په سودي بانک کې د پيسو ساتل څه حکم لري ؟

ښاغلی د دعوت د سایت کارکوونکو!
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زما پوښتنه په بانک کی د پیسو د اچولو په باره کی ده.
زما پوښتنه داده چه آیا کولای شو په غزیزی بانګ، کابل بانک، باختر بانک او میوند بانک کی چه اوس فعلا به افغانستان کی مشهور بانکونه د پیسو اچول په داسی شکل چه سود پری وانخلی یعنی د جاری حساب په ډول چه نه تاوان وکړی او نه فایده فقط د ساتلو د پاره د جاری حساب په ډول واچول شی. لکه د یوه صراف سره چه د پیسو د راکړی او ورکړی معامله ولری.
جاری حساب دی ته ویل کیږی چه خپلی روپی په بانک کی واچول او بانک هم هیڅ کمیشن نه غواړی او تاته هم کومه فایده نه درکوی او فکر مو چه دا حساب د امانت په ډول ندی او نه هم امانت حساب دی.
او له بله پلوه تاسی ته معلومه ده چه اوس په دی شرایطو کی په کور کی د پیسو ساتل د غلا او خطر په وجه مشکل دی او که ټول خلک خپلی پیسی په بانک کی وانه چوی او په کورونو کی یی وساتی نو سخت مشکلات به راپیش کړی غلا کول او په غلا کولو کی قتل او قتال هم منڅ ته راځی.
خو د یادونی وړ ده چه همدغه ذکر شوی بانکونه سودی نظام لری او په سودی نظام باندی چلیږی.
هیله ده پدی اړه مفصل معلومات راکړی.
ډیره مننه – عبدالحبيب الفت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په سودي بانک کې د پيسو جمع کول يا ساتل جايز نه دي ځکه د سودی اداری سره امداد دی ، لقول الله تعالی : وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ) المائدة الآية 2 ) .

کچيرې د پيسو په ساتنه ،انتقال يا په مجموع کې د سر او مال خطر وي او کومه بله لاره نه وي نو بيا په داسې بانک کې د پيسوجمع کول باک نه لري ځکه چې نيت سود نه وي بلکی د پيسو ساتل وي (جديد فقهی مسايل ج۱ص۲۸۱ ) .

همدارنګه فتاوي علماء البلد الحرام ليکي :

 که د غلا له ويرې يا حتی د سر له ويرې په ناچاری سره په سودی بانک کې پيسی جمع شي باک نه لري سود اخيستل يې حرام دي . (فتاوي البلدالحرام – مکه مکرمه فتاوی 390-386/3 )

همدارنګه اللجنة الدائمة ليکي :

فلا يجوز أن يضعها فيه؛ لما في ذلك من إعانة أصحاب البنوك على استعمالها في الربا، وقد قال تعالى: ( وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ) سورة المائدة الآية 2 ، وإن دعت إلى ذلك ضرورة فلا نعلم في ذلك بأسا إن شاء الله.
وأما بالنسبة لتحويل النقود من بنك لآخر ولو بمقابل زائد يأخذه البنك المحول فجائز؛ لأن الزيادة التي يأخذها البنك أجرة له مقابل عملية التحويل ” انتهى .)
إذا دعت الضرورة إلى الحفظ عن طريق البنوك الربوية فلا حرج في ذلك إن شاء الله ؛ لقوله سبحانه : ( وَقَدْ فَصَّلَ لَكُمْ مَا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ ) ولا شك أن التحويل عن طريقها من الضرورات العامة في هذا العصر .

(فتاوى اللجنة الدائمة” (13/369  ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

(Visited 36 times, 1 visits today)