د نا محرمو تر مينځ ورورولي او خورولي شته ؟

گرانو محترمو اسلام علیکم.
محترمو دیر خوشحاله یمه چه مونگ ستاسو د برنامی په شان اسلامی برنامی لرو ستاسو د خدمت نه یو جهان مننه.
زما پختنه داده چه په اسلام کی یوی پردی جینی ته خور ویل شته او که نه! ما یو وخت په سرپل ولایت کی کار کولو هلته زمونگ یوه همکاره وه هغی به ماته هر وخت ورور ویل او همداسی د وخت په تیریدو سره هغه ته ما خور او ماته ورور ویل او تر اوسه زه د هغی سره په رابطه کی یمه هغه ماته ورور او زه ورته خور وایم زما په زره کی د هغی دپاره هیس غلطی نشته هغه ماته د خور په شان خکاری نو زه د هغی سره خبری چه کوم په دی کی ماته گناه شته او که نه او آیا زه د دی سره
لیدلی شم او که نه لگ خه یی راته واضح کری چه په اسلام کی دا رنگه خورولی او ورورولی شته او که نه.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هو په اسلام کې د اسلامي اصولو موافق ورورولی او خورولی شته .

قال الله تعالى : ( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ ) الحجرات /10

خو د اسلامي مقرراتو موافق ، مسلمان ته جايزه نه ده چې د بيګانه ښځې سره خبرې ، ملګري ، ناسته او اختلاط وکړي ځکه دا امور ټول حرام او د زنا اسباب بلل کيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ (بخاری ۵۲۳۲ ) .

د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ .

 قوله تعالی : وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ (النور ۳۱ ) .

يعنې : او ووايه (ای محمده ) ايماندارو ښځو ته چه پټې کړئ (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی .

قوله سبحانه وتعالی : ياأَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ (الاحزاب 59 ).

ای نبي ووايه ښځو ته دي اولوڼو ته دي او ښځو د مؤمنانو ته چه خواره دي کاندې په ټولو ځايونو خپلو له ټکريو خپلو .

نو واضح شوه چې مسلمانې بی بی ته د الله جل جلا له  حکم دی چې له بيګانه خلکو ستر او پرده وکړي .

او نارينه ته د الله تعالی حکم چې د بيګانه ښځو له اختلاط ، هغوی ته نظر کول او نا مشروع ارتباطاتو ځان وساتي تر څو د حرامو امور څخه نجات و مومي .

الله تعالی فرمايي : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )

يعنې زنا ته مه نږدې کيږئ ، د زنا د نږدېوالی اسباب د بيګانه ښځو سره نا مشروع ارتباطات ، اختلاط او بې حجابې ده .

د انسان د سالم فطرت غوښتنه دا ده چې زما  ښځه دې له بل هيچا سره ارتباط او ملګري و نه لري ، همداسې د بل ښځه هم ګڼل په کار دی .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. ابو یونس ملکزې

    د دعوت محترمو کارکونکو اسلام علیکم ! الله مو دواړه جهانه ښایسته کړه چې د دعوت دومره عظیم کار ته مو اوږه ورکړې.
    ايا د ښځو لپاره د مخ پټول په حجاب او پرده کي راځي اوکه نه ؟ او دا خبره څنګه ده چی د ښځو له مخ او سترګو فتنه پیدا کیږي ؟
    ځینی مسلمانی خویندې په حجاب کې د مخ پټول نه مني او دوې دا ایت دليل راوړي : ياأَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ (الاحزاب ۵۹ ).
    ای نبي ووايه ښځو ته دي اولوڼو ته دي او ښځو د مؤمنانو ته چه خواره دي کاندې په ټولو ځايونو خپلو له ټکريو خپلو .
    د دوې په وینا چی په دې ایت کې د مخ د پټولو نه دي ویل شوي. د دوې په وینا د زنانه وو له مخ څخه د فتنی خپریدل په پاکستان او افغانستان کې ډیر مطرح وي ځکه هلته ځینې بې لارې سړي پردېو ښځو ته ډېر په زير زير ګوري مګر په خارجي کفري هیوادونو کی وایي بيا که مخ په حجاب کې پټ هم نه وي نو باک نلري ځکه دوې په وېنا دلته په خارجي کفري هیوادونو کی سړي پردېو ښځو ته نه ګوري او په خپله مخه ځي. په قران کريم کی دا اېت هم شته چی پکې مسلمانو ښځو د سترګو د پټولو ویل شوي
    : وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ (النور ۳۱ ) .
    يعنې : او ووايه (ای محمده ) ايماندارو ښځو ته چه پټې کړئ (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی .

    هيله ده چی لږ واضح جواب راکړۍ

    ځواب
    https://dawat610.com/archives/2351

  2. اسلام علیکوم ورحمت الله :زه یوه پوښتنه لرم چی که څوک همیشه کوښښ کوی چی ځان له ګنه څخه وساتی خوبیاهم دهغه څخه ګنه کیږی
    اوهغه همیشه توبه کوی خوبیه هم شیطان په هغه مسلط کیږی اوهغه له لاری باسی نودی باید څه وکړی چی ده دی شرنه په امن شی ؟ ستاسوهدایت غواړو په تفصیلی ډول سره

    ځواب
    https://dawat610.com/archives/4259
    https://dawat610.com/archives/3994

اترك تعليقاً