دائم په لمانځه کې د يوه سورت لوستل څه حکم لري ؟

سم الله الرحمن الرحیم ، الیلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زه محمد نبی د حوست ولایت اوسیدونکی یم
پوښــتنه: دا څه حکم لری کله جی مونږ د سورت احلاص هـره ورځ لولو او په هر المانځه کی آیا ددی سره یو څه نه څه په المانځه کی کوم بدلون راځی؟
  ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم  

په لمانځه کې د سورت تعين مکروه دی (د لمانځه ثواب کميږي ) ، سنته طريقه دا دی چې په لومړی رکعت کې يو سورت او په دوهم رکعت بل سورت په ترتيب سره ولولې ، مګر دا چې مجبوريت وي يو کس ته نور سورتونه ياد نه وي . (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۲۴۳ )

و لا يتعين شی ء من القرآن لصلاة علی الطريق الفرضية ..الخ و يکره التعين (الدرالمختار ج ۱ ص ۵۰۸ ) .

 و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً