که یوانسان په روژه کی ښڅی سره نزدی شی او انزال یی وشی ایا دابه دغه روژه نیسی او کنه 2 میاشتی روژه ورباندی واوښته
ددی په هکله که پوره معلومات راکړی مننه به مو وی
شاکر الله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
که له نږدې کيدو څخه مو مطلب څملاستل ، ور ترغاړه کيدل وي او په دې حالت کې انزال وشي نو په دې باندې یوازې د روژې قضايي لازميږي کفاره نشته (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۲۹۵ ) .
او که د نږدې کيدو څخه مو مطلب جماع او کورواله وي په هغې باندې قضاء او کفاره دواړه واجبيږي ، تفصيل دلته وګورئ
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
(Visited 112 times, 1 visits today)