آيا په مالي جهاد غاړه خلاصيږي ؟ د مالي جهاد اهميت او فضيلت

سلامونه او نیکی هیلی درته وړاندی کوم زه یو پوښتنه لرم هیله دی جواب یی راکړی
پوښتنه: ایا تنها په مالی جهاد سره فرض دغاړی نه ساقطیږی او کنه؟

احمد ضياء

آیا په اوسنی وخت کی په افغانستان کی د جهاد حکم څه دی ؟ د نفیر عام (فرض عین) حکم دی او که فرض کفايي ؟

عبدالرحمن

———————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مالي جهاد اهميت :

مالي جهاد خپله د جهاد له قسمونو څخه يو قسم جهاد دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ . صحيح أبي داود (2186) .

 يعنې : د مشرکينو سره په مالونو ، نفسونو ، او ژبو سره جهاد وکړئ .

که څه هم نفساني جهاد په ټولو کې افضل جهاد دی مګر مالي جهاد او د جهاد د پاره انفاق کول خاص اهميت لري او د مالي جهاد په باره کې په قرآن او سنتو کې زيات فضائل ذکر شوي دي او د قرآنکريم په څو آيتونو کې د نفساني جهاد څخه مقدم ذکر شوی دی ، دا ځکه چې د جهاد د پاره لومړی وسائلو او تجهيزاتو او اسلحې ته ضرورت وي او دغه وسائل لومړی د مالي جهاد په وسيله برابرېږي .

د مالي جهاد فضيلت :

قوله سبحانه وتعالی : الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ اللّهِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ 20 يُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُم بِرَحْمَةٍ مِّنْهُ وَرِضْوَانٍ وَجَنَّاتٍ لَّهُمْ فِيهَا نَعِيمٌ مُّقِيمٌ 21 خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا إِنَّ اللّهَ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ  ) التوبه 21-20 ) .

ژباړه : هغه کسان چې ايمان يې راوړی او هجرت يې کړی او په خپلو مالونو او ځانونو يې د الله په لار کې جهاد يې کړی دی د الله په نزد ډيره لويه مرتبه لري او همدوی بريالي دي .

د دوی رب دوی ته له خپلې خوا په رحمت سره او خوښۍ او ( داسې ) جنتونو سره زېری ورکوي چې پکې دوی لره تل تر تله نعمتونه دي ، دوی به هلته تل ترتله اوسيږي ، بې شکه له الله سره د ( عبادتونو ) لويې بدلې دي .

و قوله سبحانه تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ 10 تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ … (الصف 11)

ای مؤمنانو ! ، ایا تاسې ته د داسې سوداګرۍ لارښودنه وکړم چې تاسې د (دوزخ له ) دردناک عذاب څخه وژغوري ، پر الله او د هغه په رسول ايمان راوړئ او د الله په لار کې په خپلو مالونو او ځانونو حهاد وکړئ .

 و قوله سبحانه وتعلی :  مَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِائَةُ حَبَّةٍ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ( البقرة / 261) .

مثال د هغو کسانو چې خپله شتمنې د الله په لار کې لګوي د هغې دانې غوندې دی چې اوه وږې را شنه کړي او په هر وږې کې سل دانې وي او الله هر چا ته چې وغواړي څو څنده يې زياتوي او الله د پراخ (نعمت ) څښتن دی ، پوهيدونکی دی .

په احاديث کې هم د مالي جهاد زيات فضائل ذکر شوي دي :

عَنْ زَيْدِ بْنِ خَالِدٍ رضی الله عنه: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا». (بخارى:2843)

زيد بن خالد رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چا چې د الله د لارې مجاهد مجهز کړ ( هغه ته يې نظامي وسائل برابر کړل ) ده هم د هغه په شان جهاد وکړ ، او چا چې د الله د لارې مجاهد د اهل عيال (کورنۍ ) په ښه شان سرپرستې وکړه نو هغه هم جهاد وکړ .

همدارنګه په بل حديث شريف کې راځي :

من جهز غازيا في سبيل الله فله مثل أجره ، و من خلف غازيا في أهله بخير ، أو أنفق على أهله فله مثل أجره ،(سلسلة الصحيحة  ۲۶۹۰ ، الترغيب والترهيب ۲/۲۳۰ )

چا چې د الله د لارې غازي مجهز کړ هغه لره د دغه غازي په شان اجر دی ، او چا چې د غازي د کور سرپرستې وکړه د هغه په اهل عيال يې څه خرچ وکړ هغه لره به د دغه مجاهد په شان اجر وي .

څوک چې د توان سره سره په هيڅ قسم جهاد کې برخه نه اخلي :

قوله سبحانه وتعالی :

وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (195)

او (خپل مالونه ) د الله جل جلا له  په لار کې ولګوئ او خپل ځانونه په خپلو لاسونو سره مه هلاکوئ او ښيګنه وکړئ په رښتيا چې الله جل جلا له  ښيګنه کوونکی خوښوي .

عَنْ أَبِي أُمَامَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( مَنْ لَمْ يَغْزُ ، أَوْ يُجَهِّزْ غَازِيًا ، أَوْ يَخْلُفْ غَازِيًا فِي أَهْلِهِ بِخَيْرٍ ، أَصَابَهُ اللَّهُ بِقَارِعَةٍ قَبْلَ يَوْمِ الْقِيَامَةِ)  ( صحيح ابوداود 2503 ).

د ابی امامة نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : چا چې نه جهاد وکړ ، نه يې مجاهد مجهز کړ ، نه يې د مجاهد په اهل عيال سرپرستي او غمخوري وکړه ، الله به يې د قيامت څخه مخکې په يوه هلاکونکي بلا مبتلا کړي .

او همدارنګه فرمايي : (من مات ولم يغز، ولم يحدث به نفسه، مات على شعبة من نفاق (مسلم 1910 ).

کوم بنده چه په داسې حال کې مړ شي چې نه خو چيري په جهاد کې عملې حصه اخستی وي اونه يې د جهاد فکر او سوچ کړی وي نو دې به يو قسم د منافقت په حالت کې مړ شي .

د پورته نصوصو په رڼا کې مالي ، لساني يا فکري جهاد کوونکی به مجاهد شميرل کيږي او هغه به ان شآء الله د جهاد د ترک کوونکو له ډلې څخه نه وي .

د جهاد د فرض عين او فرض کفايي مسئله :

جهاد هر وخت فرض کفايي وي مګر فرض عين په لاندې صورتونو کې ګرځې :

۱- کله چې د مسلمانانو امير د عمومي قيام ضرورت وويني او د نفيرعام ( جهاد ته د ټولو خلکو ) د وتلو حکم وکړي ، نو په دې صورت کې پر ټولو مسلمانانو جهاد فرض عين دی .

۲- کوم مجاهدين چې د جهاد د پاره حاضر شوی وي او په سنګرونو کې د دوښمن د مقابلې د پاره ځای پر ځای شوی وي پر هغوی باندې جهاد فرض عين دی .

۳- کله چې د مسلمانانو کوم ښار او هيواد کافران لاندې کړي .

۴- کله چې د نيول شوی ملک خلک بې وسه شي نو هغه ته نږدې په نورو مسلمانانو جهاد فرض عين ګرځي .

تفسير انوارالقرآن او تفسير معارف القرآن ليکي :

که د کفارو په مقابل کې د مسلمانانو ځواک قوي وو د ولس په نورو خلکو به جهاد فرض کفايي وي او که د مسلمانانو فوځيان له مقابلې څخه نا توانه وي جهاد په ټول ولس فرض عين دی ، که ټول ولس يې توان و نه لري هغه ته په نږېدي ولسونو جهاد فرض عين ګرځي .

لقوله سبحانه وتعالی : وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُـلاًّ وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا ( النسآء 95)

او فرمايي : وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنْفِرُوا كَافَّةً فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ (122)

قال ابن عابدين في حاشيته ج3 ص238:
وفرض عين إذا هجم العدو على ثغر من ثغور الإسلام, فيصير فرض عين على من قرب منه. فأما من ورائهم ببعد من العدو فهو فرض كفاية إذا لم يحتج إليهم. فإن احتيج إليهم بأن عجز من كان بقرب العدو عن المقاومة مع العدو. أو لم يعجزوا ولكنهم تكاسلوا, ولم يجاهدوا, فإنه يفترض على من يليهم, فرض عين كالصلاة والصوم, لا يسعهم تركه, و ثم و ثم, إلى أن يفترض على جميع أهل الإسلام شرقا وغربا على هذا التدريج)إهـ.

قال الكاساني في بدائع الصنائع (10/98): بيان كيفية فرض الجهاد فالأمر فيه لا يخلو من أحد وجهين إما إن كان النفير عاماً وإما إن لم يكن فإن لم يكن النفير عاماً فهو فرض كفاية ومعناه أن يفترض على جميع من هو من أهل الجهاد لكن إذا قام به البعض سقط عن الباقين .

په هر حال مسلمانانو به ټول د خپل وس موافق په يو ډول جهاد کې برخه اخلي ، پر غنيانو انفاق فی سبيل الله فرض دی ، په علماؤ ، سانيس پوهانو او علمي قدرونو تبليغاتي او فکري جهاد فرض دی ، دوی به د کفر د تبلغاتي جنګ پر وړاندې مقابله کوي .

ځکه کفر سراسر په ځمکه کې د فساد ، منکراتو او فتنو خرولو عامل دی ، که څه هم دوښمن په نظامي ډګر کې ماتې وخوري او مسلمانان فکري جهاد ته توجه و نه کړي ، نو کافرانو به د کفري عقائدو ، منکراتو ، فساد او فحشآء په برخه کې دومره فعاليت کړی وي چې بيا به د هغه له مينځه وړل مسلمانانو ته وزمين او سخت تمام شي .

د کفارو يو ورځ ځنډ او د اشغال دوام د کفري عقائدو ، فتنو او فسق او فجورو سبب ګرځي چې د جهاد له اهدافو څخه يو هدف د کفارو د ټولو هر قسم فتنو ختمول دي تر څو د اسلام دين حاکم او د کفر قوانين ، منکرات او فجور نسکور کړ شي .

لقوله سبحانه وتعالی : قال الله تعالى : (وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ فَإِنْ انتَهَوْا فَلا عُدْوَانَ إِلا عَلَى الظَّالِمِينَ) البقرة /193 .

ژباړه : او له دوی سره تر هغې جګړه وکړئ چې فتنه (شرک ، کفر او فساد) پاتې نه شي او د الله د دين (حکم ) يوازې د الله شي ، خو که دوی (له تېري ) لاس په سر شي نو تېری له تېري کوونکو پرته پر بل چا نه دی روا .

نو واضح ده چې په جهاد کې د مسلمانانو د يوې ورځې غفلت د اسلامي امت او ولسونو د پاره د د کلونو او عمر د بربادۍ سبب ګرځي.

 مسلمانانو ! که مو پر دين او قانون ( قرآن او سنتو ) زړه سوزې او له خپل دين سره مينه لرئ ، نن مو پر دين باندې اور بل دی ستاسې د قانون ( قرآن او سنتو ) پر ځای د طاعوت قانون چليږي ، د اسلام پر ماڼې اور بل دی ، که نن ورځ پر خپل دين غيرت ونه کړي بيا به يې کله کوئ ؟ که نن ورځ خپل استعداد و نه کاروئ بيا به يې کله کاروئ ؟

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 50 times, 1 visits today)