په موبايل کې د نغمو او موسيقۍ ساتل څنګه دي ؟

د آنلاين اسلامي لارخود کارکونکو ته اسلام عليکم
زما يو سوال دي هغه ده چي آيا د مبايل په ميموري کارت کي سندري او قران کريم يو ځاي ساتل ګناه ده او کنه

رحيم الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سندرو او موسيقۍ اوريدل د مسلمان د پاره جايز نه دي هغه که د مبايل څخه وي يا کومې بلې وسيلې .

وضع نغمات الهاتف الجوال على الأصوات الموسيقية منكر ومحرم ؛ لأن النبي صلى الله عليه وسلم قد نصّ على تحريم المعازف حيث قال : ” ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الحِرَ والحرير والخمر والمعازف .. ” الحديث ، رواه البخاري

په تليفون کې د نغمو ، ساز او سندرو ايښودل حرام دي ، ځکه موسيقي د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په نص سره حرامه ده .

چې فرمايي : ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الحِرَ والحرير والخمر والمعازف .. نور تفصيل دلته وګورئ . https://dawat610.com/archives/2980

او په موبايل چې قرآنکريم ځای پر ځای شوی وي هغه د مصحف حکم نه لري ، د هغه لمس جايز دي او د هغه سره بيت الخلاء ته تګ هم جايز دی او د هغه سره د نور شيان ځايول باک نه لري ځکه د هغه ليکنه د مصحف د ليکنې په شان نه ده .

هذه الجوالات التي وضع فيها القرآن كتابة أو تسجيلا ، لا تأخذ حكم المصحف ، فيجوز لمسها من غير طهارة ، ويجوز دخول الخلاء بها ، وذلك لأن كتابة القرآن في الجوال ليس ككتابته في المصاحف ، فهي ذبذبات تعرض ثم تزول وليسات حروفا ثابتة ، والجوال مشتمل على القرآن وغيره .(الاسلام سوال جواب ) .

او که تاسې د قرآنکريم احترام کول غواړئ نو د هغه احترام په هغه باندې عمل کول دي ، او دا د قرآن او سنتو حکم دی چې موسيقي ساز او سرود مه اروئ ، نو ښه به دا وي چې هغه له خپل موبايل څخه لرې کړئ .

و الله سبحانه تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email