د افغانۍ نوي نوټونه په لوړ قيمت اخيستل څه حکم لري ؟

داسلامي لارښود درنو کارکونکو اسلام عليکم ورحمت الله امابعد زما پوښتنه پدي ډول ده چي ځني خلک داختر لپاره نوي پيسي رانيسي خو صرافان مثلا که زر افغاني له شل دالره کيژي نو نوي زر افغاني په پنځه ويشت دالره ورکوي که پدي هکله معلومات راکړي مهربا ني به مو وي

نقيب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نويو يا وړو پيسو لکه يوه ګونې ، دوې ګونې ، پنځه ګونې وغير په لوړ قيمت خرڅول دوه صورتونه لري .

اول صورت : که نوي نوټونه په افغانيو په لوړ قيمت واخلي مثلاً يو سل لس يا يو سل او شل افغانۍ ورکړي د هغه په بدل کې سل افغانۍ نوي واړه نوټونه اخلي دا صريح سود دی ، دې ډول سود ته د راکړې ورکړې سود وايي . .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : اَلذَّهَبُ بِاالذّهَبِ وَالفِضّةُ بِاالفِضّةِ وَالبُرُّ بِاالبُرِّ وَالشَّعِيرُ بِاالشَّعِرِ وَالثَّمَرُ بِاالثَّمَرِ وَالمِلحُ بِاالملحِ مِثلاً بِمِثل  سَوَاءً بِسوَاءٍ يَداً بِيداٍ (رواه مسلم )

سره زر په سرو زرو ، سپين زر په سپينو زرو ، عنم په غنمو ، وربشي په وربشو ، خرما په خرما او مالګه په مالګه باندې مساوي لاس په لاس تبادله شي .

يعنې کله چې اجناس همجنس وي نو مساوي ، لاس په لاس به تبادله کيږي

چې اوس عصر کې د سرو او سپينو رزو  د سيکو پر ځای نوټونه معامله کيږي .

الذي يدل عليه النظر الصحيح ، وهو الذي عليه عامة العلماء المعاصرين : أن العملات الورقية يجري فيها الربا قياساً على الذهب والفضة .

وذلك لأن الشرع حكم بجريان الربا في الذهب والفضة لأنهما أثمان الأشياء ، أي : كانا هما العملة التي يتعامل بها الناس قديماً (الدراهم والدنانير) فكانت قيم الأشياء تقدر بالذهب والفضة ، وقد حَلَّت هذه الأوراق النقدية محل الذهب والفضة في التداول ، فوجب أن يكون لها حكم الذهب والفضة .( موقع السلام السوال جواب )

دوهم صورت :

که چيرې نوي نوټونه په ډالر باندې په لوړ قيمت تبادله شي دا هم جواز نه لري ظالمانه معامله ده ځکه که څه هم دا معامله په سود کې نه راځي ځکه جنس يې مخالف دي .

(فَاِذَا ختَلَفَت هذِهِ الاَجنَاس فَبيعُوا كَيفَ شِءتُم اِذاَ كَانَ يداً بِيَدٍ ( رواه مسلم ). او که اجناس فرق ولري بيا چې څنګه غواړئ هسې يې معامله کړي په شرط د دې چې لاس په لاس وي .

مګر په ناحق د خلکو د مال خوړل دي چې نوي نوټونه په لوړ قيمت خرچوي ، لقوله سبحانه وتعالی (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ)

يعنې : ای مؤمنانو په خپلو منځو په نا حقه يو د بل مال مه خورئ .

ځکه دا د بانک مسئوليت چې خپل زاړه نوټونه ټول او پر ځای يې نوي نوټونه بازار ته عرضه کړي او يا د خلکو د ضرورت وړ واړه نوټونه چاپ کړي ، نه دا چې هغه په ظاليمانه توګه د يوي سودي معاملې په شکل بازار ته عرضه کړي .

نو مسلمانانو وروڼو پام کوئ چې په دې سودي معامله کې را ګير نشئ

سود اخيستل حرام هلاکونکي ګناه او الله جل جلا له  د سود خورو پر وړاندې د جنګ اعلان کړی دی .

فإن الله تعالى يقول: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ  *  فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللهِ وَرَسُولِهِ [البقرة:278-279]

ژباړه : ای مؤمنانو ! له الله جل جلا له  نه وويريږئ ، که په رښتيا مؤمنان ياست کوم سود چې پر خلکو پاتې دی هغه پرېږدئ ، نو که (دا کار ) مو و نه کړ (سود خوړل مو پرې نه ښودل ) د الله جل جلا له  او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له خوا جګړې ته چمتو شئ .

لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم آكل الربا، وموكله، وكاتبه، وشاهديه، وقال: هم سواء. (۱۵۹۸ المسلم )

رسول الله صلی الله عليه وسلم د سود خوړونکی ،ورکوونکی ،ليکونکی اوشاهدانو ته لعنت واستاوه ،اويی فرمايل چه دوی ټول په اصل د ګناه کی سره برابردی .

اجتنبوا السبع الموبقات” قيل: يا رسول الله! وما هن؟ قال: “الشرك بالله. والسحر. وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق. وأكل مال اليتيم. وأكل الربا. والتولي يوم الزحف. وقذف المحصنات الغافلات المؤمنات”. (المسلم )

يعنې د اوو هلاکونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ ، چا وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا کوم ګناهونه دي ؟ ويي فرمايل : د الله جل جلا له  سره شريک نيول ، کوډي او جادو ، په نا حقه د چا وژل کوم الله جل جلا له  په نا حقه وژل حرام کړي دي مګر په حق سره ، د يتيم د مال خوړل ، د سود خوړل ، د جهاد د ميدان څخه تيښته کول او په پاکو ښځو پسې تهمت لګول .

والله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً