خپل حق په پټه اخيستل جايز دي ؟

سلام علیکم محترموداسلامی انلاین چلونکو الله دی ستلسو به کی برکت واچوی رما یوه پوښتنه ده که یوسړی یوچاته کار وکړی اودغه کارکونکی پوهیژی چه دغه صاحب العمل ماته چه څه می حق کیژی نه راکوی نوعامل داسی کولی شی چه صاحب العمل روفی ورکړی اوورته ووایی چه ورشه چه څه په کاروی رایی وړه نوعامل خپله اوجوره په لژپه سوداکی زیاتی کړی مثال د۲۰ دینارو سودا وی نوصاحب العمل ته ووایی چه د۳۰ دینارو سامان دی اوبیا وروسته صاحباعمل ورته څه ناڅه دلاس مزدوری ورکړی داورته حلالی دی اوکه نه دستاسو دزرځواب په ّهیله

ناصري

الجواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې باره کې د فقهاوو دوه قولونه دي :

لومړی قول دا دی چې د امانت خيال ساتل په کار دي او کچيرې يو څوک له کوم کس سره خيانت وکړئ نو دی به له هغه سره خيانت نه کوي نظر په لاندې دلائلو :

قال الله تعالى : ( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا ) النساء /58 .

وقال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( أَدِّ الْأَمَانَةَ إِلَى مَنْ ائْتَمَنَكَ ، وَلا تَخُنْ مَنْ خَانَكَ ) . رواه الترمذي (1264)  يعنې : چا چې تا ته امانت سپارلی وي د هغه خيال ساته ، او چا چې ستا سره خيانت وکړ ته د هغه سره خيانت مه کوه

اللجنة الدائمة په اړه ليکي :

وسئلت اللجنة الدائمة : عن رجل يعمل في بقالة وصاحب العمل لا يعطيه راتبه إلا كل أربعة أشهر أو ستة ، فهل يجوز له أن يأخذ راتبه الشهري من أموال البقالة التي يعمل بها بدون علم صاحبها ؟

د لجنې څخه د يوه سړي په باب پوښتنه شوي ده چې هغې د بقالی کار کولو د هغه مالک څلورو يا شپږ مياشتې د هغه اجرت ځنډوي نو هغه ته دا روا ده چې خپل د بقالی کار مياشتنې اجرت د مالک څخه په پټه واخلي .

فأجابت : لا يجوز لك أخذ راتبك من البقالة التي تشتغل فيها بدون علم صاحبها وإذنه لك بذلك ، وعليك بمطالبة صاحب العمل بمرتبك ، فإن أبى فإنك تقوم برفع شكايتك إلى الجهة المختصة لتلزمه بذلك اهـ . “فتاوى اللجنة الدائمة” (15/145)

 نه هغه ته دا رواه نه ده چې د خپل کار حقوقو د مالک څخه په پټه يا د هغه د اجازې پرته واخلي ، هغه بايد د خپل مالک څخه د حق غوښتنه وکړي ، او خپل شکايت دې مربوط مقام ته پيش کړي .

دوهم قول دا دی چې د چا پر چا باندې حق وي هغه په پټه سره هم ور څخه اخيستلای شي دليل لاندې صحيح روايت دی :

عائشه رضي الله عنها روايت کوي چه: «أنَّ هنداً بنت عتبة قالت: يا رسول الله إنَّ أبا سفيان رجل شحيح، وليس يعطيني ما يكفيني وولدي إلاَّ ما أخذت منه وهو لا يعلم، فقال: خذي ما يكفيك وولدك بالمعروف» (متفق عليه ) .

د عقبه لور (هند ) وويل : ای رسول الله صلی الله عليه وسلم ! ابوسفيان يو بخيل سړی دی ، او ماته دومره شی چې د ځان او اولاد مې کفايت ورباندې وشي نه راکوي ، مګر څه چې زه يې د هغه له مال څخه اخلم هغه ور باندې نه پوهيږی (په پټه يې اخلم ) ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هغه څه چې د تا او ستا د اولاد دپاره کفايت کوي او اسراف پکې نه وي واخله ولو که هغه ورباندې پوه نه شي (ځکه د ښځې او اولاد نفقه پر خاوند واجبه ده ) .

فتاوی دارالعلوم ديوبند ليکي : د چا چې پر چا باندې حق وي هغه په زور يا پټه و غيره سره اخيسل هم جايز دي .

قال الشامی فی الباب حد السرقة فاذا ظفر بمال مديونه له اخذ د يانة بل اخذ من خلاف الجنس علی ما ذکره قريباً ( شامي ج ۳ ص ۲۱۸ نقل فی الفتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۸۸۷ ) .

د اهل سنت والجماعت علمي تحقيقاتې منبع الشبکة اسلامية په دې مسئله کې د اوږد بحث او د مذاهبو د امامانو د نظرونو تر بيان وروسته ليکلی دی چې خپل حق په پټه اخيستل جايز دی مګر غوره والی د امانت په خيال ساتلو کې دی .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً