په مني باندې ککړې جامې سره لمونځ کيږي ؟

دانلاین اسلامی لارښود محترمو کارکونکو!
اسلام علیکوم ورحمته الله وبرکاته
ستاسو ددغه اسلامی خدمت بدله دی الله ج درکړ واقعاتاسو زمونږ دی وطنوالو سولونو ته ښه د اسلام په رڼاکی ځوابونه ورکړی الله ج دی اجر درکړی
وروسته زه یو پوښتنه لرم هیله ده چی ځواب یی راکری
پوښتنه:کله چی یو څوک په خوب کی شیطان وغولوی او لباس یی په هغه مایع(منی) ککړوی لمونڅ ورسره کږی که نه؟
ډیره مننه
ستاسو د ځواب په هیله –  غزني

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : مذي او ودي په اتفاق د جمهورو فقهاؤ جنس دي که په جامه تويي شي د هغه ځای مينځل واجب دي .

(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۲۳۸ – الدرالمختار ج ۱ ص ۲۹۳ )

د مني ، مذی او ودی ترمينځ څه فرق دی؟

دوهم : مني د امام ابوحنيفه او امام مالک په نزد جنس دي ، د امام ابوحنيفه قول دا دی : که په جامه باندې وچ شوي وي په موښلو سره پاکيږي او که وچ شوي نه وي يا نم ولري په ابو سره يې مينځ پکار دي .

أن المني نجس ويجزئ فرك يابسه، وهو مذهب الحنفية، قال في العناية شرح الهداية: والمني نجس يجب غسله إن كان رطباً فإذا جف على الثوب أجزأ فيه الفرك.
واستدلوا بما روى مسلم عن عائشة: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يغسل المني، ثم يخرج إلى الصلاة في ذلك الثوب وأنا أنظر إلى أثر الغسل فيه.
وبما رواه الدراقطني عن عائشة رضي الله عنها: كنت أفركه إذا كان يابساً، وأغسله إذا كان رطباً.

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 96 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً