولينو دا واجب ده چې ددې ډول بدعاتو مخه ونيسي او پرېنږدي چې څوک ددې ډول مجالسو او جشنونو د پاره دعوت کړي او دا د ټولو مسلمانانو وظيفه ده تر څو د بدعت پر وړاندې مبارزه وکړي او
هغه څه چې د اسلامې شريعت خلاف دي له مينځه يوسي([8]) .
و جاء في فتاوی اللجنة الدائمة :
إقامة احتفال بمناسبة مولده صلى الله عليه وسلم لا يجوز لكونه بدعة محدثة لم يفعلها رسول الله صلى الله عليه وسلم ولا خلفاؤه الراشدون ، ولا غيرهم من العلماء في القرون الثلاثة المفضلة .([9])
آن لاين اسلامي لارښود
([4]) – رواه أبو داود والترمذي وقال: حديث حسن صحيح.
– نور السنة / سعيد بن علي بن وهف القحطاني( [5])
([7]) – فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۷۷
([8]) – فتاوي علماء البدالحرام – مجموع فتاوی و مقالات متنوعة (۴/۸۱).
ډیره زیاته مننه ستاسوله زحمتونوڅخه مکمل ځواب مو ورکړی دی الله داجرونه په دنیا اوآخرت کی درته نصیب کړی. په قلم موبرکت شه او په علم کی دی الله درته زیادت واچوی. په آخر کی که وخت ولری یوه بله پوشتنه هم ډیر ځله ذهن ته راځی هغه داچه:دجنازی په لمانځه کی چی اللهم صلی … وایو نو آیا دا داسی درود دی لکه په عادی لمانځه کی یی چی وایو اوکه وسلمت ورحمت وترحمت هم پکی شته؟ اویا په سبحانک اللهم کی وجل ثناءک شته اوکنه ؟ که دعادی لمانځه په قسم ده. که نقلی دلیل پیداکړی شی ډیره مهربانی به مو وی. یو چاراته ویلی وو چی دابعغی علماوو زیات کړی دی.
ستاسو ورور حکمت الله