آيا د تراويح لمونځ په تېزی او بيړه کول جايز دی

د اسلامی لارښود محترمو مسولینو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
محترمو زمونږ دکلی امام صاحب د تراویحو لمونڅ تیز کوی او ایاتونه هم په کی ډیر لنډ وایی د مثال په توګه ( اذ الشمس کورت)او دوه نور ورپسی ایاتونه وای او رکعت پری کوی او بل دا چه جلسه د سره کوی نه یعنی د سجدی نه د اوچتیدو الله اکبر یی نه وی پوره کړی چه دویمی سجدی الله اکبر ووایی.او اکثره وخت زه په اوله سجده پروت یم چه هغوی دویمی سجدی ته تللی وی.زړه می هیځ دا تراویح نه منی . کچیری زه فرض لمونځ امام پسی وکړم او تراویح کور کی ځان ته وکړم دا به بهتر وی او که د امام پسی دغه تراویح.
دوهمه پوښتنه.ایا روا دی چه تراویح د نورو عادی لمونځونو نه په جلدی سره وشی.
لکه اوس چه یی ځینی امامان کوی.
وسلام
ستاسی د زر جواب په طمعه  – احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په رمضان المبارک کې د شپې قيام (د تراويح لمونځ ) خاص فضيلت لري ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

 «مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ» متفق عليه .

دا جايزه ده چې امام د شرعي اصولو په چوکات کې په قرائت او لمانځه کې تخفيف راولي ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«مَنْ صَلَّى بِالنَّاسِ فَلْيُخَفِّفْ» متفق عليه

مګر تخفيف دا معنی نه لري لکه زمونږ د ټولنې د ځنو امامانو او قاريانو تراويح چې دومره تيزې او په بيړه وي چې نه قرائت صحيح وي ، نه رکوع صحيح وي ، نه قومه ، نه جلسه او نه سجده .

په رکوع او سجده کې په سکون سره دری ځله تسبیحات ويل سنت دي .

د ټولو ارکانو په سکون او اطمنان ادا کول واجب دي .

رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ يو سړی وليد چې په نا سم ډول او بدون له طمأنيه لمونځ کوي (په لمانځه کې حرکت کول او په بيړه د ارکانو ادا کول ) امر يې ورته وکړ چې لمونځ دې له سره ادا کړه «إرْجِعْ فَصَلِّ فَإنّكَ لَمْ تُصَلِّ» يعنی لمونځ له سره وګرځوه ځکه چې تا لمونځ ونه کړ هغې کس دری ځله لمونځ له سره وګرځولو او وروسته يې وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم قسم په هغه ذات چې ته يې په حق را استولی يې تر دې غوره نشم ادا کولی نو ماته لمونځ راوښې رسول الله صلی الله عليه وسلم  هغه ته وفرمايل :

«إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاةِ فَأسْبِغ الْوُضُوءَ، ثُمّ اسْتَقْبِلِ الْقِبْلَةَ فَكَبِّرْ، ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ، ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا، ثُمَّ افْعَلْ ذَلِكَ فِي صَلاتِكَ كُلِّهَا». بخاري (757)، مسلم (397)

ژباړه : کله چې د لمانځه د پاره اراده کوئ کامل اودس وکړه ، وروسته دې مخ پر قبله کړه او تکبير ووايه ،وروسه د قرآن څخه هغه ووايه چې درته آسانه وي ،وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي ، بيا له رکوع پورته شه په سم او آرام ډول دريدلو سره ، بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي وروسته همدا عمل په ټول لمانځه کې کوه .

قومه او جلسه ( د دوو سجدو تر مينځ ناسته ) واجب ده ، تفصيل دلته وګورئ

خبره دا ده چې شیطان د مؤمن ستر دوښمن دی تل دا کوښښ کوي چې د مؤمن د نيک کار مخ ونيسي او کله چې په دې پلان کې ناکام شي بيا کوښښ کوي چې د مؤمن نيک عمل په يو شکل نه يو شکل خراب او فاسد وګرځوي .

که عام خلک نه پوهيږي امام او قاري بايد پوه شي او خلکو ته قناعت ورکړي چې زه د الله د رضا د پاره تاسې ته لمونځ درکوم ، او په شريعت کې د لمانځه د پاره  احکام دی که ددې احکام موافق نه وي زمونږ خارې هيڅ او لمونځ به باطل وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 61 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً