د لمانځه وروسته سجده او د ياسين ختم

اسلام عليکم ورحمت الله
زه دري پوښتني لرم هيله ده چه د احاديثو په رڼا کي جواب راکړئ
۱ً)ځيني نومونه لکه .خپلواک،تنها.کامله،کامل، معصوم او داسي نور چه خاص الله پاک ته ښايي په کيښودلو يي انسانان گنهگاريږي که نه؟
۲)ده سورت ياسين ۴۱ ځلي ويل چي د سورت ياسين ختم بلل کيږي ايا داسي کول جايز دي که نه؟
۳)د لمانځه څخه وروسته سجده کول راوا دي که نه؟
پا درښت
ثنا

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د نمونو ايښودلو مکمل تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/4949

https://dawat610.com/archives/3877

په پورته نمونو کې څه مبالغه شته ولې ايښودل يې ان شآء الله څه باک نه لري .

دوهم : د سورت ياسين ۴۱ ځله ختم کول طريقه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  او صحابه کرامو څخه نه ثابته شوې .

دريم : د لمانځه وروسته سجده کول نه دې ثابت شوي .

د نعمت د شکر د پاره سجده شکر کول مستحب دي او په احاديثو کې ثابت شوې ده :

چې کله به رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو ته څه نعمت او خوشحالي ورسيده نو هغوی به سجده شکر ادا کوله .

فعَنْ أَبِي بَكْرَةَ رضي الله عنه عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (أَنَّهُ كَانَ إِذَا جَاءَهُ أَمْرُ سُرُورٍ أَوْ بُشِّرَ بِهِ خَرَّ سَاجِدًا شَاكِرًا لِلَّهِ) رواه أبو داود (2774) وصححه الألباني في ” صحيح أبي داود ” .

وقد سجد كعب بن مالك رضي الله عنه حين جاءه خبر توبة الله عليه . رواه البخاري (4418) ومسلم (2769) .

مګر د لمانځه نه وروسته په سجده پريوتل او هغه خپل عادت جوړول د سنتو خلاف عمل دی

فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي :  د فرض لمانځه نه پس په سجده پريوتل او دعا غوښتلو څخه منع کړشوی ده په درالمختار کې دی ولکنها يکره بعد الصواة لان الجهلا ،يعتقدونها سنة او واجبة والله اعلم (ج ۲ ص ۴۷ ) .

ځکه چې ځنې نا پوهه بيا دا ګمان کوي چې هغه سنت يا واجب ده .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. دلمانځه وروسته بعضی امامان اول تسبیحات وایی که څه هم مقتدیان لاړشی ددوعانه بیاوروسته دوعاکوی ایادوعابهتره ده اوکه تسبیحات دوی ټینګارکوی چه تسبیحات ددوعانه بهتردی
    وسلام

  2. اسلا عليکم
    د لمانځه وروسته تسبيحات مستحب دي
    تفصيل https://dawat610.com/archives/3902

    د لمانځه ورورسته په خاصه توګه له سنت لمانځه وروسته اجتماعي دعا د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابته نه ده
    تفصيل https://dawat610.com/archives/4687

اترك تعليقاً