په روژه کې د زوجينو يو ځای چملاستل ، مچي کولو سره روژه ماتيږي ؟

د انلاين اسلامي لارښود ټولو کارکوونکو او کتونکو ته  اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
زما يو څو پوښتني دي هيله ده راته يي مفصل ځواب کړي
د روژي په مبارکه مياشت کي البته دورځي له خوا د خپلي ښځي سره يوځاي پريوتل،په هغه باندي لاس اچول ، مچي کول، او يا هم په غيږ کي نيول څه حکم لري ،او وروسته له پرشمي څخه چه سهار شوي نه وي کورواله څه حکم لري ، او د جنابت په حالت کي پړشمي کول او وروسته غسل کول څه حکم لري . هيله ده په مطلب رسيدلي وي.

جواد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې مسئله باندې د جمهورو فقهاؤ اتفاق دی چې که د شهوت بارولو وېره نه وي په روژه کې د زوجينو يو ځای چملاستل ، مچي کول باک نه لري ، مګر که د شهوت پارولو ويره وي په روژه کې داسې کول مکروه دي .

عَنْ عَائِشَةَ رَضِي اللَّه عَنْهَا قَالَتْ: كَانَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم يُقَبِّلُ وَيُبَاشِرُ وَهُوَ صَائِمٌ وَكَانَ أَمْلَكَكُمْ لإِرْبِهِ. (بخارى:1927)

د عايشې رضی الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  به په روژه کې د خپلو ميرمنو سره څملاستلو ، ور تر غاړه کيدل او د روژې په حال به يې هغوی مچې کولې ، عايشه رضی الله عنها زياتوي :آنحضرت صلی الله عليه وسلم د خپل شهوت په کنترول کې له ټولو څخه قوي وو .

که چيرې د ښکلولو په حالت مني ووځي ، د روژې قضا لازميږي کفاره نه لازميږي ( فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۲۹۴ ) .

او بل دا چې د پيشلمې کولو وروسته غسل کول باندې روژې ته څه نقصان نه رسيږي ( ردالمختار باب ما يفسد الصوم و ما لا يفسد الصوم ج ۲ ص ۱۳۸ ) .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 217 times, 1 visits today)