آيا رښتيا د سلمان (نايي) کسب د کوم پيغمبر کسب دی ؟

سلامونه اونیکی هیلی:

سوال:ایاسلیمان(نایی)دکوم پیغمبر کسب ده اوددوی داادعا ترکومه حده حقیقت لری چه دسلیمان لاس ترقیامته نه خاوری کی

سميع الله امين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې اړه ما هيڅ شرعي نص پيدا نه کړ دا دوی خپل کيډبيان دی .

او د هغوی دا ادعا چې د نايي لاس نه خاوري کيږي هيڅ اصل نه لري .

ځکه هغه انبياء عليهم السلام او شهداء دي چې د هغوی جسدونه نه خاورې کيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ حَرَّمَ عَلَى الْأَرْضِ أَجْسَادَ الْأَنْبِيَاءِ) رواه أبو داود (1047)

همدارنګه د ځنو فقهاء کرامو په نزد د شهيدانو جسدونه هم نه خاورې کيږي .

د الله تعالی په نزد ښه سړی هغه دی چې تقوی ولري هغه که ډم وي ، موچي وي ، چوکيدار وي يا وزير او پاچا وي .

لقوله سبحانه وتعالی :ان اکرمک عندالله  اتقاکم”

الله تعالی دې دوی ته هدايت وکړي او الله تعالی دې د دوی پر حال ورحميږي د اوس زمان اکثراً سلمانی واله فاسقان دي ځکه دوی د ګناه په کار مدد کوونکي دي .

قوله سبحانه وتعالی : [وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ] او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ (المائده ۲۰ ) .

هغه منکرات چې دوی يې په مدد کې لګيا دي په لاندې ډول دي :

۱- د ږيرې خريل .

۲- په غربي فيشن د ويښتانو جوړول چې تشبح بالکفار حرامه ده .

۳- د سر د ځنو برخو ويښتان کمول او د ځنو برخو زيات پريښودل چې د اسلامي شريعت خلاف عمل دی .

۴- ويښتانو جوړونکو ته مساج ورکول چې يو قبيح عمل دی .

۵- په ځنو فيشنې صالونونو کې د موسقي او سريال اوريدل او کتل .

آيا داسې لاس به تر قيامت نه خاورې کيږي ؟ بلکې د داسې لاس واله دې پر خپلو اعمالو توبه وباسي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 37 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً