په روژه کې جماع کول څه حکم لري ؟

سلامونه اونیکی هیلی می ومنی
زماپوښتنه داده که چیری دخپلی ښځی سره په روژه کی دورځی اجماع(کوروالی) وکړی څه حکم لری

اوکه چیری دښځی خوښه نه وی ته ورسره په روژه کی په زور کوروالی وکړی څه حکم لری مننه دعه دواړه پوښتنی راته جواب کړی

عزيز احمد

دوهمه پوښتنه : د خپلی ښځی سره په جماع کوولو سره روژه ماتیږی ؟

م . س آغا


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : په روژه کې جماع کول حرام او ستر جرم بلل کيږي .

الله جل جلا له  فرمايي : أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَائِكُمْ … البقرة ۱۸۷ ) .

او په حديث قدسي کې راغلی دي :( كل عمل ابن آدم له إلا الصوم فإنه لي وأنا أجزي به يدع الطعام من أجلي ويدع الشراب من أجلي ويدع لذته من أجلي ويدع زوجته من أجلي ) رواه ابن خزيمة وهو حديث صحيح .

يعنې : د الله تعالی ارشاد دی : د ابن آدم ټول اعمال ده لره دي مګر روژه مالره ده او زه به څنګه چه غواړم ددی اجر او ثواب به ورکوم زما بنده زما د رضاء لپاره خپل خواهش نفس ،خوړل او څښل پريږدي, (نوبس زه په خپله خوښه ددی قربانۍ بدله ورکوم) .

عن ابی هريره رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من افطر يوماً من رمضان فی غير رخصته رخصها الله له لم يقض عنه صيام دهر (سنن ابوداؤد )

له حضرت ابی هريرة څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : چا چې د رمضان د مياشتي يوه روژه پرته له کوم غذر لرلو ) سفر يا مرض ( ونه نيوله کوم چې الله تعالی ورته رخصت ورکړی دی نو ټول عمر روژه نيول د هغه قضا نشي پوره کولای .

په روژه کې جماع کولو سره روژه باطله او کفاره واجبيږي ، يوه روژه قصداً خوړلو سره قضا او کفاره لازميږي چې د يوې ورځې په بدل کې به 60 ورځې پرلپسې روژه نيسي که دا يې په وس پوره نه وي 60 مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه خوراک ورکوي هغه که د کور له لارې يا د بازار او يا به هر مسکين او غريب ته نيم صاع غنم چې 1.65 ګرامه کيږي يا د هغه قيمت ورکوي

 (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۳۱۴ ) .

فان لم يجد صام شهرين متتابعين فان لم يستطع اطعم ستين مسکيناً (درالمختار ج۲ ص ۱۴۹ )

دوهم : او په روژه کې د شپې لخوا د پشنمې تر وخته پورې جماع کول جايز دي :

قول الله تعالى : ( أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَائِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَخْتَانُونَ أَنْفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنْكُمْ فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ ) البقرة/187.

دريم  : که په روژه کې ميړه له خپلې ښځې په اکراه او جبر جماع وکړي په اتفاق د فقهاؤ د دواړو روژه ماته ده ، ښځه به يوازې قضايي ادا کوي کفاره ورباندې نشته مګر په سړي باندې قضاء او کفاره دواړه لازميږي .

إن جمهور الفقهاء من الحنفية والمالكية والشافعية في أحد القولين عندهم والحنابلة في القول الذي عليه الفتوى من المذهب قالوا إن الزوج إذا أكره زوجته على الجماع في نهار رمضان فإن صومها قد بطل وعليها القضاء فقط ولا كفارة عليها بخلاف زوجها فعليه القضاء والكفارة .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. اسلام علیکم! دالله رحمت اوسلامتیادوی په ټولومسلمانانووروڼواوخویندو.
    زه دالمان هیوادکی کله چه مریضان معاینه کوم هروخت می زمانه دبسم الله اوانشاالله الفاظ دخولی نه بی فکره لوستل کیږی ایاداخوکمه خبره نه ده دهغومریضانولپاره چه مسلمانان نه وی .
    اداره : و عليکم السلام ورحمة الله ، بارک الله في عمرک و عملک .
    الله تعالی دې نور توفيق هم درکړي ، په دې نيت چې زه مسلمان څرګند شم ، او دعوت الی الله په نيت او د شعائر الله د څرګندوالی په نيت کار دې خير دی .