اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته: سوالی در مورد دیت یا خونبها دارم که چقدر درهم شرعی و معادل آن به افغانی میشود. با احترام
عبدالعزيز واحدي
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د احنافو په نزد د د وينو قيمت (ديت) سل اوښان يا زر 1000 ديناره سره زر او يا لس زره 10000 درهمه سپين زر دي .
لس زره درهمه سپين زر 29750 ګرامه کيږي .
د وخت سره سم به د يوه ګرام سپينو زرو قيمت په نوموړی عدد کې ضرب شي .
که د يو ګرام سپينو زرو قيمت 60 افغانۍ فرض کړو د ديت قيمت به اولس لک پنځه اتيا زره 1785000 افغانۍ شي .
جاء فی المختار للفتوی حنفی ):
الدية المغلظة خمس وعشرون بنت مخاض ومثلها بنت لبون وحقاق وجذاع وغير المغلظة عشرون ابن مخاض ومثلها بنات مخاض وبنات لبون وحقاق وجذاع، أو ألف دينار أو عشرة آلاف درهم (المختار للفتوی – ابی الفضل عبدالله بن محمود حنفي )
و جاء فی الموسوعة الفقهية :
وقد اتّفق الفقهاء على جواز الدّية في : الإبل والذّهب والفضّة
تفسير انوارالقرآن – سورت النسآء ايه ۹۲ هم وګورئ .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود