داسلامی لارښودټولودرنوکارکوونکیوته
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
د ستاسی دغه لوی خدمت چی اسلام ته یی کوی د لوی ربالعزت څخه په دارینو کی کامیابی غواړم
محترمو: زه یوه پوښتنه لرم هغه داده که چیری دیوه سړی ښځه وفات شی اوهغه سړی وروسته یوناروا (زنا) وکړی په دغه سړی د مجرد حد جاری کیژی اوکه دمتاهل(په دورو وهل کیژی اوکه رجم کیژی)هیله لرم چی زما پوښتنی ته جواب راکړی
په درنښت
غلام فاروق
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
زنا چې د نا حقه قتل وروسته عظيمه ګناه ده وعيده يې دلته بيان شوي دي په اسلامې شريعت کې ددې جرم د پاره حد ټاکل شوی دی
هغه چې واده شوي نه وي د هغوی حد سل دورې او هغه چې واده شوي وي حد يې رجم دی ( تر هغه به په ګاڼو ويشتل کيږي څو مړه شي ) .
لقوله سبحانه وتعالی : ( الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ) النور/2 .
يعنې : زنا کاره او زنا کار هر يو سل دُرې ووهئ د الله د دين په اړه دې په تاسې کې پر دوی د زړه سوي احساس نه پاريږي ، که تاسې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لرئ . او هغو ته د سزا ورکولو په وخت کې دې د مؤمنانو يوه ډله موجوده وي .
أما المحصن فحده الرجم بالحجارة حتى الموت ، كما جاء في الحديث الذي رواه مسلم في صحيحه (1690) عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( خُذُوا عَنِّي ، خُذُوا عَنِّي ، قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا ، الْبِكْرُ بِالْبِكْرِ جَلْدُ مِائَةٍ وَنَفْيُ سَنَةٍ ، وَالثَّيِّبُ بِالثَّيِّبِ جَلْدُ مِائَةٍ وَالرَّجْمُ ) .
د عباده بن صامت رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : زما د خوا نه دا مسئله زده کړئ ، زما نه دا مسئله زده کړئ ، الله تعالی د ښځو د پاره لاره مقرره کړي ده ، کونډه د کونډې په مقابل کې بکره د بکرې په مقابل کې ، د ګونډې حد سل دُورې او رجم او د بکرې حد سل دُرې او يو کال تبعيد دی .
د جمهورو فقهاؤ په نزد کونډه او طلاقه شوي ښځه که زنا وکړې جزا يې رجم دی په دليل د لاندې حديث شريف :
عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ : (لا يَحِلُّ دَمُ امْرِئٍ مُسْلِمٍ إِلاَّ بإِحْدَى ثَلاثٍ: الثَّيِّبُ الزَّانِيْ، وَالنَّفْسُ بِالنَّفْسِ، وَالتَّاركُ لِدِيْنِهِ المُفَارِقُ للجمَاعَةِ) بخاری او مسلم ) او سړي حکم په همدې شان دی .
د زنا د حد د قيام شرطونه :
۱- زنا کاره ښځه او سړی به مسلمان ، عاقل او بالغ وي .
۲- د روز او اکراه د لارې به نه وي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چې زما امت په خطاء ، هيره او اکراه نه نيول کيږي (رواه الطبراني ) .
۳- په طبعي توګه په زنا باندې اعتراف کول ، يا د څلورو تنو عادلو کسانو شهادت داسې چې پر خپلو سترګو يې ووينې چې د نر آلت د ښځې په شرمګاه کې داخل وي په دليل قول د الله تعالی چې فرمايي :
وَاللاَّتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِن نِّسَآئِكُمْ فَاسْتَشْهِدُواْ عَلَيْهِنَّ أَرْبَعةً مِّنكُمْ ( النسآء 15 )
۴- د حمل په وخت په هغه باندې حد نشي جايري کيدای بلکي د حمل وروسته به ور باندې جايري کيږي ، يا کوم بل دليل چې د حد د دفع سبب شي لکه جهالت يا شبهه .
۵- په زنا باندې د اعتراف څخه پيښمانه نه وي .
و الله سبحانه و تعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود