د مخ پټول په حجاب کې شامل دی

سلامونه تاسې ته دې الله تعالی اجر درکړی چې زمونږ سوالونو ته ځوابونه وايی . زما له تاسې څخه يو سوال دی چې ايا مخ پټول په اسلام کې شته او که نه ځنې وايي چې د ويښانو او ټول بدن پټول شته خو که مخ پټ نشي ګناه نشته ؟

عمران  لندن

ځواب

بسم الله الرحيم الرحيم

مؤمنه ښځه به د نامحرم او بيګانه څخه د مخ په شمول ټول بدن پټوي .

قوله تعالی :

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا (59) احراب .

(ای نبي ! خپلو ميرمنو ،لونو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چې پر خپل ځان جلابیب (لوی چادر) خواره کړﺉ دا ډيره مناسبه کړنلاره ده تر څو دوی وپيږندل شي او و نه ځورول شي الله بخښونکې او مهربان دی .

په تفسير د دغه آیت کې ريس المفسرين ابن عباس رضی الله عنه وايي : أمر الله نساء المؤمنين إذا خرجن من بيوتهن في حاجة أن يغطين وجوههن من فوق رؤوسهن بالجلابيب ويبدين عينا واحدة.

يعنې : الله تعالی مؤمنو ښځو ته دا فرمان وکړ چې : کله د ضرورت په وخت کې د کور څخه د باندې وځی نو خپل مخ د پاسه د سر په ټکري پټ کړﺉ او فقط يو سترګه ښکاره کړی . (تفسير انوار القرآن او مجموعه فی رسائل الحجاب والسفور ) .

همدارنګه په نبوي احاديثو کې هم د مخ پټول ثابت دي :

 

 

1- يرحم الله نساء المهاجرات الاول انزل الله (وليضربن يخمرهن علی جيوبهن ) اشققن اکنف مروطهن (نوع من الثياب ) فاختمرن بها ای غطين(او ابوداو 4102 ) .

عايشه رضی الله عنها وايي : په اولو مهاجرينو ښځو دې د الله رحمت وي کله چې دغه ايت نازل شو (وليضربن يخمرهن علی جيوبهن ) نو دوی چې کوم د حجاب جامه لرله هغه یې ټوټې کړه او له هغه څخه خمار جوړ کړ (یوه جلا ټوټه وه چې په هغه يې خپل سر او مخ پټولو ) .

2- له ام سلمه رضی الله عنها نه روايت دی چې زه او ميمونه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وو ، چې په دې حال کې ابن ام مکتوم رضی الله عنه راغی دغه وخت د حجاب حکم نازل شوی وو . رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : « احْتَجِبَا مِنْهُ » «له هغه څخه ستر وکړﺉ »، ومو ويل: ای رسول الله :آيا هغه ړوند سړی نه دی چې مونږ نه ويڼی او نه مو هم پيږني ؟ پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« أفَعَمْيَاوَانِ أنتُما؟ أَلَسْتُمَا تُبْصِرَانِهِ ؟ » آیا تاسې دواړه هم ړندې ياست؟آيا تاسې هغه نه وينئ ؟ (أحمد (6/296)، او أبو داود (4112)، او الترمذي (2778)، او النسائی فی «الکبری»(9241)، او ابن حبان في «صحیحه»(5575).

3- وعن عايشة رضی الله عنها قالت : کان الرکبان يمرون بنا ونحن مع رسول الله صلی الله عليه وسلم محرمات ،فاذا حاذوا بنا أسدلت احدانا جلبابها من رآسها علی وجهها ، فاذا جاوزونا کشفناه . رواه ابوداود ۱۸۳۳ او ابن ماجه ۲۹۳۵ او صحيحه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او صحيح الباني .

عايشه رضی الله عنها وايي : مونږ په سورليو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د حج د سفر لپاره روان وو کله به چې سړي زمونږ له خوا څخه تيريدل مونږ به مخ پټولو او کله به چې هغوی له مونږ څخه لرې شول نو مونږ به  مخ لوڅولو .

4- وعن اسماء بنت ابی بکر رضی الله عنهما قالت : کنا نغطي وجوههنا من الرجال …….  رواه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او حاکم ۶۲۴/۱ او صحيحه ووافقه الذهبي او صححه الالباني .

د ابی بکر صديق رضی الله عنه لور اسماء رضی الله عنها وايي : مونږ به له (بيګانه ) خلکو څخه مخ پټولو

5- رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ښځو ته حکم کوي چه په طواف کې مخ مه پټوي حديث شريف (ينهی النساء فی احرامهن عن القفازين والنقاب )

ژباړه : هغوی صلی الله عليه وسلم ښځو ته داحرام په حالت کې د دستانواچولو اوپه مخ باندې دنقاب اچولو يا مخ پټولومنع

کوله . ( رواه ابوداؤد ) نوکه دمخ پټول نه وای ددي حکم واضحت ته څه ضرورت ؤ ؟

د څلورو واړو مذاهبو نظرونه :

د احنافو علماو نظرونه:

امام ابو بکر الجصاص رحمه الله پخپل تفسیر کې لیکي: ځوانه ښځه باید له پردي سړي مخ پټ کړي او له کوره د وتلو په مهال بايد ستر، پرده او عفت مراعت کړي، څو د شکمنو او بدنیته خلکو تمه ورته پیدا نه شي. ( المرأة الشابة مأمورة بستر وجهها من الأجنبي، وإظهار الستر والعفاف عند الخروج؛ لئلا يطمع أهل الريب فيها ) – أحكام أهل القرآن 3/458.

امام شمس الأئمة السرخسي رحمه الله وایي: د نظر حرمت یې د فتنې لامله ده، او د فتنې ویره یې مخته په کتلو کې ده، او د بدن د ټولو اعضاو په پرتله یې په مخ کې ښکلا زیاته ده. ( حرمة النظر لخوف الفتنة، وخوف الفتنة في النظر إلى وجهها، وعامة محاسنها في وجهها أكثر منه إلى سائر الأعضاء ) – المبسوط10/152.

علاء الدين الحنفي رحمه الله وایي: ځوانه ښځه باید د سړیو په منځ کې د مخ له لوڅولو منعه کړل شي. ابن عابدین رحمه الله وایي: مطلب دا چې له مخ لوڅولو باید منعه کړل شي څو یې سړي مخ ونه ویني چې په فتنه کې ونه لویږي. ( وتمنع المرأة الشابة من كشف الوجه بين الرجال ). قال ابن عابدين المعنى: تمنع من الكشف لخوف أن يرى الرجال وجهها فتقع فتنة – حاشية ابن عابدين2/261.

مفتي محمد شفیع صاحب لیکي: فقهي مذاهب او جمهور امت ټول په دې متفق دي چې ځوانې ښځې باید پردیو سړيو ته مخ او لاسونه لوڅ نه کړي، او بوډۍ ښځې له دې حکم نه وتلې دي، ځکه قرانکریم وایي: ( وَالقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاء ) المرأة المسلمة 202-.

د مالکي علماو نظرونه:

امام ابو بكر ابن العربي، اوالقرطبي رحمهما الله وایي: ښځه ټوله عورت ده، بدن او غږ یې عورت ده، له اړتیا پرته یې باید ښکاره نه کړي. ( المرأة كلها عورة، بدنها وصوتها، فلا يجوز كشف ذلك إلا لضرورة أو لحاجة.. ) – أحكام القرآن 3/1578 والجامع لأحكام القرآن 14/277.

امام ابن المنير المالكي رحمه الله وایي: د حرې ښځې ټول بدن ته د هغې له میړه او محرم پرته د بل چا نظر کول ناروا ده، مکر د اړتیا په وخت روا ده لکه د تداوي او شاهدي ویلو صورتونو کې. إن كل بدن الحرة لا يحل لغير الزوج، والمحرًم النظر إلى شيء منها إلا لضرورة كالمعالجة وتحمل الشهادة.

د شافعي علماو نظرونه:

امام الحرمين الجويني رحمه الله وایي: ټول مسلمانان په دې متفق دي چې د میرمنو لوڅ مخونه لهر وتل منعه دي. ( اتفق المسلمون على منع النساء من الخروج سافرات الوجوه ) – روضة الطالبين 7/24.

امام ابن حجر الهيثمي رحمه الله وایي: د کره روایت پر اساس د پردي سړي په مخ کې د ښځې ټول بدن عورت ده آن مخ او لاسونه هم. ( أن عورة المرأة أمام الأجنبي جميع بدنها حتى الوجه والكفين على المعتمد. تحفة المحتاج 2/112.

ابن رسلان رحمه الله وایي: مسلمانان په دې متفق دي چې ښځې باید لوڅ مخونه بهر ته ونه وځي په ځانګړې توګه هغه مهال چې فاسق او بېلاري خلک زیات وي. اتفق المسلمون على منع النساء أن يخرجن سافرات الوجوه، لا سيما عند كثرة الفساق. – عون المعبود 11/162-

د حنبلي علماو نظرونه:

پخپله د حنبلي مذهب مؤسس امام احمد بن حنبل رحمه الله وایي: د ښځې نوک هم عورت ده، کله چې له کوره وځي باید هیڅ شی یې ښکاره نه وي، آن پښې یې هم بايد پټې وي. (ظفر المرأة عورة، فإذا خرجت من بيتها فلا تبن منها شيء ولا خفها ) الفروع 1/601.

ابن تيمية رحمه الله وایي: د ښځو په داسې توګه مخونه لوڅول چې پردي یې وويني ناروا ده. او وایي: د حجاب مطلب هم دا دی چې د ښځو مخونه او لاسونه ونه لیدل سي. ( وكشف النساء وجوههن بحيث يراهن الأجانب غير جائز ) الآداب الشرعية1/280- وقال أيضاً: ( إنما ضرب الحجاب على النساء لئلا تُرى وجوههن وأيديهن ). [ الفتاوى15/372]. ابن تلقین رحمه الله وایي: د ښځې عورت دوه ډوله دی: یو د لمانځه عورت او بل د نظر عورت. حره ښځه کولی شي لوڅ مخ او لوڅ لاسونه لمونځ وکړي. او دا ډول بازارونو او د خلکو نور ګڼ ځایونو ته نشي تلی. ( العورة عورتان: عورة في الصلاة، وعورة في النظر، فالحرة لها أن تصلي مكشوفة الوجه والكفين، وليس لها أن تخرج في الأسواق ومجامع الناس كذلك ) – إعلام الموقعين 2/80.

نو ثابته شوه چې د مخ پټول په حجاب کې شامل دي ځکه چې د مخ لوڅول د بيګانه خلکو په مخ کې د فتنې سبب جوړيږي د ويښانو په لوڅولو کې دومره فتنه نشته لکه د مخ په لوڅولو کې .

 

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
    مننه الله ج مو سر لوړي او تاند لره په دواړو دارينو کې الله ج مو جنتونه نصيب کړه چې داسی لوی خدمت کوي.
    په مينه