د وطن سره مينه او وطن پرستي څه فرق لري ؟

اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته. ګرانه زما یو پوښتنه ده هیله ده راته ځواب یی کړی، داخو د هر مسلمان دنده ده چی له وطن سره مینه،دوستی،دفاع او خدمت یی وکړی.خو ځین کسان داسی وایی چی.فلانی داسی وطن پرست،میهن پرست یا وطن پال دی .نو زما پوښته هم دا د پرست په کلیمه کی دی چی د شریعت له نظره څنګه ده؟

طالب جان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د وطن سره مينه فطري او طبعي شی ده ځکه هلته د سړي کور ، اهل ، خپلوان او ملګري وي ، مګر دا چې خلک وايي د وطن سره مينه لرل د ايمان جز دی هيڅ اصل نه لري .

دا حديث (حب الوطن من الإيمان ) موضوع (له ځانه جوړ شوی دی ) هيڅ اصل نه لري ، په لاندې مراجع کې موضوع بلل شوی دی :

ملا علي قاري – المصدر: الأسرار المرفوعة – الصفحة أو الرقم: 189 ، حکم : قيل لا أصل له أو بأصله موضوع

الصغاني – المصدر: موضوعات الصغاني – الصفحة أو الرقم: 53 ، حکم : موضوع

السخاوي – المصدر: المقاصد الحسنة – الصفحة أو الرقم: 218 ،حکم : لم أقف عليه

الزرقاني – المصدر: مختصر المقاصد – الصفحة أو الرقم: 361 ، حکم: لا أعرفه

الألباني – المصدر: السلسلة الضعيفة – الصفحة أو الرقم: 36 ، حکم : موضوع

وطن پرستي ، ژبپرستې او سمت پرستي او هغې ته بلنه او د بل په مقابل کې دريدل حرام دي په اسلام کې تعصب بلل کيږي ، ځکه مسلمانان د (لا اله الا الله ) تر بيرغ لاندې ټول شوې دي ، ددې بيرغ لاندې ، وطن ، قوم او ګوند نه چليږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : ( لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ ). (ابوداود  5121 ) .

يعنې : هغه څوک له مونږ څخه نه دی چه خلک قوميت ته رابولی اوهغه څوک له مونږ څخه نه دی چه په دغه منظورجګړه کوی اوهغه څوک له مونږ څخه نه دی چه په همدی مفکوره مړ شي .

همدارنګه مسلم شريف روايت نقل کړی دی چې ( مَنْ قُتِلَ تَحْتَ رَايَةٍ عِمِّيَّةٍ يَدْعُو عَصَبِيَّةً أَوْ يَنْصُرُ عَصَبِيَّةً فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ ) (المسلم ۱۸۵۰ ) .

يعنې : څوک چې د تعصب غوښتنې تر بېرغ لاندې يا د تعصب د مدد د پاره مړ شي مرګ يې د جاهليت دی .

او دا چې وطن خدمت او دفاع کول څنګه دي :

د وطن څخه دفاع کول به د اسلام په خاطر وي او د اسلامي شريعت د بقا او نصرت په خاطر به وي ، که داسې نه وي تعصب دی ، د وطن خدمت به د اسلام ، مسلمانانو او اسلامي ټولنې د خدمت په نيت وي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً