د مؤمن خوب زېری او خبر دی

اسلام عليکم ورحت الله وبرکاته

زما يوه پښتنه ده که چرته وخت لري او راته يي ځواب ووايي نو ډير زيات به خوښ شم. پښتنه داده چې تقريبا زه له ډيره وخت په خوب کې باران وينم چې وريږي او يا هم ګورم چې باران وريدلى او ځمکه لمده وي مثلا داسي احساس کوم لګه چې څوک له کوره بهر ووځي او باران شوي وي او ځمکه لمده وي د دغي خوب تعبير که راته وښايي ډيره زياته مهرباني به مو وي تقريبا د يوې مياشتې څخه دغه خوب ګورم او بل زما يو ملګرى دي هغه هم له ما څخه تقاضا وکړه چې پښتنه يي تاسي ته در واستوم هغه داچې هغه هم خوب ليدلي او ويل يي چې په خوب کې خپي لوڅى ګرځيدم يعني په خپو مې چپړي يا بوټان نه و او خپي مي لوڅي وي نو که ددي بښتنو ځواب مو راکړ ډير به خوښ شم

کريم شينوارى او مصطفى شيرزاد له ليستر ښار انګلنډ څخه

ما خوب لیدلی دی چی یو عالم راته په یوه ورقه کی د سوالونو ځوابونه راکړی او راته ووایی چی ستاسی سفارش را مو لوی صاحب کړ ی دی که ددی راته څوک تعبیر وکړی ؟

حبيب الرحمن حبيب

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم
رښتني خوبونه د نبوت د ۴۶ حصو څخه يوه حصه ده رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «الرُّؤْيَا الْحَسَنَةُ مِنَ الرَّجُلِ الصَّالِحِ جُزْءٌ مِنْ سِتَّةٍ وَأَرْبَعِينَ جُزْءًا مِنَ النُّبُوَّةِ». (بخارى:6983)

ژباړه: د صالح او نيکو کار کس خوب د نبوت د ۴۶ برخو څخه څخه يوه برخه شميرل کيږي .

رښتني خوبونه د مسلمانانو د پاره زېری دی ځکه چې د وحی او نبوت سلسله ختمه شوې ده د هغه پر ځای مؤمنانو ته د خوب له ليارې بشارت ورکول کيږي تر څو دوی په خپل دين ثابت قدمه وګرځي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايې «لَمْ يَبْقَ مِنَ النُّبُوَّةِ إِلاَّ الْمُبَشِّرَاتُ» قَالُوا: وَمَا الْمُبَشِّرَاتُ؟ قَالَ: «الرُّؤْيَا الصَّالِحَةُ». (بخارى:6990)

ژباړه : د نبوت نه بغير له بشارت نور څه نه پاتې کيږي صحابه وويل مبشرات (زېري ) څه شی دي ؟ و يې فرمايل : ښه خوبونه

بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي «إِذَا اقْتَرَبَ الزَّمَانُ، لَمْ تَكَدْ تَكْذِبُ رُؤْيَا الْمُؤْمِنِ، وَرُؤْيَا الْمُؤْمِنِ جُزْءٌ مِنْ سِتَّةٍ وَأَرْبَعِينَ جُزْءًا مِنَ النُّبُوَّةِ، وَمَا كَانَ مِنَ النُّبُوَّةِ فَإِنَّهُ لا يَكْذِبُ». (بخارى:7017)

ژباړه : قيامت ته نږدې زمانه کې به ددې کم اتفاق وي چې د مؤمن خوب دروغ شي ځکه چې د مؤمن خوب د نبوت له ۴۶ حصو څخه يوه حصه ده او هغه څه چې د نبوت څخه وي په هغه کې دروغ نه وي .

خوب ليدل په دری ډوله دي رحماني ، نفساني او شيطاني :

رحماني : هغه خوبونه دی چې په ليدلو يې سړی خوشحاله کيږي ټول هغه خوبونه چې سړی ور باندې خوشحاله کيږي او ښه خوبونه وي رحماني دي د الله جل جلا له  د طرفه دي چې د مؤمن د پاره زېری دی .

نفساني خوبونه : ځنې وخت چې کله انسان په کوم شي کې فکرمن وي يا يې په دوماغ بوج ورشي نو بيا په خوب کې همغه شيان په خوب وينې چې دا د دوماغ انعکاس دی .

شيطاني :ټول هغه خوبونه چې سړی يې بد ګڼي او سړی پريشانه کوي شيطاني خوبونه بلل کيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :“الرؤيا ثلاثة رؤيا من الله ورؤيا تحزين من الشيطان ورؤيا مما يحدث به الرجل نفسه في اليقظة فيراه في المنام” . ( البخاري 6499 ومسلم 4200 )

همدارنګه نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي : “إذا رأى أحدكم رؤيا يحبها : فإنما هي من الله ، فليحمد الله عليها ، وليحدث بها ، وإذا رأى غير ذلك مما يكره : فإنما هي من الشيطان ، فليستعذ من شرها ولا يذكرها لأحد فإنها لا تضره ” . رواه البخاري ( 6584 ) ومسلم ( 5862 ) .

کله چې د تاسې څخه څوک ښه خوب وويني نو دا د الله جل جلا له  د جانبه دی د الله حمد دې ووايي او هغه دې بيان کړي او که بد خوب وويني نو دا د شيطان د طرفه دی د هغه د شر څخه دې پنا وغواړي او هغه دې چا ته نه وايي چې بيا هغه ته ضرر نه رسيږي .

وعن جابر رضي الله عنه ، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ” إذا رأى أحدكم الرؤيا يكرهها فليبصق عن يساره ثلاثاً ، وليستعذ بالله من الشيطان ثلاثاً ، وليتحول عن جنبه الذي كان عليه ” رواه مسلم (5864).
جابر رضی الله عنه  روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : کله چې د تاسې نه څوک بد خوب وويني نو ګين لورې ته دې دری ځله تف کړي او در ځله دې اغوذ بالله  ووايي او خپل اړخ دې بدل کړي .

ابن حجر رحمه الله  د ښو او بدو خوبونو اداب داسې بيانوي :

ښه خوبونه ديدل دری ادابه لري .

الف ) د الله جل جلا له  حمد او شکر ادا کول

ب ) هغه خوب نيک او صالح کس ته بيانول .

ج) د زېري او خبر احساسول .

او د بدو خوبونو څلور اداب دي :

الف ) د شيطان د شر نه پنا غوښتل (اغوذبالله ويل )

ب) ګين لورې ته دری ځله تف کول .

ج ) د اړخ بدلول

د ) هيچ چا ته د هغه نه بيانول .

او زه د خوب په تعبير نه پوهيږم او د خوب احکام همدا ؤ کوم چې پورته بيان شول هغه خوبونه چې خوشحالونکي او ښه خوبونه وي د الله جل جلا له  د طرف نه زېری او خبر دی او هغه خوبونه چې سړی بد ګڼې شيطاني دي .

خو دومره ويلای شم چې تاسې ښه خوبونه ليدلې دي باران رحمت دی ، او ليکل علم دی

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email