په قبر باندې د دفن وروسته په زوره کلمه ويل او آذان بدعت دی

محترم دان لائن اسلامي لار شود!
زما سوال دادي جي زموز په علاقه كي رواج دي كله جي  جنازه هديري ته ورسول شي نو دقران دويلو وروسته بيا لااله الا الله كلمه يو كس په زوره وايي او
نور يي سماع كوي جي په دي طريه دوي يو لك واره كلمه پوره كوي او دوي وايي جي دغه كلمه جاته وبخشل شي نو الله هغه ته مغفرت كوي .
زما سوال دادي جي فه دي باره كوم روايت سته ?
ايا دكلمي طيبي سماع هم دتلاوت ثواب لري يعني لكه حنكه جي دقران سماع
دتلاوت ثواب لري?
ايا صحابه ؤ هم دا طريقه كري ده ?
ايا داسي كار كول بدعت شنيعه نه دي?

مزمل له باكستانه كوتي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مړي د دفن څخه وروسته دعا کول سنت دي ، ځکه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم عادت مبارک دا ؤ چې کله به مړی خښ شو و به دريده او فرمايل به يې : خپل ورور ته مو د بخښنې او ثبات دعا و کړئ ځکه اوس د هغه څخه پوښتنې کيږي . په دليل د دغه حديث شريف : لما رواه أبو داود (3221 ) من حديث عثمان بن عفان رضي الله عنه قال : كان النبي صلى الله عليه وسلم : (إِذَا فَرَغَ مِنْ دَفْنِ الْمَيِّتِ وَقَفَ عَلَيْهِ ، فَقَالَ : اسْتَغْفِرُوا لِأَخِيكُمْ ، وَسَلُوا لَهُ بِالتَّثْبِيتِ ، فَإِنَّهُ الْآنَ يُسْأَلُ) (ابوداود او سلسلة الصحيحية ) .

موسوعة الفقهية ليکي : د مړي د دفن وروسته د مسلمانانو د يوې ډلې توقف کول او مړې د پاره دعا او بخښنه غوښتل مستحب دي ځکه په دغه وخت له مړې څخه منکر او نکير سوال کوي .

وجاء في “الموسوعة الفقهية” (4/41) : “الاستغفار عبادة قوليه يصح فعلها للميت … وعقب الدفن يندب أن يقف جماعة يستغفرون للميت , لأنه حينئذ في سؤال منكر ونكير … وصرح بذلك جمهور الفقهاء ” انتهى .

ابن منذر رحمه الله وايي : د دفن وروسته په قبر باندې مړي ته اجتماعي دعا جايز ده .

امام الترمذي رحمه الله وايي : د دفن څخه وروسته په قبر باندې توقف او دعا کول د مړي د پاره د جنازې د لمانځه وروسته کومک او مدد دی ځکه د مسلمانانو د جنازې لمونځ د ده د پاره د عسکرو په شان وو کوم چې د پاچا په دروازه کې جمع شوی وي او د ده د پاره شفاعت کوي ، همدارنګه په قبر توقف او د ثبات دعا د ده د پاره مدد دی ځکه دغه وخت له ده څخه سوال کيږي . “حاشية الروض” لابن القاسم (3/124) .

کفايت المفتي ليکي : د دفن وروسته د مړي سر طرف ته د البقرې سورت اوله حصه او پښو طرف ته يې آخره حصه تلاوت کول مستحب دي .

و کان ابن عمر يستحب ان يقرا علی القبر بعد الدفن اول سورة البقرة ، و خاتمها (ثم بعد صفحات ) فقد ثبت انه عليه السلام قرأ اول سورة البقرة عند رأس الميت ، وآخرها عند رجليه ( ردالمختار ، باب جنائز ۲/۲۳۷- ۲۴۲ ) .
مګر په قبر باندې په زوره د کلمې ويل او همدارنګه اذان کول له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه نه دي ثابت شوې .

ذکر ثواب لري مګر د دفن وروسته په زوره ذکر کول د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دي ثابت شوی او په داسې ځای او موقع کې د شريعت څخه نه وي ثابت شوي ، په هغه ځای او موقع کې د هغه ثواب ګنل بدعت دی .

اخبر عبدالله بن مسعود رضی الله عنه بالجماعة الذين کانوا يجلسون بعد المغرب و فيهم رجل يقول کبروا الله  کذا و کذا سبحوا الله .. فيفعلون فحضرهم فلما سمع ما يقولون قام فقال انا عبدالله بن مسعود فو الذی لا اله غيره لقد جئتم ببدعة ظلماء او لقد فقتم اصحاب محمد صلی الله عليه وسلم علماً ( مجالس الابرار ۱۸ – ص ۱۵۶ ) .
والله أعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 38 times, 1 visits today)