د تراويح په اړه څو مسائل

ښاغلی اسلامي لارښود چلوونکو لومړی ستاسی درانه مقام ته سلامونه وړاندی کوم هیله ده چی جوړاوروغ به یاست الله تعالی دی تاسی ته ددین دلوړخدمت بدله درکړی. وبعد پوښتنه می په همدی ډول ده څرنګه چی دروژی مبارکه میاشت ده نو طبعا مسلمانان دتراویح لمونځ کوی په همدی اړوند ماته یو سوال پیداشوی دی هغه داچی موږپه اصطلاح سره لنډی تراویح کوویعنی دصورتونو تراویح کوو نو په همدی ډول تیره شپه زموږ دامام څخه دتراویح په نیمایی لمانځه کښی دصورتونو ترتیب  کډوډشویعنی دوروسته صورت یی وړاندی تلاوت کړی اوبیا  دناستی پرځای ولاړ شو دریم او څلورم رکعت یی په همدی یوه نیت وکړ حال داچی موږددوه رکعته نیت کړی وو یعنی دوه شیان پاته شول یو خو ترتیب دصورتونو اوبل هم ددوه رکعته بعد ناسته نواو س نو پوښتنه داده چی ایاسجده سحوه او یا بیرته راګرځیدل لازم نه دی؟ حال داچی زموږ امام ته موږ دوترو ترمخ خبرهم ورکړ چی ترتیب اوناسته ونشول او ده هیڅ ځواب هم ونه وایی او نیت یی وکړ او موږ داسی فکر وکړ چی دی تراویح راګرځوی او موږ نیت ددتراویح پسی وکړ خووروسته معلومه شوه چی امام تراویح نه راګرځوی بلکه وترواجب کوی نوبیا وروسته بعضی کسانو ویتردسره وکړل اوبعضی ونکړل هیله لرم زما په سوال پوه شی او مفصل ځواب دویترو او تراویح دنقصان په اړه راکړی چی ایا موږبیرته ویتر راوګرځوو که نه او تراویح مو څنکه شوی صحی دی که نه والسلام

عبدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : په لمانځه کې قرآنکريم قصداً بې ترتيبه لوستل داسې چې په لومړی رکعت کې د الناس سورت او دوهم کې د لهب سورت ولوستل شي لمونځ مکروه کوي (فاسيږي نه بلکي ثواب يې کميږي ) او که په هيره سره داسې وشي باک نه لري ( فتاوي المحمودي – کفايت المفتي ) .

و  في الدر  المختار:

«‌ويُكْرَهُ الفَصْل بسورة قصيرة وأن يَقْرأَ منكوساً …وفي القنية: قَرَأَ في الأولى الكافرون وفي الثانية  ألم تر أو  تبت  ثم ذكر يتم »‌.

و في الرد:

«قوله: (وأن يقرأ منكوساً) بأن يقرأ في الثانية سورة أعلى مما قرأ في الأولى، لأن ترتيب السُّور في القراءة من واجبات التلاوة   قوله:ثم ذكر يتم) أفاد أن التنكيس أو الفصل بالقصيرة إنما يكره إذا كان عن قصد، فلو سهواً فلا  »‌(ردالمحتار:1/404. كذا في الطحطاوي علي مراقي الفلاح:ص374،البحر الرائق:2/94،

همدارنګه که دوهم رکعت له لومړي رکعت څخه اوږد شي مکروه دی .

واطالة الثانية علی الاولی مکره تنزيها (شرح التنوير ج ۱ ص ۵۶۶ ) .

دوهم :

په درمختار او شامی کې په بيان د التراويح کې راغلي دي چې که امام د ناستې پر ځای دريم رکعت ته لاړ شي او بيا څلورم رکعت وکړي په دي صورت کې دوه رکعته تراويح کيږي .

فلو فعلها بتسليمة ، فان قهده لکل شفعة صحت بکراهة و الا نابت عن شفع واحد به يفتی (ردالمختار مبحث تراويح ج ۱ ص ۶۶۰ )

ځکه تراويح په دوو رکعتونو ادا کيږي : التراويح سنت مؤکد لمواظبة الخلفاء راشدين وهی عشرون رکعة بعشر تسليمات .

دريم : د اقتداء د شروط څخه يو شرط دا دی چې د امام او متقدي نيت به يو وي ، نو که احتياطاً د وتر لمونځ وګرځوئ ښه به وي

والله اعلم

(Visited 108 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً