د غير مسلم سره په معاملاتو کې د اسلامې شريعت څه اصول او شرايط دي ؟

محترم د اسلامې لارښود چلوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله!

که وگورو دیرو خلکو تجارت د غیرومسلمو سره دی صرف د اجناسو اخستلو اوخرڅولو کی ایا اسلام کی کوم اصول دغه باره شته ؟

دیره مننه- ajnabi

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د حربي کفارو ( يرغلګرو او د اسلام پر وړاندې جنګي کفارو ) نه علاوه نورو غير مسلمو سره معاملات جايز دي او په معاملاتو کې به د اسلامې شريعت ټول ضوابط په نظر کې نيول کيږي چې په لاندې ډول دي :

۱- عدل او د ظلم څخه څخه ځان ساتل و لو که غير مسلمين هم وي په دليل د قول الله تبارک و تعالی :

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ { [المائدة:8] .

ژباړه : ( ای مؤمنانو ! شی قايم د الله تعالی د پاره ګواهي ورکونکي په انصاف او د کوم قوم د دوښمنۍ په وجه انصاف مه پريږدی عدل کوﺉ دا خبره ډيره نږدې ده تقوی ته او ويره کوﺉ له الله نه او کوم اعمال چې تاسې يې کوی الله تعالی په هغه باندې ښه خبر دی ) .

۲- ښګيڼه او احسان او معامله بالمثل په دليل د دغه آيت شريف :

 لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ { [الممتحنة:8] .

الله تعالی تاسې له دې کار نه منع کوي چې تاسې له هغو خلکو سره د نیکۍ او عدل چلن وکړي چې ستاسې سره په دين کې نه وي جنګيدلي او تاسې يې له خپلو کورو څخه نه وی ايستلي  ، يقیناً الله تعالی انصاف کونکي خوښوي ) .

۳– په وعدو او عقدو باندې وفا کول په دليل د قول الله تبارک و تعالی :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ { [المائدة: من الآية1] . ژباړه : ای مؤمنانو پر خپلو تړونونو وفا وکړئ .

۴- په معاملاتو کې د اسلامې شريعت شروط او احکام له جهته د حرام او حلال په نظر کې نيول لکه څنګه چې د اسلامې شريعت قاعده ده : (( المؤمنون عند شروطهم ، إلا شرطاً أحل حراماً أو حرَّم حلالاً )) .

يا په لڼد ډول هغه کار او معاملات چې اسلامې شريعت حرام کړي وي لکه : شراب ، د خنځير غوښه ، سود وغيره د هغه معامله د مسلم او غير مسلم دواړو سره حرامه ده .

۵-  نوموړي معاملات به د اسلام او مسلمانانو په ضرر نه وي ، د انسان دين ، بدن ، روغتيا ، عقل او مال ته به مضر نه وي ځکه د اسلام عامه قاعده چي : (لاضرر و لا ضرار ) .

۶-  په معاملاتو کې به حرام خوري لکه : غلا ، رشوت ، سود ، غصب ، اسراف ، دوکه او فريب او خيانت نه وي ځکه چې مسلمان خاين صفته ، غل صفته دوکه ورکوونکی نشي کيدای ، الله جل جلا له  فرمايي :

لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ (النساء 29 )

په ناحقه سره يو د بل مالونه په خپلو منځونو کې مه خورئ .

د پورته شرايطو په صورت کې د غير حربي کفارو سره معاملات جايز دی.

(فقه المعاملات المالية مع أهل الذمة وغيرهم ، فتاوى مجامع الفقه الإسلامية العالمية )

د غير مسلمو سره د معاملاتو تفصيل دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/2500

و الله سبحانه و تعالی اعلم

   آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 17 times, 1 visits today)