د وينو په ورکولو روژه نه ماتيږي مسئلې باندې له سره غور

سلام علیک د اسلامی لارشود تولو کارکونکو ته
بعد له سلام نه زما پوشته دا ده چی په روژه کی وینه ورکول روژه ماتوی او کنه هیله ده جواب یی راکری
په درناوی

شاه محمد

سلامونه او نیکی هیلی
الله د ددی خدمت بدله در کړی
ایا د وینی ورکولو په صورت کی په دی باندی قضایی واجبیږی او که کفاره

محمد صابر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

تيره هفته مو په روژه کې د وينې ورکولو په اړه د معاصرې فتوای الاسلام سوال جواب فتوای نشر کړه چې په روژه کې د وينې ورکولو سره روژه ماتيږي .

مګر په دغه مسئله کې مو له سره دقيق تحقيقات وکړل هغه دا چې په دې اړه د معاصرو فقهاؤ دوه نظرونه دي :

اول : د وينو په ورکولو روژه ماتيږي په دليل د دغه حديث شريف : أفطر الحاجم والمحجوم  أحمد وأبو داود والترمذي وحسنه وابن ماجه .

دوهم : د وينو په ورکولو روژه نه ماتیږي ، په دليل د دغه حديث شريف : عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِي اللَّه عَنْهمَا أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم احْتَجَمَ وَهُوَ مُحْرِمٌ وَاحْتَجَمَ وَهُوَ صَائِمٌ. (بخارى: 1938)

ژباړه :ابن عباس رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د احرام او همدارنګه د روژې په حال حجامت (وينه ايستلې ) ده.

دوهم قول د جمهورو فقهاؤ قول دی د لومړي قول د دليل اسناد کمزورې دي او احنافو په همدې دوهم قول فتوای ورکړی ده .

فی التنوير الابصار، او ادهن او اکتحل او احتجم ، و ان وجد طعمه فی حلقه، و فی الشامله ، لان الموجود فی حلقه الرد داخل من المساس الذی هو خلل البدن ، المفطر ، انما هو من المنافذ (ردالمختار کتاب الصوم 2/ ۳۹۵)

خلاصه : د وينو په ورکولو او اخيستلو روژه نه مايږي نه قضايي شته او نه هم کفاره .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

و الله سبحانه وتعالی اعلم

 آن لاين اسلامې لارښود

(Visited 121 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً