انټرنټې تجارت څه حکم لري ؟

پوشتنه می داده چي ایا د مایکروسافټ او داسی نور شرکتونو سره قراداد کول له هغوی څخه IP ادرس اخیستل او داسی نور …..

او کوم سافټویرونه چي په انګلیسی ژبه دی هغه په خپله ژبه اړول لکه ایران چي  ( ویندوز  ) او داسی نور سافټویرونه په خپله ژبه جوړ کړی او مایکروسافټ شرکت ته میاشتنی فیس ورکوی او کوم کسان چي په انګلیسی نه پوهیږي نو په خپله ژبه په کمپیوتر کی اداری کارونه کوی

ایا داسی قرار داد له کفارو سره کول تر څو خپل ولس په خپله مورنی ژبه ټول کارونه په کمپیوتر تر سره ایا همداسی قرار داد له کفارو سره څرنګه ده

مایکروسافټ چي د نړیوال جال سرپرست ګڼل کیږي .

امين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

انټرنټې تجارت د معاصرو فقهاؤ په نزد جايز دی په شرط ددې چې په شرعي ضوابطو برابر وي .

په هغه کې سودي لين دين ، چل او فريب ، د منکراتو او فحشاء خرول نه وي ، نرخ او جنسيت يې مشخص وي ، معامله صحي ده فرق نه کوي هغه د تېلفون ، فکس ، ايمل يا انټرنټ له لارې وي .

إذا تم التعاقد بين غائبين لا يجمعهما مكان واحد، ولا يرى أحدهما الآخر؛ معاينة، ولا يسمع كلامه، وكانت وسيلة الاتصال بينهما الكتابة أو الرسالة أو السفارة (الرسول)، وينطبق ذلك على البرق والتلكس (البريد الآلي)، والفاكس (البريد المصوَّر)، وشاشات الحاسب الآلي (الكمبيوتر)، ففي هذه الحالة ينعقد العقد عند وصول الإيجاب إلى الموجه إليه وقبوله (معاملات المعاصره ) .

(مجلس المجمع الفقهي  لرابطة العالم الإسلامي، مكة المكرمة)

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 24 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً