موسیقی اوریدل څه حکم لری؟ مفصل معلومات راکړﺉ

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.
زما پوښتنه د موسیقی يه اړه ده،چی آيا موسیقی اوریدل څه حکم لری.
ما چی کوم بیانونه د عالمانو څخه اوریدلی نو موسیقی اوریدل حرام دی،مګر زما یو ملګری ده هغه وایی چی په ځینو حالاتو،خاصو شرایطواو شرطونو کی موسیقی اوریدل رواده،او دی دا حدیث شریف((ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: دَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ الله وَعِنْدِي جَارِيَتَانِ، تُغَنِّيَانِ بِغِنَاءِ بُعَاثَ، فَاضْطَجَعَ عَلَى الْفِرَاشِ وَحَوَّلَ وَجْهَهُ، وَدَخَلَ أَبُو بَكْرٍ فَانْتَهَرَنِي، وَقَالَ: مِزْمَارَةُ الشَّيْطَانِ عِنْدَ النَّبِيِّ ؟ فَأَقْبَلَ عَلَيْهِ رَسُولُ الله فَقَالَ: «دَعْهُمَا». فَلَمَّا غَفَلَ غَمَزْتُهُمَا فَخَرَجَتَا. (بخارى:949))) ماته پرلپسی بیانوی او وایی چی دیته څه ځواب وایی،ددی تر څنګه ځینی نور حدیثونه،روایتونه او قصی د امام قرضاوی له خولی هم کوی چی دده په نظر او ګمان سره په ځینو خاصو حالاتو کی موسیقی روا عمل بولی.
هیله د موسیقی د غږولو،اوریدلو،نڅاکولو….. په باب پوره او مفصل مالومات راکړی،هیله ده چی دا مالومات تر ډیره زما دملګری پوښتنی ځواب کړای شی،او زه ورته پوره او قوی دلایل ولرم.له پیرزوینی څخه مو نړی مننه،
نجیب الله له کابله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

موسيقي حرامه ده

قال الله تعالی : وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّه بِغَيْرِ عِلْمٍ ِ  وَيَتَّخِذَهَا هُزُواً أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ (لقمان 6 ) .

د ابن مسعود رضی الله عنه څخه د لهو الحديث په اړه وپوښتل شول هغه يې په اړه داسې فرمايلي :

قال : الغناء و الله الذي لا إله إلا هو – دری ځله يې دا کلمات تکرار کړل  چې پر الله قسم د لهو نه مراد سندرې او موسيقي ده .

قال ابن عباس رضي الله عنه : هوالغناء،وقال مجاهد رحمه الله: اللهوالطبل (تفسيرالطبري) وقال الحسن البصري رحمه الله: “نزلت هذه الآية في الغناء والمزامير” (تفسيرابن كثير). قال ابن القيم رحمه الله: “ويكفي تفسيرالصحابة والتابعين للهو الحديث بأنهالغناء .

غنا سندرو ته وايي چې له درواغو،فحشآء او عشق بازۍ ته جذب او نور لهو لعب پکې وي او مزامير د موسيقی آلات يا سندری + د موسيقی آلات ته وايي .

 

ولی په دې کې شک نشته چې ځنې کسان موسيقي روا بولی ځکه د دا ډول کسانو په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم له  پخوا څخه وړانديز کړي دی او فرمايي :

ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الحرو الحرير والخمر والمعازف، (البخاری 5590 )

ژباړه : يقيناً زما په امت کې به داسې کسان پيداشي چې دوی به دزنا فاحش عمل ،ابريشم ،شراب،ساز او موسيقي حلال بولي .

د موسيقی ټول آلات حرام دي  بغير له دف يا چمبه او يا دائره څخه هغه هم د ښځو د پاره د خاصو شرايطو په چوکات کې په نکاح كې چې د خاصو شرايطو بيان به ان شآءالله وروسته خپور شي .

او همدارنګه په اختر کې د وړو نجونو سندرې د غيرت او شهامت د تشويق د پاره نه د فحشاء ، يارۍ ، عشق بازۍ د جذب د پاره له څنګه چې تاسې اشاره ورته کړی ده هغه حديث شريف په لاندې ډول دی :

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: دَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم وَعِنْدِي جَارِيَتَانِ، تُغَنِّيَانِ بِغِنَاءِ بُعَاثَ، فَاضْطَجَعَ عَلَى الْفِرَاشِ وَحَوَّلَ وَجْهَهُ، وَدَخَلَ أَبُو بَكْرٍ فَانْتَهَرَنِي، وَقَالَ: مِزْمَارَةُ الشَّيْطَانِ عِنْدَ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم ؟ فَأَقْبَلَ عَلَيْهِ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم فَقَالَ: «دَعْهُمَا». فَلَمَّا غَفَلَ غَمَزْتُهُمَا فَخَرَجَتَا. (بخارى:949)

ژباړه : ام المومنين عايشه رضی الله عنها وايي : (د اختر په ورځ ) دوو وړو نجونو زمونږ په کور کې د بعاث د جګړی سندرې ويلې چې دا مهال جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم راغی او د آرام  د پاره خپل استراحت ځای ته لاړ او مباركه چهره يې تغير کړه .څو لحظې وروسته ابوبکر رضی الله عنه کور ته راغی او ددې صحنې په ليدلو يې زه سرزنش کړمه او ويې فرمايل : د پيعمبر په کور کې د شيطان آواز ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوبکر ته مخ واړولو او يې فرمايل : هغوی پر خپل حال پريږده . عايشه رضی الله عنها وايي : وروسته له دې چې ابوبکر رضی الله عنه په بل کار مشغول شو ، ما په اشاره سره هغوی ته وويل چې ځئ لاړې شئ . او هغوی لاړې .

نو اوس تاسې وواياست چې پورته حديث شريف د ننۍ بې شرمه او فاحشې موسيقۍ چې زمونږ د ځوان نسل د اخلاقي ، علمي او اقتصادي زوال سبب شوی ده د جواز او رواوالی دليل جوړيدای شي  ؟ نه هيڅکله هم نه .

حتې کوم صفيان چې د نعت ذکر وغيره لپاره د موسيقۍ آلات کاروي حرام دي هنديه يې په اړه ليکي :

السماع وقول و رقص الذی يفعله المتصوفة فی زماننا حرام لایجوز القصد الیه والجلوس علیه وهو الغناء والمزامير سواء .

كَذَا في التَّتَارْخَانِيَّة قال رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى السَّمَاعُ وَالْقَوْلُ وَالرَّقْصُ الذي يَفْعَلُهُ الْمُتَصَوِّفَةُ في زَمَانِنَا حَرَامٌ لَا يَجُوزُ الْقَصْدُ إلَيْهِ وَالْجُلُوسُ عليه وهو وَالْغِنَاءُ وَالْمَزَامِيرُ سَوَاءٌ (فتاوی هنديه 5/351 ) .

الله تعالی خو په هر څه عالم او ښه خبردار دی

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

5 تبصرې

  1. حليم الله

    السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
    پدي اړه زه هم غواړم د یو لړ علماوؤ نظرونه د لوستونکو سره شریک کړم.
    د اسلام دښمنانو د مسلمانانو خصوصاَ د ځوانانو د بي لارې كولو لپا ره تر ټولو مهمه وسيله موسيقي ګڼلې او دا گمراه كوونكې وسيله يې د تلويزيون، راديو، كمپيوټر، انتر نيټ، سينما او داسې نورو عصري وسايلو پواسطه د مسلمانا نو په اكثرو ټولنو كې عامه كړې تر دې چې په اوسني عصر كې خو زياتره خلك ساز او سرود ته د گنا ه په ستر گه هم نه گوري حال دا چې الله تعالى موسيقي په قراّنكريم كې د لهو الحديث (بيهوده خبرو) په نامه يادوي. او هغه كسا ن چې پدې ناوړه عمل اخته دى هغوى د شيطان پيروان ګڼي او هغوى په سخت او دردوونكي عذاب ويروي.
    همدارنگه رسو ل الله(صلى الله عليه وسلم) فرما يي چې مو سيقي په زړونو كې نفا ق داسې زرغونوى لكه اوبه چې كښت او زراعت ته وده وركوي.
    همدا رنگه رسو ل الله (صلى الله عليه وسلم) فرما يي: كله چې زما په امت كې موسيقي او سندرې زيا تى شي نو د خداى (جل جلا له) عذا ب را نا زليدل به پرې شروع شي.

    د موسيقي دنيوي اضرار:

    (1). موسيقي د اخلاقي فساد مهم عامل دى
    (2). د پرښتو يا ملايكو د را نازليدو څخه مخنيوى كوي.
    (3). په زړه كې نفا ق زرغونوي
    (4) د زنا طرف ته د تشويق وسيله ده
    (5). د خپل نا موس په هكله د بې تفاوتى سبب گرځې
    (6). د خد اى (جل جلاله) له رحمت څخه د لري والي باعث گرځي
    (7). له كور څخه د خير او بركت د تلو او مسكينى باعث گرځي
    (8). د زړه د سختي باعث ګرځي.

    ځيني خلك پدې عقيده دي چې موسيقي د روح غذا ده خو كه حقيقت ته وگورو نو د دوى دا دعوه بى ځايه ده ځكه كه چيرې موسيقي د روح غذا واى نو ولې په غرب او اروپا كې د موسيقي له زياتې خپريدو سره سره اخلاقي فساد او عصبي نا روغى ورځ په ورځ زياتيږي؟
    همدارنگه اوس په نړى كې موسيقي د مخدره موادو په حيث پيژندل شوې ځكه هغه كسان چې له موسيقي سره عادت شوى د هغوى ټول فكر د موسيقى په هكله وى او د دوى په اعصابو باندې يو ډول سستي حاكمه وي او بيا دا خلك غير له شهوت، عشق بازى، ښكلا پرستى نه نور څه نه پيژني او د دوى عقل د موسيقي په واسطه داسې محا صره شوى وى چې بيا دوى له عفت او حيا، عدالت او انصاف، ورورولى او غيرت څخه خلا صيږي.

    د موسيقي اضرار دطب له نظره:

    (1). د انسان په بدن كې د سيمپاتيك او پاراسيمپاتيك په نامه دوه ډوله اتومات (خودكاره اعصاب) موجود دى چې دواړه د برابرى په حالت كې دي او د دوى برابري د بدن د نظم باعث ګرځي، هر كله چې د خا رجي عواملو په نتيجه كې د دې عصبي سيستم نظم له مينځه ولاړ شي نو انسان له زيا تو جسمي او عصبي ضررونو سره مخا مخ كوي.
    يو له دغو عواملو څخه چې د دغه عصبي سيستم نظم له مينځه وړي موسيقي ده.
    (2). ډاكټرانو دا ثابته كړې چې موسيقي د اعصابو د ضعيفوالي باعث گرځي او د ډاكټرانو څو اتحاديو له حكومت څخه غوښتي چې په عامه ځايونو كښې له موسيقي او كنسرت څخه مخنيوى وكړي تر څو په نړى كې د عصبي ناروغيو مخه ونيول شي.
    (3). موسيقي د زړه د حملې او زړه دريدو باعث ګرځي.
    طب وايي چې د زړه د دريدو يو مهم عامل هيجانات (زياته خوشحالى يا زيات خفگان) دي او دا چه د موسيقي د اوريدو په اثر په انسان كې يو ډول هيجاني حالت را مينځ ته كيږي نو ځكه د زړه د حملې باعث گرځي او ډير ځله ليدل شوي چې سندرغاړي د زړه د حملې له امله مړه شوي.
    (4) موسيقي د وينې د فشار د لوړيدو او ټيټيدو باعث گرځي.
    پدې هكله يو اروپايي پروفيسور خپله تجربې كړي او نتيجه يې داده:
    نوموړي ډاكټرد يو مريض د فشار د كتلو پر وخت هغه ته آرامه موسيقي واوروله نو په تعجب سره يي وليدل چې د مريض د وينې فشار د نارمل حالت نه ډير ښكته شو.
    او كله يي چې سخته يا غليظه موسيقي ورته واوروله ويي ليدل چې د مريض فشار د عادي حالت نه ډير اوچت شو.
    همدا رنگه يو بل آلما ني ډا كټر دا ثا بته كړې چې موسيقي د سر دردي، روحي او فكري خستگي باعث هم ګرځي.
    (5). ليونتوب او جنون
    (6). د عمر لنډوالى
    (7). د ځا ن وژنې عامل ده
    (8). د ليدو او اوريدو د حس ضعيفوالى
    (9). د ظلم او جنايت سبب ده
    (10). د استعما رگرانو لخوا د خلكو د غلامولو يوه وسيله ده
    (11). د خداى جل جلاله له ذكر اوياد څخه د مخنيوي وسيله ده ځكه په هغه زړه كې چې د شيطا ن فا سد آواز ځاى ونيسي هلته بيا د خداى جل جلاله ذكر قرا ر نه نيسي او آرا م نه مومي.
    د نړى په ځينو ښا رو نو كيې خلكو د مظاهرو او غونډو په ترځ كې له حكو متو نو څخه و غو ښتل چې د موسيقي او كا نسرتونومخه ونيسي او په ما ليزيا كې د يو ښا ر مسوْ ل مو سيقي منع اعلا ن كړې اووايي چې مو سيقي او سندريې په خلكو كيې د فسا د او فحشا ء با عث گر ځي او د ايټا ليا يو مشهور سندرغاړى چې اوس يي دا نا وړه عمل پريښى وايي چې موسيقي يوه شيطا ني لو به ده.
    نو اى مسلما نه وروره! اوس چې پدې حقيقت با ندې پوه شوې چې مو سيقي او سندرې زيا ت
    تاوانونه لري او ستا د خوږ ژوند د بربادى باعث گر ځي نو آيا اوس هم غواړى چې ځان پخپل لاس د هلاكت كندې ته وغورځوى؟
    آيا غو اړى چې ستا په زړه كې د خداى جل جلاله د ذكر په ځاى د شيطا ن آواز ځاى ونيسي؟
    د هغو بې دينه خلكو په درواغجنو شعارو غلط نشې چې موسيقي د روح غذا گڼي حال دا چه د مومن د روح غذا د خداى جل جلاله ذكر دى.
    كه ته پدې ناوړه عمل ككړ يي نو په ځا ن رحم وكړه، كه ته د شيطان پدې دام كې گير يې نو لدې دام څخه د خداى جل جلاله د رحمت پراخه غيږي ته پناه يو سه همدا نن لدې ناوړه عمل نه ځان وژغوره او د هغو خاينو، فاجرو او نړيوالو فساد پلورونكو تجارانو خولې له خاورو ور ډكې كړه چې غواړي ستا آرام ژوند په كړاوونو او بدبختيو بدل كړي.

  2. دلته باید یوه بلې خبري ته هم اشاره وکړم چې په پورته مطلب کې یادونه شوي یعني موسیقي د کوم روح غذا ده، روح په دوه ډوله دي
    1: رحماني روح : د داسي روح لپاره موسیقي تندر دي
    2: شیطاني روح : د داسي روح لپاره موسیقي غذا ده
    نو څوک چې د موسیقي جواز ورکوي د هغوي روح هم شیطاني روح دي
    په درناوي

  3. دآن لاین اسلامی لارشود محترمو کار کونکو او نورو لوستونکو ته
    السلام علیکم
    ړ د موسیقی په هکله باندی باید ډیر څه ولیکل شی اوخلکو ته واضح شی چی کوم نوعه موسیقی حلا له ده او کوم نوعه حرامه ده
    ړځکه چی اسلام یو نړیواله دین دی او په نړی کی ډیرو جیدو علماوو په دی باند مختلف نظرونه وړاندی کړی دی ړړ چی دی هغو علمیت او زومونږ دعلماوو علم درجه ډیر فرق لری هغوی د ډیر لوړ تحقیق او لوی فهم اوزیات ړړړ جهد اوجد اوتحلیل خاونداندی خو د هغو دومره وچ کلک نظر ندی لکه زمونږ د وطن دځنو ملایانو چی فقط ړړخلاصه الکیدانی او رشید بیان او پنج کتاب یی ویلی او هرڅه ته بدون د کوم تحلیل اوکافی دلایلو څخه حلال اوحرام وای
    ړړ امام غزالی امام یوسف قرضاوی چی د علمیت درجه یی ټولو ته معلومه ده خو دی موسیقی په هکله دومره وچی نظرنه لری
    ړړ نوزماهیله د آن لاین اسلامی لازښود نه داده چی پدی هکله مونږه بیسیواده کسانوته پدی هکله کافی معلومات ړړ راکړی او مختلفی مراجع دزیا ت بحث لپاره مونږ ته په ګوته کړترڅوپه دی هکله پره معلوما تر لاسه کړو اوما ړړ د موسیقی په هکله په پښتو کی یو کتاب ولوست چی هغه نظر ستاسو د نظر سره یو څه فرق لری او دغه کتاب ړړ زمونږ دی وطن یو تکړه عا لم قاضی محمد حسن حقیار لیکلی دی او دی د کتاب مشخصات په لاندی ډول دی
    ړړكتاب :: اسلام او موسیقي
    ليكوال ::قاضي محمدحسن حقيار
    خپروونکى :: افغان مطبوعاتي اداره
    دچاپ جاى :: پشاور
    دچاپ شمیر :: ١٠٠٠ توکه
    ړړاو داکتاب په انټرنیټ کی هم شتون لری تا سو کولی شی چی ویی لولی او د دی کتاب په هکله په خپل نظر څرګند کړی ځکه که پدی کتاب کی زیات تحقیق ، بحث ، تحلیل اوزیاتوماخذونوته مراجعه شویده او کافی او مستند
    ړړدلایل وړاندی شوی دی د موسیقی په هکله او دی موسیقی په منڅ کی څه فرق ته قایل شوی دی چی ښه او بده ړړړ موسیقی او هرڅه ته یی حلال ندی ویلی اوهرڅه ته یی حرام ندی ویلی دوستان کولی شی دغه کتاب په لاندی
    ړړ پته وګوری په انټرنیټ کی په احترام اوستاسو د ی لازیاتو معلوماتو په هیله او په پای کی د آن لاین اسلامی ړړړ لارښود نه زیاته مننه کوم چی د خلکو دمعلوماتو لپاره په زړه پوری مطالب خپری وی او زما دد لیکنی نه ړړړړ مطلب دادی چی دامسله ښه واضح شی خلکو ته نده چی زه ووایم چی څه ښه دی او څه بد ځکه زما علم ړړړ دومره ندی چی زه دی ځانه کوم نظر ورکړم

  4. آن لاين اسلامې لارښود

    اسلام عليکم
    وروره بلال جانه په پورته مطلب کې په لڼد او واضح ډول د قرآن او سنتو دلايل ذکر شوی دي نو دغو دلايلو څخه به بل د چا دليل او نظر قوي وي ؟

    د موسيقۍ په اړه اسلامې لارښود ډير مطالب ليکلی دي بيا هم د ښه وضاحت د پاره به ان شآء الله کوښښ وکړو او نور مطالب او کتابونه به هم پر ليکه کړو .

    د مشهور فاسق قاضی محمد حسن د زهرو ډک کتاب مو ډير پخوا لوستی دی چې د بيوا لخوا خپريږي او څلور کاله مخکې مو همغه سايت ته د هغه د رد مضمون هم ور وليږه او له هغوی څخه مو غوښتنه وکړه چې دغه ګمراه کونکی کتاب له سايت څخه لرې کړﺉ له بده مرغه نه يې زمونږ د رد دلايل نشر کړل او نه يې هغه کتاب لری کړ .

    دا کتاب په عام ډول په کتاب پلورنځيو کې هم خرڅيږي او د مخنوي څوک خو يې ځکه نشته چې اوس مهال کفري يرغل حضور لري او ددی يرغل تر سيوري لاندې فاسق حکومت شتون لري چې د دوی يو هدف د ټولني فاسدول او په ټولنه کې موسيقي او بې شرمي رواجول دی .

    فاسق محمد حسن خان د دوی سره په دې هدف کې ښه مرسته کړی دی
    او هغه موسيقي چې زمونږ د ټولنې او ځوان نسل د علمي ، اقتصادي او اخلاقي ځواک د زوال سبب شوی ده پوره پوره حلاله ګرځولی دی .

    کاشکې ددې کتاب پر وړاندې علماؤ پوره عکس العمل ښودلی وای .

    دغه کتاب د ښاغلی با احساسه عالم مولوي حماد لخوا ټکې په ټکې رد شوی دی چې ددې کتاب نوم موسيقي او نوې ليکوالان دی
    په دې کتاب کې چې کوم ليکوال اشاره شوی ده همدغه فاسق قاضي محمد حسن دی
    او دده کتاب د شرعي دلايل په رڼا کې رد شوی دی
    کتاب له لاندې لينک څخه ښکته کړي
    http://dawat.katib.org/files/2011/08/mosiqi.pdf

    د موسيقي په اړه نور څه دلته ولولی

    http://www.islampp.com/index.php?id=144&ftwid=7438

    http://www.islampp.com/index.php?id=144&ftwid=7471

    http://islamqa.com/ar/ref/5000/%D9%85%D8%B2%D8%A7%D9%85%D9%8A%D8%B1

    د افغان ولس ځوان نسل ته مو دا پيغام دی چې د دين په باب دومره څه زده کړی تر څو خپله حق او فاطل بيل کړای شئ

    نن د فتنو زمانه ده او د هرې خوا فتنې را رواني دي زمونږ پر ولس هر ډول اقصادي ، مذهبي او غير اخلاقي يرغل روان دی .
    پام کوﺉ چې ددې يرغل خوراک نشئ

    آن لاين اسلامې لارښود

  5. دآن لاین اسلامی لارشود محترمو لیکونکو ته
    السلام علیکم
    لوی او مهربان خدای جل جلاله د تاسوته زیات اجر درکری چی زیات مهم مطالب خپروی
    ړړړ زه به دغه کتابونه او او لینکونه چی تاسو را استولی وګورم او وبه یی لولم
    ړړړ او پس له د نه چی څوک په دغه کتاب استناد کوی زه به ورته وایم چی دا کتاب د جیدو علما وو لخوا مخکی ړړړ دمخکینه رد شوی دی او مونږ باید کوشش وکړو چی د جناب حسن حقیار ته ووایو چی که ته موسیقی اوری ړړړ اوری نو وایی روه خو د نورو مسلمانانو خا صتا دی نوو ځوانا نو ذهنونه مه مخشوش کوه په خپلو ضعیفو ړړړ لیکونو سره .
    ړړړ