د لمونځ کوونکي تر مخ تېريدل څنګه دي ؟

زه حکمت الله ملکی ستاسو ددی خدمت له وجه چی اسلامی ټولنی ته یی په ډیره اسانه او مؤثره طریقه ترسره کوی ډیره مننه کوم زما پوښتنه داده چی ډیر خلک دلمونځ کوونکی ترمخ تیریدل ډیر بد ګڼی او ځینی یی بیا هیڅ خبره نه بولی پدی اړه که جیرته د دین داحکامو په رڼا کی معلومات راته راکړی ډیر به شه وی چی ترڅو یی مونږ په خپل ژوند کی عملی کړو مننه

حکمت الله ملکی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟

د لمونځ کونکی له مخې تيريدل ګناه ده که په جومات کې وي او که بل ځای په حديث شريف کې یې په اړه داسې وعيد ذکر شوی دی :

 عن أَبِي جُهَيْمٍ رض قَالَ: قَالَ: رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم : «لَوْ يَعْلَمُ الْمَارُّ بَيْنَ يَدَيِ الْمُصَلِّي مَاذَا عَلَيْهِ، لَكَانَ أَنْ يَقِفَ أَرْبَعِينَ خَيْرًا لَهُ مِنْ أَنْ يَمُرَّ بَيْنَ يَدَيْهِ». قَالَ الراوي: لا أَدْرِي أَقَالَ: أَرْبَعِينَ يَوْمًا أَوْ شَهْرًا أَوْ سَنَةً. (بخاري: 510)

ترجمه: ابوجهيم رضی الله عنه  روايت کوي چه رسول اكرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې د لمونځ کونکی له مخې تيريږي ، که پوهيدلای چې دا کار څومره ګناه لري ،تر څلويښتو کلونو به يې توقف کولو مګر د لمونځ کونکي له مخې به نه تيريدلو ، راوي وايي : په ياد مې نه ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل چې : څلويښت ورځې ،که مياشتې او که کال .

که د لمونځ کونکی مخې ته کوم شی موجود نه وي بايد د سُتری مخې ته لمونځ وکړي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : اذا صلی احدکم فليصل الی سترة (ابوداود) .

يعنی کله چې له تاسې څوک لمونځ کوي نو د ستره مخې ته یې دې کوي .

ستره هغه شی ته وايي چه لمونځ کونکی هغه خپلې مخې ته ږدي که هغه لرګی وي که بل شی تر څو د لمونځ کونکي له مخې تيريدونکي لمونځ اخلال نه کړي .

د سترې احکام :

۱- د ستره لوړوالی يو ګز يا تر هغه زيات وي .

۲- که امام خپلې مخې ته ستره ودروي نو مقتديانو ته ضرور نه ده .

۳- مستحب ده چې لمونځ کونکی ستره لږ څه ښی يا چپ طرف ته ودروي او مخامخ نه وي .

۴- که لوی جومات يا آزاده فضا وي د لمونځ کونکی د پښو نه تر سجدې ځای پورې تيريدل جواز نه لري (فقه مُيسر )، فتاوي المحمودي ليکي د سجدې له ځای نه تقريباً يو متر مخکی مسافې نه تېردلای نه شي . (فتاوي المحمودي ، رد المحتار: 2/398)

۵- که کوچنی جومات يا کور وي د لمونځ کونکی له پښو نه د قبلې تر ديوال تيريدل جواز نه لري .

۶- لمونځ بايد بې له ستره داسې ځای ونه شي چې هلته د خلکو تګ راتګ وي .

۷- که د لمونځ کونکی له مخې نه څوک تيريږی بايد د تسبيح په اشاره يا د قرائت د صوت د لوړوالی په واسطه یې منع کړي ، خو دا جايزه نه ده چې په لاس يا خبره یې منع کړي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. I believe this is one of the such a lot important info for me. And i am happy studying your article. But want to remark on few general issues, The site style is perfect, the articles is in reality great : D. Good process, cheers

  2. ډیره مننه الله (ج) دې خیر درکړی
    مونږ خو اوریدلی چې که څوک دې مخې ته تیریږي نو جنګ ورسره وکړۍ؟

اترك تعليقاً