هغې حاملې ښځې ته چې د روژې نيول ګران وي

د دعوت پاڼی ټولو محترمو چلونونکو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
پوښتنه:
که یوه ښځه د نهو میاشتوحمل ولری او روژه نیول ورته ډیر درد پیدا کوی او ډیره یی کمزوری کوی ایا دا میرمن کولای شی روژه وخوری او بیا روسته یی قضا راوړی؟

وسلام
رب العزت دی ددی خدمت په بدل کی جنت الفردوس درکړی

احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هغه صورتونه چې په هغه کې د روژې پريښودل جايز دي :

۱- سفر : که سفر سخت وي او مسافر ته د روژې نيول ګران وي روژه پريښودل جايز دي البته که تکليف نه وي روژه نيول بهتره دي .

۲- سخت مرض : داسې مرض چې ددې پوره يقين وي که د روژې په نيولو درمل قطع شي يا د روژې نيولو سره مرض زياتيږي نو داسې مريض ته د روژې پريښودل جايز دي .

۳- حامله ښځه : که حاملې ښځې ته د روژې نيولو په وجه د هغې ځان يا بچي د پاره نقصان او خطر وي نو هغه ته د روژې پريښودل جايز دي .

۴- مرضعه ښځه : که تي ورکونکی ښځه ته د روژي په نيولو سره ځان يا بچي ته  نقصان او خطر وي نو هغې ته د روژې پريښودل جايز دي ، البته که اقتصادي توان ولري بچي ته مصنوعي شيدي برابروالای شي يا يې بلې ښځې ته په معاوضه ورکولو ورکولای شي يعنې د پيو انتظام کولای شي نو په دې صورت کې د روژې پريښودل جايز نه دي .

۵- حيض او نفاس : د حيض او نفاس په وخت روژه نه نيول پکار دي .

فقه اسلامي – مولانا مجيب الله ندوي حنفي ص ۱۹۹ )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 69 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً