وفات شوې ميرمنې ته کتل جايز دي ؟

سلام علیک د دعوت سایت تولو کارکونکو ته وراندی کوم هیله ده زما پوشتنه راته جواب کری
زما پوشتنه داسی ده یو نفر چی وفات شی د هغه شزه دهغه مخ کتلی شی او یا یو شزه چی مره شی د هغه میره د هغه مخ کتلی شی او کنه په دی باره کی ماته یو ملا ویلی دی چی د دوی نکاح ختمه ده دوی د یو بل مخ نشی کتلی د ستاسو د جواب په هیله
په درناوی
شاه محمد له کابل نه

………………………………………………..

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

وفات شوي خاوند ته کتل او خپلې وفات شوې ښځې ته نظر کول ، د جنازې وړل او د هغې په قبر کې ايښودل جايز دي (کفايت المفتي او فتاوی دارالعلوم ديوبند )

يمنع زوجها من غسلها و مسها لا من نظر اليها علی اصح ( درمختار ۱/ ۸۰۳ ) .

ښځه خپل خاوند ته غسل ور کولای شي او خاوند خپلې ښځې ته غسل نشي ور کولای (يمنع زوجها من غسلها و مسها – درالمختار )

دا قول د امام ابوحنيفه رحمه الله دی مګر د جمهورو فقهاؤ قول دا دی چې خاوند هم خپلې ښځې ته غسل ورکولای شي دليل دا دی چې فاطمې رضی الله عنها  وصيت کړی وو چې علی رضی الله عنه  به ما ته غسل راکوي :

وعن أسماء بنت عميس رضي الله عنها : ( أَنَّ فَاطِمَةَ رضي اله عنها أَوْصَتْ أَنْ يُغَسِّلَهَا عَلِيٌّ رضي الله عنه ) رواه الشافعي (1/312) ، والدار قطني (2/79) ، والبيهقي (3/396) وحسن إسناده الشوكاني في “نيل الأوطار” (4/35)

درمختار بيا د المجوع څخه نقل کوي چې بی بی فاطمې رضی الله عنها ته ام ايمن غسل ورکړی وو .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

خاوند او ښځه چې دواړه جنتيان وي الله جل جلا له  دوی دواړه جوړه کړي ، همدارنګه اولاد به د خپلو والدينو سره يو ځای کړي

تفصيل دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/2288

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email