خوب ليدل دری ډوله دي

اسلام عليکم
داسلامي لارښود درنوکارکونکوستاسو به ديره مهرباني وي که د خوب په هکله لږمعلومات راکرئ يعني کوم خوب صحي دي چي په کوم وخت کي وليدل شي او ايا دښځي خوب رشتياچپه مانا ورکوي مطلب څه چه وگوري د هغي بر عکس کيږي؟
مننه – ثنا

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نارينه او ښځې د خوب ليدلو تر مينځ څه فرق نشته خوبونه ليدل دري ډوله دي :

رحماني : هغه خوبونه دی چې په ليدلو يې سړی خوشحاله کيږي ټول هغه خوبونه چې سړی ور باندې خوشحاله کيږي او ښه خوبونه وي رحماني دي د الله جل جلا له  د طرفه دي چې د مؤمن د پاره زېری دی .

نفساني خوبونه : ځنې وخت چې کله انسان په کوم شي کې فکرمن وي يا يې په دوماغ بوج ورشي نو بيا په خوب کې همغه شيان په خوب وينې چې دا د دوماغ انعکاس دی .

شيطاني :ټول هغه خوبونه چې سړی يې بد ګڼي او سړی پريشانه کوي شيطاني خوبونه بلل کيږي .

نور تفصيل دلته وګورئ   https://dawat610.com/archives/3960

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً