په عزيزي بانک کې د پس انداز حساب

برادر محترم، من درعزيزي بانك دوقسم حساب بانكي دارم، حساب جاري وحساب بس انداز. درحساب بس انداز تقريبا ٢٪ مفاد برايم ميدهد ولي من ازين بيسه كه به شكل مفاد به حساب ما اضافه مي كردد استفاده نمي كنم وانرابه اشخاص محتاج ميدهم وطمع ثواب هم ندارم به خاطر كه اين بيسه كه به حساب بانكي من اضافه ميشود براي من سوداست. أيا اين عمل به من جايزاست كه اين بيسه مفاد به محتاجان بدهم. ودليل ما اين است كه اكرمن اين بيسه اضافي كه به حساب مااضافه مي كردد به بانك تسليم نمايم نفع من به بانك هاي سودي ميرسد به خاطريكه بانك ها أزبيسه من استفاده مي كند ومن درخانه خود بيسه نكهداشته نميتوانم.لذا من اين بيسه كه منحيث مفاد به حساب ما اضافه ميشود به محتاجان ميدهم لطفا معلومات ارايه  نماييد.

مينه افغان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

عزيزي بانک او کابل بانک دوه هغه بانکونه دي چې د لومړی ځل لپاره يې زمونږ په ټولنه کې شيطاني بازار (سود او قمار ) ته وده ورکړه او هغه يې په خلکو کې رسماً رواج کړل ، هيڅ مسلمان او مسلمانې ته جايزه نه ده چې خپلې پيسی په دغو بانکونو کې وساتي ځکه دا عمل د سودي ادارې سره امداد دی ، لقوله سبحانه وتعالی :وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ (په ګناه او نافرمانی کې يوله بله مدد مه کوئ). «مائده/20» .

مګر هغه به يو صادق او امانتداره تجار ته په مضاربت ورکوي ، يا که د پيسو د چلولو څوک نه وي او په کور کې ساتل يې سر او مال ته زيان او خطر وي نو د مجبوريت په خاطر يې په بانک کې د جايري حساب په توګه ساتل باک نه لري .

(جديد فقهی مسايل ج۱ص۲۸۱ ) ، (فتاوي البدالحرام 390-386/3 ) .

دا چې تاسې د دغه بانک سود نه دی اخيستی او هغه مو د ګناه څخه د خلاصون په نيت په فقيرآنو باندې ويشلی دی ، د الله تعالی د جانبه پر تاسې فضل شوی چې دغه د اور سکروټې مو خپل کور ته نه دې وړې .

تاسې مو ټول حساب جايرې حساب ته تبديل کړئ او د پس انداز حساب باکل لغوه کړئ .

د بانک څخه د سود اخيستل په هيڅ وجه جايز نه دي .

په دې باره کې د امريکا څخه يو محصل د فتاوي البلد الحرام څخه پوښتنه کړې ده چې ډير مهم مطلب ته پکې اشاره شوې ده :

د سود اخيستل په دې نيت چې د خير په کار کې به يې مصرفوم 

پوښتنه : يو ځوان په امريکا کې تحصيل کوي ، د ناچاری په وجه خپلی پيسی په يوه سودي بانک کې ږدي آيا د سود اخيسل په دې نيت چې هغه به د خير په کار کې مصرفوم جائز دی ؟ په دې چې بانک خو يې هسې هم خپل ځان ته ګرځوي .

ځواب : پدې کې څو خبرې دي

اول : پداسې بانکونو کې د پيسو ايښودل جايز نه دي ځکه د خلکو له سرمايي څخه استفاده کوي او په هغه باندې خپل تجارت کوي مونږ اجازه نه لرو تر څو خپل مال د سود خورو او کفارو په اختيار کې ورکړو تر څو له هغه څخه سود او ګټه پورته کړي .

مګر که د غلا له ويرې او د ځان له ويرې دا کار وشي باک نه لري مګر دهغه سود اخيستل حرام دي ځکه چې له هغه څخه څه قبلول ربا او سود دی کوم چې الله تعالی منع کړي قوله تعالی : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (٢٧٨)فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لا تَظْلِمُونَ وَلا تُظْلَمُونَ (٢٧٩)]

ای مؤمنانو ! له خدايه ووريږی او تاسې چې کوم سود پر خلکو پاتې دی هغه ور پريږدی که په رښتيا مو ايمان راوړی وي ، خو که تاسې داسې ونه کړل نو خبر ووسئ چې د الله او دهغه د رسول لخوا ستاسې پر خلاف د جنګ اعلان دی اوس هم توبه وباسئ او سود پريږدی او تاسې د خپلی پانګی حقدار يئ .

دا آيت شرِيف پدې دلالت کوي چې هيڅ نوعه سود اخيستل روا نه دي .

که داسې ووايو چې که دا پيسی د هغوی په اختيار کې ورکړو نو هغوی عبادت ځايونه ، او جنګې تجهيزات چې د مسلمانانو پر ضد کارول کيږي کار واخلی په ځواب کې بايد ووايو چې مونږ د الله تعالی  په امر او د ستور مامؤر شوی يو دا چې له يوه شي څخه چې الله (جل جلاله ) منع کړي ؤ منعه شو او که فرضاً هغه شی د فاسد سبب ګرځي زمونږ پرغاړه نه دی او زمونږ پر غاړه د الله (جل جلا له ) فرمانبرداري ده د الله تعالی فرمان په هرڅه کې مقدم دی .

دوهم :آيا دا سود چې له بانک څخه اخيستل کيږي زما له پانګي څخه به وي ؟

په ځواب کې وايو : دا د تا له سرمايې څخه نه دی ځکه ممکن بانک هغه وخت ضرر کړی وي نو ځکه دا سود په قطعی توګه په تا پورې اړه نه لري .

دريم : د سود اخيستل په هغه څه اقرار کول دي چې هغه حرام بولو ځکه د قيامت په ورځ به د الله تعالی په حضور په هغه باندې د ربا او سود اقرار کيږي نو آيا دا به جايز وي چې څه حرام شي د خير او مصلحت په نوم حلال کړو پداسې حال چې پدې عقيده لرو چه حرام دي ؟

ځکه د قرآنی نص په مقابل کې په قياس عمل کول جايز نه دی .

څلورم :که هغه پدې نيت اخلې چې د خير په کار کې به يې مصرف کړي تر څو له ګناه څخه پاک شي په اصل کې دا کار پدې معنی دی چې په ګناه کې ځان ورګډوي او وروسته د هغه د خلاصون فکر کوې ، دا له عقل او منطق سره سر نه خوري ځکه مخکې له دې چې په ګنا ککړ شي له څخه لرې شه ، آيا دا يو عاقلانه عمل دی چې انسان خپلی جامې په ادار ککړې کړي او هرکله چې ککړی شي هغه پريمنځي ؟ هيڅ کله هم دا يو عاقلانه عمل نه دی د ربا او سود په تحريم معتقد يئ هغه اخلې او صدقه کوی يې ، نو ځکه هغه بالکل اخله مه او ځان له هغه څخه پاک وساته .

پنځم  : سود خوړل مشابهت له يهودو سره دی چې الله تعالی هغوی ملامت کړي او فرمايي :

[فَبِظُلْمٍ مِنَ الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ كَثِيرًا (160) وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا (161)]

 فتاوي البلد الحرام ، علماء حرمين  (3/386-390)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً