د قرض نه ادا کول او د هغه په ادا کولو کې غفلت کول ددې سبب ګرځي تر څو له دنيا څخه په داسې حال سړی رحلت وکړي چې د خلکو پوروی وي ، په داسې حال کې چې په آخرت کې نه درهم شته او نه دينار بلکي هلته به د پيسو په مقابل کې د نيکو اعمالو بدله او ثواب ورکول کيږي ، د پور د نه ادا کولو په اړه په احاديثو د وعيد او سخت خبرداری ډک ارشادات :
د ابی موسی ضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی:
اَغْظَمُ الذَّنُوبِ عِندَاللهِ اَنْ يَّلْقَاه عَبْدُ ُ بعدَ الْكَبَائِرِالَّتِي نَهي اللهُ عَنْهَا اَنْ يَّمُوْتَ رَجُلُ وَ عَلَيْهِ دَيْنُ ُ لاَ يَدَعُ لَهُ قَضَاءُ ُ (رواه احمد)
د هغو کبيره ګناهونو نه پس – د کومو نه چه الله تعالی منع فرمائلی ده لکه (شرک،زنا،وغيره) د ټولو نه لويه ګناه دا ده چه سړی په داسې حال کې مړ شي چې په هغه باندې د چا قرض وي او د هغه د ادا کولو لپاره يې څه نه وی پريښی.
د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی:
نَفْسُ الْمؤْمِنِ مُعَلَّقَةُ ُ بِدَيْنِهِ حَتَّي يُقْضي عَنْه (ابن ماجه ،ترمذی ،داؤد اومسنداحمد)
د مؤمن بنده روح د هغه د قرض په وجه زوړند او بند کړ شوی وي ترهغې پورې چه څو پورې هغه قرض نه وي ادا شوی .
د عبدالله بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائی:
يُعْفَرُ لِلشَّهِيدِ كُلُّ ذَنْبٍ اِلاَّ الدَّيْنَ (رواه مسلم)
شهيد لره به د ټولو ګناهونو مغفرت وشي بغير له قرض څخه .
.…. وَالَّذِي نَفْسَ مُحَمَّدُ ُ بَيَدِه ِ لَوْ اَنَّ رَجُلاً قَتَلَ فِي سَبِيلِ اللهِ ثُمَّ عَاشَ ثُمَّ قُتِلَ فِي سَبِيلِ اللهِ ثُمَّ عَاشَ ثُمَّ قُتِلَ فِي سَبِيلِ اللهِ ثُمَّ َ عَاشَ وَعَليهِ دِيْنُ مَا دَخَلَ الْجَنَّةَ حَتَّي يُقْضي دَينُه ( رواه احمد ، المستدرك على الصحيحين )
ژباړه : قسم دی په هغه پاک ذات باندې د چا په قبضه کی چه د محمدصلی الله عليه وسلم روح دی ،که چيرې يوسړی دخدای جل جلاله په لارکی (جهاد) کی شهيد شو او بيا ژوندی شی او بياشهيد شی او بيا ژوندی شی او بيا د خدای (جل جلاله) په لار کې شهيد شي او د ده په ذمه باندې قرض وي نوهغه جنت ته تر هغې پورې نشي تلی ، څو پورې چه د ده قرض نه وي ادا شوی .
مَنْ أَخَذَ أَمْوَالَ النَّاسِ يُرِيدُ أَدَاءَهَا أَدَّى اللَّهُ عَنْهُ وَمَنْ أَخَذَ يُرِيدُ إِتْلَافَهَا أَتْلَفَهُ اللَّهُ (رواه بخاري )
كوم سړی چه د خلکو نه په قرض مال واخلی ،او د ده نيت او اراده د ادا کولو وي ، نوالله تعالی به يي اداکړي (په ادا کولو کی به د ده مدد وکړي ،او که په ژوند کې هغه ادا نشيٍ کړای نو په آخرت کې به يې د هغه د طرف نه ادا کړی ) او چه څوک د چا نه قرض واخلي او د هغه اراده د خوړلو وي ، نو الله تعالی به يې برباد کړي (په دنيا کی به هم دهغه بد نيت د سړي امداد ونه کړي او په آخرت کې به هم د هغه د پاره وبال جوړشي .
د مړی قرض په چټکی سره خلاصول په کار دي ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا عادت ؤ چه کله به کومه جنازه ده ته پيش شوه نوهغوی صلی الله عليه وسلم به د مړي له ورثې څخه پوښتنه کوله چه آيا په دغه کس د چا قرض ؤ نو د مړی ورثې ته به يی د هغه د قرض په ادا کولو حکم کولو.
و ما توفقی الا بالله عليه توکلت واليه انيب
آن لاين اسلامي لارښود