په روژه کې د غاښ ايستل څه حکم لري ؟

په روژه کې د غاښ ايستل څه حکم لري ؟ ژوره ماتوي او که نه ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ضرورت په وخت کې په روژه د غاښ ايستل باک نه لري مګر که ضرورت نه وي مکروه دی ، او که چيرې وينې يا دوا خيټې ته داخله شي په هغه صورت چې د خولې د ابو په اندازه يا په هغه باندې غالبې وي روژه ماتوي بغير له دې روژه نه ماتوي .
و في‌ الدر:«أو خرج‌ الدم‌ من‌ بين‌ اسنانه‌ و دخل‌ حلقه‌ يعني‌ و لم‌ يصل‌ الي‌ جوفه‌، اما اذا وصل‌ فان‌ غلب‌ الدم‌ أو تساويا فسد و الاّ، لا، الا اذاوجد طعمه‌. بزازية‌».
و في‌ الرد:«و من‌ هذا يعلم‌ حكم‌ من‌ قلع‌ ضرسه‌ في‌ رمضان‌ و دخل‌ الدم‌ الي‌ جوفه‌ في‌ النهار ولو نائماً فيجب‌ عليه‌ القضاء الا ان‌ يفرق‌بعدم‌ امكان‌ التحرز عنه‌ فيكون‌ كالقيي‌ الذي‌ عاد بنفسه‌ فليراجع‌».
نقل من محمود الفتاوی

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

(Visited 75 times, 1 visits today)