په روژه کې د غاښونو بورس کول

اسلام عليکم

اميد لرم چې جوړ او روغ به وی ، زما پوښتنه دا ده چې په روژه کې د غاښونو بورس کول څه حکم لري

محمد هاشم – جرمني

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

 په روژه کې د خالي برس وهل باک نه لري ځکه دا په مثل د مسواک دی او په روژه کې مسواک وهل باک نه لري .

من موقع الفتاوی الاسلام سوال جواب :

هل يجوز تنظيف الأسنان بالفرشاة في حال الصوم ؟

لا حرج في ذلك مع التحفظ عن ابتلاع شيء منه ، كما يشرع استعمال السواك للصائم  ..(سوال جواب ۱۳۶۱۹ رقم ) .

لا باس بالسوال الرطب و اليابس بالغداة و العشی عندنا و قال ابو يوسف يکره المبلول بالماء (خلاصه الفتاوی ج۱ ص ۲۶۲ )

مګر په روژه کې د غاښونو د مينځو او برس وهلو پر مهال د پودر او کريم په استعمال سره روژه مکروه کيږي ( ما تيږي نه بلکي ثواب يې کميږي ) ځکه چې ددې مادې خوند حس کيږي .

و کره ذوق شی ءٍ و مضغه بلا عذرٍ (جديد فقهي مسائل ج ۱ ص ۱۰۰ – فتاوی عالمګيري ج ۱ ص ۱۰۲ ) .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 100 times, 1 visits today)