د جنابت په باره کې څو پوښتنې

ا لسلام علیکم ورحمت الله وبرکا ته .
تر هر څه د مخه د انلاین اسلا می لارښود ومحتر مو او ټولو کا رکونکوته د تیر اختر مبا رکی وړا ندی کوم خد ای (ج) دی وکی چه جوړ اوروغ به یا ست او د روژی مبا رکه میا شت به مو په خیرخیریت سره تیره کړیوی.
محترما : زه یو څو پو ښتنی لرم خدا ی (ج) دی وکړی چه تا سو ته مزا همت نه سی.

1:- جنوب ا نسا ن  په یا د سره بسم الله یا یوکلیمه یا دقرا ن شریف سوره اویا تسبیح ویلی شی اوکه نه؟

2:- د جنا بت د غسل د پا ره چه کله سړی ا ود س تا زه کوی نوانا اعطینا……. ویلای شی؟  ما دیو ملا صا حب  نه اوریدلی وه چه سړی کله جنوب وی نومکمل اود س به تا زه کوی مسح به کوی مګر انا اعطینا به نه وا ی ول ځکه چه دی خو جنوب دی ول د جنا بت په وخت کی سړی هیڅ شی نه سی ویلا ی ؟

3:-  دنژدی کت ( وتی ) وروسته د شا شو (متیا زو) کول ا یا حتمی دی ؟ او که یی ونه کی  غسل یی صحیح کیږی ؟

4 : – په لما نځه کی نیت څه ډول دی موږ چه کله د کوچنیوالی څخه لمونځ ذده کړی وو نو نیت به مودا سی تړی چه نیت می دی دذړه داخلا صه لمونځ کوم مثلا دوه رکعته سنت په دی حا ضر وخت کی د سحا ر    مګر څو وخت مخکی په یومها لی را ډ یوکی یوملا نصیحت کوی هغه وویل چه دا سی به نه وایا ست چه په دی حا ضر وخت کی د سحا ر ول داسی به وا یا ست چه د دی حا ضروخت د سحا ر یعنی د ( په ) کلمه به نه وا یا ست هغه ملا د صرف او نهوی قا عدی په کی را وستلی نو په دی هکله که که تا سو موږ ته یو څه معلوما ت را کړی ډیره مهربا نی به مو وی.

محمد صابر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

۱- پروا نه لري چې جنوب د جنابت په حالت کې اذکار او شرعي درودونه لکه تهليل ، تکبير تسبيح او ادعيه ولولي .

و لا بس لحائض و الجنب بقراءة و ادعيه ..و ذکر الله تعالی و تسبح (تنوير الابصار مع الدرمختار ۱/۲۹۳ ) .

د جمهورو فقهاؤ په نزد جائضې او جنب ته جايز نه دي چې د قرآن تلاوت وکړي په دليل د دغه حديث شريف :

لا تقرأ الحائض ولا الجنب شيئا من القرآن) رواه أبو داود والترمذي .

۲- په غسل کې د سر مسحه کول نشته ځکه په غسل کې د سر او ټول بدن مينځل فرض دي ، د جنابت په حالت کې د قرآن ويل جايز نه دي او همدارنګه د اوداسه او غسل پر مهال د انا اعطينا ويل له رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرام رضی الله عنهم څخه نه دي ثابت شوي .

۳- ځنې حکيمان وايي چې د جنابت وروسته ميتيازې کول صحت ته ګټه رسوي مګر د غسل په صحت او نه صحت پورې هيڅ اړه نه لري .

۴- نيت اصلاً د زړه ارادې ته وايي چې فقط په زړه کې د لمانځه د وخت ، رکعتونو ، فرض يا سنت اداره وشي کفايت کوي .

د لمانځه د نيت الفاظ داسې چې څه ډول الفاظ وويل له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دي ثابت شوي .

ځنې فقهاء وايي : په ژبه باندې نيت کول د زړه د حضور سره مدد کوي .

فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي : د زړه نيت کول کافي دي بحواله : ولو نوی بلقلب ولم يتکلم بللسان جاز بلا خلاف بين الائمة لان النية اصل القلب لا عمل اللسان و استحباب ضمه اليه لما ذکرنا (غنيتة المستملي ص ۲۵۱-۲۵۲ ) .

النيت ادارة الدخول فی الصلاة والشرط ان يعلم بقلبه ای صلاة يصلی الخ (عالمګيري ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً